
Mantis shrimp – د اوبو ښکاري ملخ
ښکاري د اوبو ملخ هر څه خوړونکی سمندري کلک پوسته دی. په ستوماتوپودا کلاس کې ډلبندي شوي. تقریبا ۳۴۰ میلیونه کاله وړاندې د مالاکوستراکا کلاس له نورو ډولونو رامنځته شوي. معمولا تر ۱۰ سانتي متره پورې اوږدیږي خو ځینې یې تر ۳۸ سانتي متره پورې اوږده هم شته. قاب، کاسه یا کاراپاس یې یوازې د سر وروستۍ برخه او د تنې لمړۍ څلور برخې پوښلې وي. د بدن رنګ یې له نسواري نیولی تر روښانه رنګونو پورې وي. تر اوسه یې تر ۴۵۰ زیات ډولونه پېژندل شوي. د استوایي او نیمه استوایي سیمو د سمندرونو په کمو ژورو اوبو کې ژوند کوي. پخوانیو اشوریانو ورته د سمندر ملخ نوم اخیسته. د استرالیا خلک ورته قاتل ملخ نوم اخلي.
که چېرې په لاس کې واخیستل شي نو لاس سخت ټپي کولای شي او له همدې امله انګریزۍ کې ورته ځینې خلک د ګوتو پرې کوونکی (thumb splitters) نوم اخلي. مخکینۍ پښې یې ځواکمنې وي او د ښکار مړه کولو لپاره یې کاروي. د ارتروپوډ مخک...