
Jean-Baptiste Donatien de Vimeur, comte de Rochambeau – د وېمور جان باپتیست
مارشال جاب باپتیست د ۱۷۲۵ کال، د جولای په ۱ نېټه، د فرانسې د اورلیانیس په ویندوم سیمه کې زېږېدلی او د ۱۸۰۷ کال، د مې په ۱۰ نېټه، په ۸۱ کلنۍ کې، د فرانسې په تورې لوار کې مړ شوی. د فرانسې اشراف او د پوځ جنرال وو. په ۱۷۸۱ کال کې، د امریکايي انقلاب دوران کې یې د متحده ایالتونو له پوځ سره په یارک ټاون کې مرسته وکړه چې د انګریزانو پوځ ته ماته ورکړي.
جان باپتیست د اورلیانېس ولایت په وینډوم کې زیږېدلی د بلوا په (Jesuit college) کې یې زده کړې کړي. کله یې چې مشر ورور مړ شو نو په اس سپاره د پوځ کنډک کې یې دنده پیل کړه او بوهیمیا او باوریا سیمه کې یې خدمت ته ادامه ورکړه. په ۱۷۴۷ کې یې د ډګروال رتبه لرله. په کال ۱۷۴۸ کې یې په (Siege of Maastricht) جګړه کې ونډه واخیسته. په کال ۱۷۴۹ کې د وینډوم والي شو. په کال ۱۷۵۶ کې یې د مینورکا په جګړه کې ونډه واخیسته او د خپلو لاسته راوړنو پایله کې یې رتبه برید جنرا...