
د میرګیانو حملې ته لنډه کتنه
د میرګیانو حملې ته په انګریزي کې (seizure) وایي او خپله د میرګیانو تکلیف ته (Epilepsy) نوم اخلي. د میرګیانو حمله په مغز کې غیرې نورمال الیکتریکي فعالیت. د مغز په مخکینۍ برخه کې د ټنډې شاته پیل کیږي او په انګرېزۍ کې د میرګیو دې ډول حملې ته (frontal lobe seizure) نومونه اخلي. د میرګیو حمله تر ۳۰ ثانیو پورې مغز کې ادامه لري او ممکن د خوب حالت کې هم رامنځته شي. د مېرګیانو حمله ممکن ساده او یا پېچلې وي. ساده حمله کې ناروغ په هوښ کې وي او له خپل چاپېریال څخه خبر وي او که چېرې پېچلې وي نو اغیزمن کس بې هوښه کیږي او له خپل چاپېریال نا خبره وي.
څه د میرګیانو د حملې لامل کیږي ؟
- په خپله اېپي لېپسي یا میرګي (د میرګیانو د حملې لامل کیږي)
- په کورنۍ کې د میرګیانو تکلیف لرل
- د تبې له امله د میرګیانو حمله (febrile seizures)
- د ضربې له امله په مغز کې ټپ، په مغز کې تومور
- په مغز کې عفونیت لکه مننج...