ټولې لیکنې

Water – اوبه

Water – اوبه

ټولې لیکنې
اوبه غیرې عضوي ترکیب دی. رڼه، بې خونده، بې بویه او تقریبا بې رنګه ماده ده، د ځمکې د هایډروسفېر اصلي جوړونکی جز دی. سره له دې چې کالوریز یا اورګانیک خواړه نه چمتو کوي خو بیا هم د ټوولو پېژندل شوو ژوندیو لپاره اوبه حیاتي دي. کیمیاوي فورمول یې اوبه غیرې عضوي ترکیب دی. رڼه، بې خونده، بې بویه او تقریبا بې رنګه ماده ده، د ځمکې د هایډروسفېر اصلي جوړونکی جز دی. سره له دې چې کالوریز یا اورګانیک خواړه نه چمتو کوي خو بیا هم د ټوولو پېژندل شوو ژوندیو لپاره اوبه حیاتي دي. کیمیاوي فورمول یې H2O دی مانا یې داده چې د اوبو هر مالیکول کې د اکسیجن یو او د هایدروجن دوه اتومونه موجود وي، په کو والانسي یا کو والېنټ بانډونو او یا هم مالیکولي بانډونو سره وصل وي.   په یوه معیاري تودوخه او د فشار چاپېریال کې د اوبه غیرې عضوي ترکیب دی. رڼه، بې خونده، بې بویه او تقریبا بې رنګه ماده ده، د ځمکې د ها...
Field Marshal – په انګلستان کې فیلډ مارشال

Field Marshal – په انګلستان کې فیلډ مارشال

ټولې لیکنې
لنډیز یې اېف اې (FM) دی، له ۱۷۳۶ کال څخه د انګلستان په پوځ کې فیلډ مارشال تر ټولو لوړه رتبه ده. فیلډ مارشال د پنځه ستورو رتبه او د ناټو او اېف - ۱۰ (OF-10) کوډ لري. په سمندري پوځ کې د فیلډ مارشال رتبه له ( Admiral of the Fleet) سره او په هوایي پوځ کې له ( Marshal of the Royal Air Force) رتبې سره برابره ده. په نښان کې یې د سنټ ایډوار د تاج لاندې پاڼې وي او د فیلډ مارشال په یادو پاڼو باندې د چلیپا نښان موجود وي. د انګلستان په درېواړه سمندري ځواک، هوایي ځواک او ځمکني پوځ کې مارشال د ټول عمر لپاره افسر پاتې کیږي خو که له تقاوت وروسته په کوم پوسټ کار نه کوي نو معاش یې نیم وي. په ۱۸ او ۱۹ پېړۍ کې چې کوم فیلډ مارشالان مړه شوي له مرګ وروسته یې پوسټ تر ډېره خالي پاتې شوی.   له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته په انګلستان کې د لوی درستیز ګمارنه معیاري ګمارنه شوه او پوسټ یې خالي نه پاتې کېده. انګ...
Saint-Sulpice – سنت سولپیس

Saint-Sulpice – سنت سولپیس

ټولې لیکنې
د فرانسې په پاریس ښار کې د کتولیک عیسویانو کلیسا ده. د سنت سولپیس ماڼۍ په ختیځ کې واقع ده. له نوتر دام جامع کلیسا په کچه کې کمه اندازه وړه او په پاریس ښار کې دېمه لویه کلیسا ګڼل کیږي. په ۷ پېړۍ کې په لمړي ځل سولپیتیوس جوړه کړې او په دوېم ځل یې ودانۍ په ۱۶۴۶ کې جوړه شوې. د ویکتور هوګو له ادېل فوشې سره واده هم په همدې کلیسا کې شوی. ودانۍ یې د پاریس تاریخي اثار ګڼل کیږي.
Bayonne – بایون

Bayonne – بایون

ټولې لیکنې
په فرانسه کې ښار او کومیون دی. د نیوو او ادور سیندونو د یوځای کېدو ترمنځ واقع دی. په ۲۰۱۲ کې یې نفوس ۴۵۸۵۵ وو. په ۱۰۲۳ کال کې د لبور سیمې مرکز وو. په ۱۲ پېړۍ کې پراخ شو او د ادور سیند له پاسه لمړی پول جوړ شو. کله چې د اکیتېن ایلیانور ملکې واده وکړ د واده له امله یې بایون ښار د انګلستان د واک لاندې شو. وروسته یې د سمندري صادراتو او وارداتو له امله سوداګریز او نظامي ارزښت پیدا کړ. په ۱۱۷۷ کال کې د انګلستان ریچارډ د زمري زړه لرونکي د واک لاندې شو او له لبور څخه یې جلا کړ.   په ۱۴۵۱ کال کې د سلو کالو له جګړې وروسته بېرته فرانسې ونیوه. په تدریجي توګه یې سیندونه له خټو او زرڼو ډک شو له همدې امله پکې له انګلستان سره د سوداګریزو کیشتیو تګ راتګ بند شو. د الهمرا په نامه د فرمان له مخې له هسپانیا سېفاردیک یهودان وشړل شو او له تېښتې وروسته په بایون کې مېشت شول. سېفاردیک یهودانو له ځان سره د ...
White Fathers – سپین پوسته پلرونه

White Fathers – سپین پوسته پلرونه

ټولې لیکنې
په افریقا کې د عیسویت خپرولو د ماموریت مامورینو ته سپین پوسته پلرونه وایي. ټولنه یې د افریقا د مامورینو ټولنې ( Society of the Missionaries of Africa) په نامه یادیږي. په فرانسوۍ کې سپینو پلرونو ته (Pères Blancs) ویل کیږي. په دې ماموریت کې رسالتي یا پیغام رسونکي رومان کتولیک عیسویان موجود وي. بنسټ یې په ۱۸۶۸ کې چارلز لاویجري ایښی. د ټولنې چارې د عیسویت په اړه نورو ته زده کړه او د عیسویت تبلیغ دی تر ډېره په افریقا کې فعالیت کوي. په ۲۰۲۰ کال کې یې ۲۱۷ ټولنې لرلې، یادو ټولنو په ۴۲ هیوادونو کې تبلیغ کوه، تبلیغ کوونکي مامورین یې ۱۲۴۷ کسان وو، یاد کسان د ۳۶ مختلفو هیوادونو تابعیت لرونکي دي....
Otto von Bismarck – اوتو وان بیسمارک

Otto von Bismarck – اوتو وان بیسمارک

ټولې لیکنې
د بیسمارک شهزاده، د لوینبرګ دوک په نومونو هم یادیږي. اصلي نوم یې (von Bismarck-Schönhausen) دی. د ۱۸۱۵ کال، د اپرېل په ۱ نېټه، زېږېدلی او د ۱۸۹۸ کال، د جولای په ۳۰ نېټه، مړ شوی. د جرمني محافظه کار سیاست پوه وو، په کال ۱۸۷۱ کې یې د جرمنیانو په بیا ځلې یو کولو کې لویه ونډه اخیستې، تر ۱۸۹۰ کال پورې د جرمني لمړی وزیر وو، تر دوه لسیزو پورې یې د اروپا چارې پر مخ وړلې.   د ۱۸۶۲–۱۸۹۰ کلونو تر منځ د پروسیا لمړی وزیر او د ۱۸۶۷–۱۸۷۱ کلونو ترمنځ د شمالي جرمني د کنفدراسیون لمړی وزیر پاتې شوی. د خپل واک په اوږدو کې یې درې پرېکړه کوونکې یا قاطع جګړې د فرانسې، دنمارک او اتریش پر ضد تحریک او پیل کړې. کله یې چې اتریش ته ماته ورکړه د جرمني هغه کنفدراسیون یې له منځه یوړ کوم چې له ملي بنسټونو پورته وو او پر ځای یې د جرمني د شمال کنفدراسیون جوړ کړ، کله یې چې فرانسې ته ماته ورکړه نو د جرمني امپراتوري ...
Léon Gambetta – لیون ګامبېتا

Léon Gambetta – لیون ګامبېتا

ټولې لیکنې
د ۱۸۳۸ کال، د اپرېل په ۲ نېټه، زېږېدلی او د ۱۸۸۲ کال، د ډسمبر په ۳۱ نېټه، مړ شوی. د فرانکو پروسین د جګړې پر مهال او له جګړې وروسته د فرانسې سیاستوال وو. د فرانسې په کاهور کې زېږېدلی، پلار یې بقال وو، د مور نوم یې مسابي او د فرانسې وه. ګامبېتا په ۱۵ کې د یوې پېښې پر مهال د ښۍ سترګې لید له لاسه ورکړ. لمړۍ زده کړې یې په کاهور کې وکړې او د لوړو زده کړو لپاره په کال ۱۸۵۷ کې پاریس ته ولاړ تر څو حقوق ولولي. په محصلینو کې یې ډېر ژر نفوس وکړ خو ډېر ژر د وخت د امپراتور حکومت د دشمن په توګه وپېژندل شو.   په کال ۱۸۶۱ کې یې د فرانسې په (Conférence Molé) کې برخه واخیسته او د خبرو اترو وړتیا یې تمرین کړه. تر دې وړاندې یې کومه ځانګړې اغیزمنه چاره نه ده تر سره کړې خو په ۱۸۶۸ کې د نومبر په ۱۷ د یوه جورنالست (Delescluze) د دفاع لپاره وګمارل شو. دېلېکلوز له اعدام سره مخ وو او جرم یې د یوه کس چې د ۱...
Roman Catholic Archdiocese of Tunis – په رومان کتولیک کلیسا کې د تونس ارک دیوسیز

Roman Catholic Archdiocese of Tunis – په رومان کتولیک کلیسا کې د تونس ارک دیوسیز

ټولې لیکنې
په ۱۹۶۴ کال کې د تونس ولسمشر حبیب بورګویبا هڅه وکړه چې د کتولیک عیسویانو کلیساګانې په تونس کې وتړي. د تونس د ۱۹۵۹ کال په اساسي قانون کې کتولیک کلیسا په تونس کې قانوني تنه ده او د دې لپاره یې له کتولیک کلیسا سره د (modus vivendi bilateral agreement) په نامه تړون کړی په دې تړون کې د تونس نور خلک او حکومت له کتولیک کلیسا سره او خپله کتولیک کلیسا له نورو سره بې پرې او خنثی په سوله کې پاتې کیږي او همداسې کتولیک کلیسا ته اجازه نه ورکوي چې په تونس کې سیاسي خوځښت ولري. وروسته پاپ د ولسمشر غوښتنې ته کتنه وکړه او په مقام کې یې اصلاحات رامنځته کړل.   دا مقام د ۱۸۸۴ کال د نومبر په ۱۰ نېټه تاسیس شوی، په پیل کې یې نوم (Archdiocese of Carthage) وو او په تونس کې د هغې سیمې لپاره عیسوی مامور پرې ګمارل کېده چې د فرانسې د حمایې لاندې سیمې وې. د ۱۹۶۴ کال د جولای په ۶ نېټه یاد مقام ( territorial pre...
Cardinal – په کتولیک کلیسا کې کاردینال

Cardinal – په کتولیک کلیسا کې کاردینال

ټولې لیکنې
په کتولیک کلیسا کې کاردینا یو مقام دی، داسې بي شاپ راهب دا مقام لري چې د نورو رهبري یا لارښوونه کوي او د کتولیک کلیسا شهزاده وي. د کتولیک کلیسا کاردینال ته په لاتیني کې (Sanctae Romanae Ecclesiae cardinalis) وایي. دنده یې د پاپ لخوا په راغوښتل شوې غونډه کې ګډون وي او کله چې پاپ مړ شي نو د بل پاپ ټاکنه کې رایه اچونه وي. ډېری کاردینال مقام لرونکي په اضافي ماموریتونو کې بوخت وي. لکه د (diocese or a dicastery of the Roman Curia) رهبري کول.
Age of Enlightenment – د روڼ اندۍ دور

Age of Enlightenment – د روڼ اندۍ دور

ټولې لیکنې
د دلیل دور (Age of Reason) او یا هم په ساده توګه روڼ اندي (the Enlightenment) نومونه هم ورته اخلي. له ۱۷ تر ۱۹ پېړۍ پورې په اروپا کې فکري او فلسفي خوځښت وو او په اروپا کې یې د نظرونو په نړۍ تسلط لره. اروپایانو د رینېسانس هیومنیزم په نامه یو فکري او د تحقق خوځښت پیل کړی وو له همدې خوځښت څخه د روڼ اندۍ خوځښت راڅرګند شوی. ځینې کسان په ۱۶۸۷ کې د اسحاق نیوټن د ریاضي اصول (Principia Mathematica) خپرونه د روڼ اندۍ لمړۍ خپره شوې چاره ګڼي. د فرانسې تاریخپوهان د روڼ اندۍ دوره په رسمي توګه له ۱۷۱۵ څخه پیل شوې او په ۱۷۸۹ کې پای ته رسېدلې ګڼي خو ځینې نور بیا په دې اند دي چې د روڼ اندۍ دور د ۱۹ پېړۍ په پیل کې پای ته رسېدلی.   د روڼ اندۍ په دور کې فیلسوفانو او ساینس پوهانو په ساینسي اکاډمیو، ادبي صالونونو او کافي بارونو کې ملاقاتونه لرل او خپل نظریات یې د مجلو، چاپ شوو کتابونو او یا هم وړو رسال...
جرمنیان

جرمنیان

ټولې لیکنې
جرمنیان یو توکم دی، اصلي ځای یې مرکزي اروپا ده، خپلمنځ کې ګډ پلرونه، ګډ کلتور او تاریخ لري. د دې توکم د اکثریت وګړو مورنۍ ژبه جرمنۍ ژبه ده. د انګریزۍ ژبې (german) کلیمه د منځنیو پېړیو په پای کې د رومان کتولیک امپراتورۍ هغه نفوس ته رجوع کوله کومو چې په جرمنۍ ژبه خبرې کولې.   په ټوله نړۍ کې تقریبا ۱۰۰ میلیونه په جرمني ژبې خبرې کوونکي له دوي څخه ۸۰% خپل ځان جرمنیان ګڼي. په متحده ایالتونو، برازیل، کاناډا، سوېلې افریقا، په روسیه، قزاقستان او فرانسه کې د ۸۰ میلیونه وګړو پلرونه جرمنیان دي. په ټوله نړۍ کې تقریبا تر ۱۵۰ میلیونه پورې نفوس لري. په دې ۱۵۰ میلیونه کې د ځینو مور یا پلار جرمنۍ / جرمنی وو او یا هم دواړه جرمنیان وو.   په اوس وخت کې هغه جرمنیان چې اتریش، بلجیم، سویس، فرانسه او لوکزاموبورګ کې مېشت دي خپل تابعیت د همدې هیوادونو یادوي خو خپل توکم جرمنی ګڼي.   په ج...
Menthol – مېنتول

Menthol – مېنتول

ټولې لیکنې
مېنتول عضوي ترکیب دی. په مصنوعي توګه جوړیږي او یا هم په طبیعي توګه له نعنا، له دورګه نعنا یا د جوارو له نعنا تر لاسه کیږي. مېنتول د موم شکل کې کرېسټالین دي، سپین روښانه رنګ لري. د کوټې په تودوخه کې جامد وي خو که تودوخه تر دې لوړه شي په مایع بدلیږي. د نا ارامۍ، پړسوب او درد ارامولو ځانګړنې لري. په ټوله نړۍ کې د مرۍ د سوزي او حساسیت ضد لپاره کاریږي. مېنتول د کمزوري (kappa opioid receptor agonist) په توګه عمل کوي. په متحده ایالتونو کې په ۲۰۱۷ کې ۱۹۳ تر ټولو زیات نسخه شوي درمل وو.   جوړښت په طبیعي توګه مېنتول د یو سټېریو اېزومر په توګه موجود وي. تقریبا (1R,2S,5R) ته نږدې. اته ممکن سټېریو اېزومر یې لاندې انځور کې وګورئ    ...
Noscapine – نوسکاپین

Noscapine – نوسکاپین

ټولې لیکنې
نوسکاپین د نارکوتین، نېکتودون، انارکوتین نومونه هم اخلي. په نوسکاپین کې د پام وړ انالجیزیک یا درد ضد، اوفوریک یا د خوښۍ احساس هیپنوتیک یا د خوب ځانګړنې کموالی موجود دی. پرې د معتاد کېدو خطر هم کم دی. په بنسټیزه توګه د ټوخي ارامولو لپاره کاریږي. د لنډ مهاله ټوخي لپاره یې طب سپارښتنه نه کوي. بد اغیز یې کانګې او زړه بد والی، په ځینو خلکو کې د بدن د غړو کې د همغږۍ نشتوالی، د جنسي هورمون په تولید کې کمېدنه، د خوب تښتېدل دي.  
Codeine – کوډئین

Codeine – کوډئین

ټولې لیکنې
د اپیمو د کورنۍ درمل دي، د درد ټوخي او زړه بدوالي لپاره کاریږي. ډاکټران یې معمولا د نرم درد لپاره نسخه کوي. که چېرې له پراسټامول او یا هم له (nonsteroidal anti-inflammatory drug) لکه ای بروفین او اسپیرین سره ترکیب شي ممکن ګټه یې زیاته وي. په کوچنیانو کې یې د ټوخي لپاره تصدیق نه دی شوی. په اروپا کې تر ۱۲ کلنو کم عمر لرونکو ته نه نسخه کیږي. د خولې له لارې خوړل کیږي او په نیم ساعت کې اغیز کوي، له ۴ تر ۶ ساعتو پورې یې اغیز پاتې کیدای شي.   عام بد اغیز یې کانګې، بخار، سرګرزېدل او قبضیت دی خو که دوامداره وکارول شي ساه تنګي او معتادي پیدا کوي. د حامله ښځو لپاره یې کارونه نه ده تصدیق شوې او اغیز هم یې نه دی مالوم. کومې ښځې چې کوچنیانو ته تی ورکوي له کارولو دې ډډه وکړي.   کوډئین چې کله ځیګر ته ولاړ شي ځیګر یې تجزیه کوي او په مورفین باندې بدلیږي. په مورفین له بدلیدو سره د وخت تړا...
Papaverine – پاپاوېرین

Papaverine – پاپاوېرین

ټولې لیکنې
پاپاوېرین د اپیمو الکالوید انټي سپازموډیک درمل دي. انټي سپازموډیک هغو درملو ته وایي کوم چې د عضلاتو درد، لړزه او نښلېدنې لپاره کاریږي. په بنسټیزه توګه د هغو نیول شو عضلاتو د ارامتیا لپاره کاریږي کوم چې په ګېډه او سینه کې دي، همداسې د واسوسپازم لپاره هم کاریږي. واسوسپازم که چېرې د وینې رګ تنګ شي او د وینې جریان بند شي واسوسپازم ورته ویل کیږي، ډېر وخت واسوسپازم ژوند ګواښونکی حالت وي په ځانګړې توګه که په زړه یا مغز کې وي. یاد درمل که د نر جنسي اله نه لکیږي د لکېدو لپاره هم کاریږي. له دې پرته د (acute mesenteric ischemia) حالت د درملنې لپاره هم کاریږي په دې حالت کې د انسان وړو کلمو ته د وینې جریان بند شوی یا کم وي او په وړ کلمو کې ټپ رامنځته شوی وي. پاپاوېرین په خپل جوړښت او فارماکولوجیک عمل کې د درد ضد مورفین او مورفین ته ورته د اپیمو له تولید سره توپیر لري.   په طبي توګه یې د معدې ...
Morphine – مورفین

Morphine – مورفین

ټولې لیکنې
مورفین د درد لپاره د اپیمو د کورنۍ درمل دي. په انګرېزۍ کې هغه درمل چې له اپیمو اخیستل شوي د (opiate family) نوم ورته اخلي. په ځینو ژو او بوټو کې هم پیدا کیږي. په انسان کې هم شته. په مستقیمه توګه په مرکزي مغز کار کوي تر څو درد کم کړي. د اوږدمهاله او لنډ مهاله درد لپاره کارېدای شي. له مایوکاردیال انفرکشن او یا هم د زړه له حملې چې کوم درد پیدا کیږي د همدې درد لپاره کاریږي، په دوېم ګام کې د اولاد د زېږون د درد ارامولو لپاره هم کاریږي. د خولې له لارې خوړل کیږي، په عضله کې تذریق کیږي، د پوستکي لاندې تذریق، په رګ کې تذریق کیږي او یا هم د شوکي نخاع په چار چاپېره خالي ځای کې تذریق کیدای شي. که چېرې د خولې له لارې وخوړل شي په ۶۰ دقیقو کې بشپړ اغیز کوي خو که چېرې تذریق شي په ۲۰ دقیقو کې بشپړ اغیز کوي. له ۳ تر ۷ ساعتونو پورې یې اغیز پاتې کیږي. د اوږد مهال لپاره یې د اغیز پاتې کېدو نور فورمولونه هم شته...
British English – برتانوي انګرېزي

British English – برتانوي انګرېزي

ټولې لیکنې
په انګریزۍ کې برتانوۍ انګرېزۍ ته (Traditional English) هم وایي. په متحده پاچاي کې ویل کېدونکې او لیکل کېدونکې د انګرېزۍ ژبې معیاري لهجه ده. د متحده پاچايي په داخل کې هم دا لهجه تنوع لري د بېلګې په توګه د (wee) ستاینوم مانا یې (little) ده او تقریبا یوازې په سکاټلند، شمال ختیځ انګلستان، ایرلنډ او ډېر کم وخت په یارک شېر کې کاریږي خو په نورو سیمو کې د (wee) په ځای (little) کلیمه کاریږي. همداسې په لیکل کېدونکې انګریزۍ کې بیا متحده پاچایي د پام وړ یوالی لري.   د نړۍ په هغو سیمو کې چې انګرېزي ویل کیږي د خبرو اترو لهجه د یوې سیمې له بلې سره ډېره توپیر لري نو له همدې مخې دا ستونزمنه چاره ده چې د خبرو اترو یوې ځانګړې لهجې ته برتانوۍ انګریزي نوم وکاروو.   د برتانوۍ انګریزي د لیکلو سیستم لاتیني دی (توري یې لاتیني دي). معیاري شکلونه یې د انګلستان معیاري انګرېزي، د سکاټلند معیاري ان...
اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه

اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه

ټولې لیکنې
اقتصادي او ټولنیز بشري حقونه دي لکه د زده کړو حق لرل، سر پنا یا کور لرلو حق، د معیاري ژوند حق لرل، د روغتیا حق لرل، د قرباني په توګه حق لرل، د پوهې او کلتور حق لرل. اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه د بشري حقونو په نړیوالو او سیمه ایزو اسنادو کې شته دي او ساتنه یې کیږي. د غړو هیوادونو مسولیت دی چې د یادو حقونو احترام، ملاتړ وکړي او د پلي کولو لپاره یې دوامداره ګامونه پورته کړي.   د بشري حقونو نړیواله اعلامیه کې د یو شمېر اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونو یادونه شوې او همداسې نړیوال تړون یا میثاق د اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه په اړه قانوني سرچینه ده. د ماشوم د حقونو کنوانسیون او د ښځو ضد د هر ډول تبعیض او تعصب له منځه وړونکی کنوانسیون اقتصادي، ټولنیز او کلتوري حقونه په رسمیت پېژني او ساتنه یې کوي. د توکم ضد هر ډول تبعیض له منځه وړونکی کنوانسیون هم د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري یو ش...
Aconitum – اکونیت یا اکونیتم

Aconitum – اکونیت یا اکونیتم

ټولې لیکنې
له ډېرې مودې څخه د هند په ایورودا حکیمي طبابت او د چین په دودیزو درملو کې کاریږي. د یونان او روم په حکیمي طب کې یې هم تیوفراستوس، دیوسکورید او پلیني یادونه کړې. د سلوانیا په ځینو سیمو کې تر اوسه د دودیزو درملو په توګه کاریږي. هندیان یې په ایورودا حکیمي طب کې د (Aconitum violaceum) ډول کاروي.   مونک شوډ او ځینې نور غړي یې په لوړه کچه زهري اکونیتین او ورسره تړاو لرونکي الکالویدونه لري. دا ماده یې د نورو برخو په پرتله په ریښو او ډنډرو کې زیاته وي. اکونیتین په لوړه کچه نیوروټوکزین او کاردیوټوکزین دي په دې مانا چې زهر یې په زړه او عصبي سیستم اغیز کوي. اکونیتین د ټېټروډوټوکزین په حساسو نسجونو کې د عصبي سودیم کانالونو دوامداره ډېپولارایزېشن رامنځته کوي. دې کانالونو ته د سودیم داخلېدنه او په ډېپولارایزېشن کې یې ځنډ د تحریک وړتیا زیاتوي او دا چاره ممکن نس ناستی، د ذهن له بې نظمۍ سره تړاو ...
Main battle tank – د جګړې ټانک

Main battle tank – د جګړې ټانک

ټولې لیکنې
لنډیز یې (MBT) دی. په انګریزۍ کې ورته دوه نور نومونه (battle tank or universal tank) هم اخیستل کیږي. هغه ټانک ته وایي چې په مستقیمه توګه په هدف برید کوي او په زغره پوښل شوی وي. په اوس وخت کې د ډېرو پوځونو نظامي او جنګي عملیات ترسره کوي. پخواني ټانکونه ډېر درانده وو خو د سړې جګړې پر مهال د وسلو سیالي هیوادونه دې ته وهڅول چې په سپکو زغرو پوښل شوي، د ښه تعلیق سیستم لرونکي جوړ کړي. په ۱۹۶۰ لسیزه کې د جګړې ټانک تقریبا د نورو ټولو ټانکونو ځای ونیوه خو ځینې دندې یې سپکو ټانکونو او یا هم بکتر بند موټرو ته پرېښودې. په ۲۱ پېړۍ کې د جګړې ټانکونه د عصري پوځونو اړین عنصر ګڼل کیږي. د جګړې ټانکونه ډېر کم وخت یوازې عملیات ترسره کوي، له ټانکونوه سره زغره وال کنډکونه هم مل وي او په دې کنډک کې پیاده پوځ د ټانکونه ملتیا کوي. په دې کنډک کې ډېری وخت له پیاده پوځ سره په زغره پوښل شوي بکتر بند موټر وي، په هوا کې ...