غړو ته یې د اطلس سمندر کوني کبر، سارایي موږک کوني کبر (sand crabs, or mole crabs) عام نومونه اخلي. په سمندر غاړه کې د څپو او وچې ترمنځ په شګو کې سوریان جوړوي. خپل انتنونه د خوړو د فلټرو کولو لپاره کاروي.
تشرېح
بیلر ته ورته جوړښت لري. بهرنۍ اسکلیټ یې ډېر کلک دی. د دې وړتیا لري چې د څپو پر مهال د کولېدو یا رغړېدو لپاره خپل غړي بدن پسې نږدې کړي، انتنونه یې بڼکو ته ورته وېښته لري کوم چې د رژېدلو توکو او پلانکټون د فلټر کولو لپاره کاروي.
نر یې معمولا تر ښځې په کچه کې کوچنی وي. په (Emerita rathbunae) ډول کې کوچنی نر د ښځې پښې پسې نښتی وي. ښځه یې له ۸ تر ۳۷ ملي متره پورې اوږدوالی لري. نر یې په هر ډول کې توپیر لري له ۲.۵ ملي متره نیولې تر ۳۷ ملي متره پورې اوږده پکې شته.
په معتدلو او نیمه معتدلو سیمو کې پیدا کیږي خو ځینې ډولونه یې یوازې په محدودو سیمو کې ژوند کوي. د افری...