آرکئوپتریکس — Archaeopteryx
آرکئوپتریکس تر ټولو پخوانی فوسیلي (هغه ژوندي چې د تاریخ نه وړاندې ېې ژوند کاوه او اوس ېې صرف اثار پاتي) حیوانات دي. معمولا آرکئوپتریکس مارغه منل شوی تر اوسه د دې مارغانو ۸ ډولونه موندل شوي او د ټولو د موندنې ځای د جرمني باوریا دې. دا مارغان د اهاکو د ډبرو (د چونې دډبرو) په جوړښت کې موندل شوي. دې مارغانو تقریبا ۱۵۰ میلیونه کاله مخکې ژوند کاوه او په کال ۱۸۶۱ کې وپېژندل شول. تر دې وروسته ارغونپوهانو هڅې پېل کړې چې په ۲۰ او د ۲۱ پېړی په پېل کې نور ډولونه پېدا کړل چې تقریبا له آرکئوپتریکس سره برابر عمر لرونکي وو. وروسته په چین کې هم ورته حیوانات پېدا او پېژندل شول. چین زیات ارغونپوهان راټول کړل تر څو آرکئوپتریکس د ډیناسور په حیث ډلبندي کړي. دې مارغانو تقریبا د ۱۴۶ تر ۱۶۱ میلیونه کلونو مخکې ژوند کاوه چې په تاریخ کې دا دوره د ژوراسیک په نامه یادیږي. د اهاکو ډبره د ژوراسیک د دورې نامتو ډبره ده او ...