د نه ښوېدونکو پښو لرونکې ځو اکمنې وزې دي، د بویدای کورنۍ (family Bovidae)، د کاپرا نسل (genus Capra) او د ارتیو دکتیلا ډلې (order Artiodactyla) غړې دي. د اسیا، اروپا او شمال ختیځې افریقا په غرونو کې پیدا کیږي.
د اروپا ای بېکس د الپین ای بیکس (Alpine, ibex) په نامه هم پېژندل کیږي، علمي نوم یې (C. ibex ibex) ده. نر یې تر ۱۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي، ښځه یې تر ۵۰ کیلو ګرامه پورې وزن لري. د نر قد یې تر ۹۰ سانتي متره او د ښځې تر ۸۰ سانتي متره پورې رسیږي. له نصواري تر خړ پورې رنګ لري کوم چې د بدن لاندې برخو کې ډېر تېز وي. په اوړي کې په لوړو غرونو کې وي خو په ژمي کې د غرو لمنو ته راکوزیږي. نران یې جلا او ښځې جلا رمو کې ژوند کوي خو ډېر زاړه شوي نران یې یوازې ژوند کوي. پخوا په مرکزي او لوېدیځو الپ غرونو کې ډېر زیات وو خو اوسمهال یې شمېر ډېر کم ده. په ایټالیا کې ښکار قانون بند کړی او فرا...