
Horatio Herbert Kitchener – هورېشیو هربرټ کېچنر
بشپړ نوم یې (Horatio Herbert Kitchener, 1st Earl Kitchener) دی. د جون په ۲۴ نېټه، کال ۱۸۵۰ کې زېږېدلی او د جون میاشتې په ۵ نېټه، کال ۱۹۱۶ کې مړ شوی. د انګلستان د پوځ افسر، فیلډ مارشال او د مستعمرې سرپرست وو چا چې د امپراتورۍ لپاره د کمپاین له امله بد نوم ګټلی. د بدنامۍ بل لامل یې په مستعمرو کې د بوېر خلکو (Boers) ضد د ځمکو او ابادیو د سوزونې پالیسي (scorched earth policy) ده، د بوېر خلکو په دوېمه جګړه کې یې هم برخه اخیستې او د لمړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې یې هم رول لرلی.
په کال ۱۸۹۸ کې د (Battle of Omdurman) جګړې ګټونکی وبلل شو او وروسته یې د سوډان د کنټرول د ساتنې له امله رتبه لوړه شوه او ( made Lord Kitchener of Khartoum) شوو. د ۱۹۰۰–۱۹۰۲ کلونو ترمنځ د لوی درستیز په توګه یې په دوېمه بوېر جګړه کې کله چې لارډ رابرټ د بوېر جمهوریت نیوه نو هربرټ پکې کلیدي رول ولوبوه. وروسته مصر ت...