ټولې لیکنې

Marie-Joseph-Paul – ماري جوزېف پال

Marie-Joseph-Paul – ماري جوزېف پال

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې (Marie-Joseph Paul Yves Roch Gilbert du Motier, Marquis de Lafayette) دی، په نوم کې یې د (Lafayette) املا (La fayette) هم لیکل کیږي. د فرانسې اریستوکرات یا اشراف او د فرانسې د پوځ افسر وو چا چې د امریکا په انقلابي جګړه (American Revolutionary War) کې برخه اخیستې او په مختلفو جګړو کې د امریکایي پوځ قومندان وو، په دې جګړو کې د یارک ټاون محاصره (Siege of Yorktown) جګړه هم شامله ده. وروسته چې کله بېرته فرانسې ته راوګرځېد نو د فرانسې په دوه انقلابونو کې چې یو په ۱۷۸۹ کال او بل په ۱۸۳۰ کې رامنځته شوي کلیدي شخصیت وو.   لفاېت د فرانسې د سوېل په مرکز کې د شوانیک ولایت په یوه شتمنه ځمکه لرونکې یا د خانانو په کورنۍ کې زېږېدلی. په کم عمر کې یې د فرانسې جګړیز دودونه تعقیب کړل او په ۱۳ کلنۍ کې پوځي افسر شو. وروسته یې فکر کوه چې د امریکا د انقلابي جګړې اشرافي دی او له همدې امله ی...
Horatio Herbert Kitchener – هورېشیو هربرټ کېچنر

Horatio Herbert Kitchener – هورېشیو هربرټ کېچنر

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې (Horatio Herbert Kitchener, 1st Earl Kitchener) دی. د جون په ۲۴ نېټه، کال ۱۸۵۰ کې زېږېدلی او د جون میاشتې په ۵ نېټه، کال ۱۹۱۶ کې مړ شوی. د انګلستان د پوځ افسر، فیلډ مارشال او د مستعمرې سرپرست وو چا چې د امپراتورۍ لپاره د کمپاین له امله بد نوم ګټلی. د بدنامۍ بل لامل یې په مستعمرو کې د بوېر خلکو (Boers) ضد د ځمکو او ابادیو د سوزونې پالیسي (scorched earth policy) ده، د بوېر خلکو په دوېمه جګړه کې یې هم برخه اخیستې او د لمړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې یې هم رول لرلی.   په کال ۱۸۹۸ کې د (Battle of Omdurman) جګړې ګټونکی وبلل شو او وروسته یې د سوډان د کنټرول د ساتنې له امله رتبه لوړه شوه او ( made Lord Kitchener of Khartoum) شوو. د ۱۹۰۰–۱۹۰۲ کلونو ترمنځ د لوی درستیز په توګه یې په دوېمه بوېر جګړه کې کله چې لارډ رابرټ د بوېر جمهوریت نیوه نو هربرټ پکې کلیدي رول ولوبوه. وروسته مصر...
Charles Lavigerie – چارلز لاویجري

Charles Lavigerie – چارلز لاویجري

ټولې لیکنې
د ۱۸۲۵کال، د اکتوبر په ۳۱ نېټه، د فرانسې په بایون سیمه کې زېږېدلی او ۱۸۹۲ کال، د نومبر په ۲۶ نېټه، د الجیریا په الجیر کې مړ شوی. د فرانسې کاردینال او او د کارتاج او الجیر ارکيبي شاپ وو. د عیسویت د کتولیک ډلې روحاني وو او په فرانسه کې یې د ارکیبي شاپ مذهبي مقام لره. چارلز لاویجري فرانسوی کتولیک ماموریت تاسیس کړ تر څو په ټوله افریقا کې عیسویت ته کار وکړي. د شمالي افریقا او د افریقا سوېل کې یې تور پوسته عیسویت ته را وبلل. پخوا اروپایانو افریقایان غلامان کول او دوي به یې پلورل د لاویجري دوېمه چاره د غلامۍ ضد کلکه مبارزه وه. په افریقا کې یې د عیسویت تبلیغ کوونکو ته (white father) مقام تاسیس کړ. په درېم ګام کې یې د عیسویت نور مامورین سوډان، سهارا، تونس او تریپولیتانیا ته ولیږل. په اروپا کې یې د هڅو ملاتړ د کتولیک عیسویانو پاپ او د جرمني سیاست پوه اوتو ون بیسمارک کوه. په ورته وخت کې د فرانسې حک...
Immanuel Kant – ایمنوېل کانټ

Immanuel Kant – ایمنوېل کانټ

ټولې لیکنې
د ۱۷۲۴ کال، د اپرېل په ۲۲ نېټه، د پروسیا پاچایي په کونیکزبرګ کې کوم چې اوسمهال د روسې کالینینګراد ښار دی زېږېدلی او د ۱۸۰۴ کال، فېبرورۍ په ۱۲ نېټه، د پروسیا پاچایي په کونیکزبرګ کې مړ شوی. مذهب یې د لوېدیځ فلسفه وه، د روڼ اندۍ په دور کې یې ژوند کړی. د جرمني فیلسوف وو. مور یې انا نېګینا روټر کونیکزبرګ کې زېږېدلې او د ۱۶۹۷–۱۷۳۷ ترمنځ یې ژوند کړی په ۱۹۴۶ کې د دې ښار نوم کالینینګراد ته بدل شو. پلار یې جوهان جورج کانټ د جرمني د نورېمبرګ ښار وو. پلار یې د اسانو لپاره د زین او نورو وسایلو جوړونکی وو.   کانټ ګمان کوه چې د پلرونو اصلي ځای یې سکاټلنډ دی خو په دې اړه کوم ثبوت نشته خو ډېر خلک ګمان کوي چې اصلیت یې د لیتوانیا دی. د کانټ مور او پلار ۹ بچیان لرل او خپله یې څلورم اولاد وو. کورنۍ یې عیسویان وو او په پیل کې یې نوم (Emanuel) پرې ایښی خو وروسته یې خپل نوم (Immanuel) ته بدل کړ. کانټ...
Jacques-René Hébert

Jacques-René Hébert

ټولې لیکنې
د ۱۷۵۷ کال، د نومبر په ۱۵ نېټه، د فرانسې په الانسو کې زېږېدلی او د ۱۷۹۴ کال د مارچ په ۲۴ نېټه، په پاریس کې مړ شوی. د فرانسې د انقلاب په دوران کې د فرانسې جورنالست او د (Le Père Duchesne ) افراطي ورځپاڼه تاسیس کوونکی وو. د (Hébertists) سیاسي ډلې مشر کومې چې زرګونه افراطي پلویان لرل. ډېر خلک یې د خپلې ورځپاڼې (Le Père Duchesne) په نامه یادوي.   په بورژوا کورنۍ کې زېږېدلی وو، په کال ۱۷۸۰ کې پاریس ته راغی او لس کاله ژوند یې په غربت کې تېر کړل. په کال ۱۷۸۹ چې کله د فرانسې انقلاب ته لمن ووهل شوه نو جک یې په ډېره زیاته علاقمندۍ سره استقبال وکړ. په کال ۱۷۹۰ کې یې په لیکنو پیل وکړ لمړۍ لیکنې یې سیاسي خندونکي طنزونه وو. ورځپاڼه یې په لمړي ځل د ۱۷۹۰ په نومبر کې راڅرګنده شوه او ډېره ژر د فرانسې د انقلاب بریالۍ ورځپاڼه شوه. په خپلې ورځپاڼې کې یې ډېر تمرکز پر اشرافو او د اشرافو پر حکومت کړ...
Share
Hide Buttons