ټولې لیکنې

Angora goat – انګورا وزې

ټولې لیکنې
د وزو کورنۍ شوی نسل ده، اصلي ځای یې د پخوانۍ کوچنۍ اسیا انګورا ولسوالۍ ده. ورېښمینه اوږده وړۍ یې سوداګریز ارزښت لري، وړۍ ته یې انګرېزۍ کې ځانګړی نوم (mohair) اخیستل کیږي. په ۱۸ پېړۍ کې اروپا ته صادرې شوې. وروسته افریقا او امریکا ته هم انتقال شوې.   انګورا بدن کې له نورو کورني شوو پسونو او وزو وړې دي. دواړه نر او ښځه یې ښکرونه لري، لاندې زوړند غوږونه لري. د بدن وېښته یې د کش کېدو وړ فایبر ده او له وړۍ سره په نرموالي او ځلا کې توپیر لري.  

Boer – بویر وزه

ټولې لیکنې
د سوېلې افریقا د وزو کورنی شوی نسل ده، په ټوله نړۍ کې زیاته د غوښې تولیدونکې وزه ګڼل کیږي. په سوېلې افریقا، نیوزلنډ، استرالیا، متحده ایالتونو، کاناډا، انګلستان او د نړۍ نورو سیمو کې میلیونونه وزې شته دي. ډېر خلک یې د دې لپاره خوښوي چې ژر یې وزن زیاتیږي، د بدن کچه یې تر نورو وزو غټه ده، ارام طبیعت لري او مقاومت لرونکی بدن لري.   که چېرې یې نر یې د نورو وزو سره د نسل اخیستنې په موخه یو ځای شي پورته یادې شوې ځانګړنې یې په فرعي نسل کې هم شته وي. په درې کاله کې دوه ځلې بلاربېدای شي خو په دوه کاله کې هم امکان لري. ۵ میاشتې یې د بلاربښت موده ده تر درې میاشتو پورې د خپلو بچیانو پالنه کوي او له هغې وروسته بیا بلاربېدای شي. په لمړي ځل یو بچی زېږوي خو وروسته دوه یا درې بچیان زېږوي، د کال په هر وخت کې د مثل تولید کولای شي.   بویر په الماني ژبه کې بزګر ته وایي او په ۱۹۵۹ پېړۍ کې ا...

Ibex – ای بېکس وزه

ټولې لیکنې
د نه ښوېدونکو پښو لرونکې ځو اکمنې وزې دي، د بویدای کورنۍ (family Bovidae)، د کاپرا نسل (genus Capra) او د ارتیو دکتیلا ډلې (order Artiodactyla) غړې دي. د اسیا، اروپا او شمال ختیځې افریقا په غرونو کې پیدا کیږي.   د اروپا ای بېکس د الپین ای بیکس (Alpine, ibex) په نامه هم پېژندل کیږي، علمي نوم یې (C. ibex ibex) ده. نر یې تر ۱۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي، ښځه یې تر ۵۰ کیلو ګرامه پورې وزن لري. د نر قد یې تر ۹۰ سانتي متره او د ښځې تر ۸۰ سانتي متره پورې رسیږي. له نصواري تر خړ پورې رنګ لري کوم چې د بدن لاندې برخو کې ډېر تېز وي. په اوړي کې په لوړو غرونو کې وي خو په ژمي کې د غرو لمنو ته راکوزیږي. نران یې جلا او ښځې جلا رمو کې ژوند کوي خو ډېر زاړه شوي نران یې یوازې ژوند کوي. پخوا په مرکزي او لوېدیځو الپ غرونو کې ډېر زیات وو خو اوسمهال یې شمېر ډېر کم ده. په ایټالیا کې ښکار قانون بند کړی او فر...

Goat – وزه

ټولې لیکنې
وزې شخوند وهونکې، تی لرونکې، په داخل کې خالي ښکر لرونکي ژوي دي، له کاپرا نسل (genus Capra) سره تړاو لري. لنډې لکۍ، د پسونو په پرتله سیده وېښته لري. په انګرېزۍ کې یې عام نوم (goat) ده، نر ته یې (buck or billy) نومونه اخلي، ښځې ته یې (does or nanny) وایي او بچیانو ته ېی (kid) نوم کاریږي. د مارخور او ای بېکس ډولونه یې وحشي دي.   د کورنیو وزو نسل له (pasang) زېږېدلی علمي نوم یې (Capra aegagrus) ده او اصلي ځای یې ګمان کیږي چې اسیا ده, تر ټولو زاړه پېژندل شوي د فارس دي. په چین، انګلستان، شمالي امریکا او اروپا کې وزه په بنسټیزه توګه د شیدو تولیدونکې ده او د شیدو له ډېرې برخې یې پنیر جوړیږي. دوه وزې کولای شي د یوې کورنۍ د شیدو اړتیا پوره کړي او په هغو سیمو کې چې د غوییزو ساتنه امکان نلري ډېر خلک وزې ساتي. په ګرمو سیمو کې تر غوا کمې شیدې کوي خو په سړو سیمو کې تر غوا ښې شیدې کوي. ځینې نسل...

ایزوپود

ټولې لیکنې
د ډلې نوم ېې ایزوپودا، د کلاس نوم ېې کروستاسیا، په شکل کې له یو بل سره توپیر لري، په سمندر او تازه اوبو کې ژوند کوي او په وچه کې اوسېدونکي ډولونه هم لري. کوم چې په سمندر کې ژوند کوي پرازیتي دي. تراوسه ېې ۱۰،۰۰۰ ډولونه پېژندل شوي. اوږدوالی ېې له ۰.۷ میلي متره تر ۳۵ میلي متره پورې رسیږي. یو ډول ېې چې په کریبین سمندر کې ژوند کوي تر ۳۵ سانتي متره پورې اوږدیږي. 

پاچا چنګاښ – King crab

ټولې لیکنې
بل نوم ېې الاسکان پاچا چنګاښ او جاپانی چنګاښ ده. د ډلې نوم ېې دیکاپودا او دکلاس نوم ېې مالاکوستراکا ده. د خوړلو وړ ده او د جاپان په اوبو کې پېدا کیږي. وزن ېې تقریبا ۵ کیلوګرامه پورې رسیږي او هر کال ډېر زېات په سمندر کې د سوداګرۍ لپاره نیول کیږي.

Krill – کرېل

ټولې لیکنې
د سخت پوستو ټول هغه غړي دي چې په اوفوزیاسیا ډله (order Euphausiacea) کې شامل دي او د اوفوزیا نسل (genus Euphausia) جوړوي. اوفوزید (Euphausiids) د اوبو ملخ (shrimp) ته ورته ژوي دي. د اوبو له ملخ سره یې توپیر په لامبو وهونکو پښو کې برانشونه (gills) دي او کمې پښې یې د خوړو لپاره بدلون مومي. د بدن اوږدوالی یې له ۸ تر ۶۰ ملي متره پورې ده. تر اوسه پورې ۸۲ ډولونه مطالعه شوي. بدن یې رڼا کوونکي غړي (bioluminescent organs or photophores) لري او له همدې امله د شپې ښکاري. د ډېرو نورو ژو لپاره د سمندر په ځینو برخو کې د خوړو په توګه زېات ارزښت لري. ځینې مرغان، کبان او نهنګان په ځانګړې توګه نیله نهنګ خپل ځان پرې تغذیه کوي. خپلمنځ کې لویه ډله سره راغونډیږي چې ډېر وخت د سمندر د اوبو سطحې ته نږدې او یا تر ۲۰۰۰ متره په ژوره کې وي. ...
Pierre-André Latreille – پییر اندرې لاتری

Pierre-André Latreille – پییر اندرې لاتری

ټولې لیکنې
د نومبر په ۲۹ نېټه، کال ۱۷۶۲، د فرانسې په بریو له ګی یارد کې زېږېدلی او د فیبروري په ۶ نېټه، کال ۱۸۳۳، پاریس کې مړشوی. د فرانسوي ژوي پېژندونکی (zoologist) وو او د عیسویانو د کتولیک ډلې راهب وو څوک چې د حشرو پېژندنې (entomology) پلار ګڼل کیږي. پییر اندرې په لمړي ځل له تفصیل سره حشرې او سخته پوسته ژوي ډلبندي کړي.   د طبیعي تاریخ شاګرد وو او مذهبي زده کړې یې کړې وې تر څو راهب شي. په کال ۱۷۸۶کې، په پاریس کې پر خپلې دندې ټاکل شوی وو. لمړي کتاب یې (Précis des caractères génériques des insectes disposés dans un ordre naturel) د حشرو پېژندنې لپاره د ساینسي مطالعې بنسټ کېښود. له دې پرته پییر اندرې د ۱۸۰۲–۰۵ کلونو تر منځ (Histoire naturelle générale et particulière des crustacés et insectes, 14 vol) یې لیکلی او خپور کړی.  ...
Majoidea – ماجو ایډیا

Majoidea – ماجو ایډیا

ټولې لیکنې
د کوني کبر چنګاښ لمړۍ کورنۍ ده. مختلف ډوله غڼه کوني کبر یا غڼه چنګاښ (spider crabs) پکې شامل دي. ډلبندي په ماجو ایډیا کې پنځه کورنۍ شاملې دي. Epialtidae Inachidae Inachoididae Majidae Oregoniidae دوه کورنۍ (Pisidae and Tychidae) اوسمهال د (family Epialtidae) فرعي کورنۍ ګڼل کیږي او نومونه یې (Pisinae and Tychinae) ته بدل شوي. همداسې (Mithracidae) کورنۍ هم اوسمهال په (family Majidae) کورنۍ کې فرعي کورنۍ ده او نوم یې (Mithracinae) ته بدل شوی. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم ارتروپوډا فرعي فایلم کروستاسیا کلاس  مالاکوستراکا ډله دیکا پودا له ډلې لاندې براکیورا  ...
Cephalocarida – سېفالو کاریدا

Cephalocarida – سېفالو کاریدا

ټولې لیکنې
د کلک پوستو یا کروستاسیا فرعي فایلم کې ډلبندي شوی کلاس دی. د اوبو په تل کې د ژوند کوونکو ۱۲ ډولونه پکې شامل دي، د کلاس غړو ته یې نعل ډوله د اوبو ملخ (horseshoe shrimp) عام نوم اخلي. په ۱۹۵۵ کې هورډ اېل سنډرز په لمړي ځل موندلي. له (Remipedia in the Xenocarida) سره یو ځای ګروپ شوي. ټول سېفالوکاریدان د یوې کورنۍ (Hutchinsoniellidae) غړي دي. تر اوسه یې فوسیل نه دی موندل شوی. ډېری پوهان یې د کروستاسیا لمړني چنګاښونه ګڼي. تر ۱۵۰۰ متره پورې ژورو اوبو کې، په هر ډول رسوب کې پیدا کیږي. په سمندر کې په هر ډول رژېدلو توکو ځان تغذیه کوي. تشرېح او اناتومي هېرمافروډیټیک (hermaphroditic) کلک پوسته دي - هېرمافروډیټیک داسې ژوندي ته وایي چې خپل ځان کې دواړه د نر او ښځې تناسلي الې لري او په یوازې ځان د مثل تولید کولای شي. له ۲ تر ۴ ملي متره پوره اوږدوالی لري. غټ سر لري، د سر وروستۍ څنډه یې د سینې لمړۍ...
Mantis shrimp – د اوبو ښکاري ملخ

Mantis shrimp – د اوبو ښکاري ملخ

ټولې لیکنې
ښکاري د اوبو ملخ هر څه خوړونکی سمندري کلک پوسته دی. په ستوماتوپودا کلاس کې ډلبندي شوي. تقریبا ۳۴۰ میلیونه کاله وړاندې د مالاکوستراکا کلاس له نورو ډولونو رامنځته شوي. معمولا تر ۱۰ سانتي متره پورې اوږدیږي خو ځینې یې تر ۳۸ سانتي متره پورې اوږده هم شته. قاب، کاسه یا کاراپاس یې یوازې د سر وروستۍ برخه او د تنې لمړۍ څلور برخې پوښلې وي. د بدن رنګ یې له نسواري نیولی تر روښانه رنګونو پورې وي. تر اوسه یې تر ۴۵۰ زیات ډولونه پېژندل شوي. د استوایي او نیمه استوایي سیمو د سمندرونو په کمو ژورو اوبو کې ژوند کوي. پخوانیو اشوریانو ورته د سمندر ملخ نوم اخیسته. د استرالیا خلک ورته قاتل ملخ نوم اخلي. که چېرې په لاس کې واخیستل شي نو لاس سخت ټپي کولای شي او له همدې امله انګریزۍ کې ورته ځینې خلک د ګوتو پرې کوونکی (thumb splitters) نوم اخلي. مخکینۍ پښې یې ځواکمنې وي او د ښکار مړه کولو لپاره یې کاروي. د ارتروپوډ مخک...
Ostracod – اوسټرا کوډ

Ostracod – اوسټرا کوډ

ټولې لیکنې
جمع یې دواړه ډوله (Ostracods or ostracodes) لیکل کیږي. د کلک پوستو یا کروستاسیا (اوسټراکوډا) ګلاس دی. په انګریزۍ کې ورته تخم د اوبو ملخ (seed shrimp) نوم هم اخلي. تقریبا ۷۰۰۰۰ ډولونه لري، اوسمهال کې ژوندي ډولونه یې تقریبا تر ۱۳۰۰۰ پورې دي. په اوسمهال کې ژوندي ډولونه یې په مختلفو ډلو کې ډلبندي شوي. واړه کلکه پوسته دي، اودږوالی یې تقریبا تر ۱ ملي متر پورې دی خو ځینې ډولونه یې تر ۳۰ ملي متره پورې هم رسیږي. بدن یې یو بل اړخ کې هوار شوی وي او په کلسیمي صدف پوښل شوی وي. اوسټراکوډ د ناخالصې مورفولوجي پر بنسټ سره ګروپ شوي. په ایکولوجیکي توګه اوسټراکوډ یا د زو پلانکټون (zooplankton) برخه وي او یا د بېنتوس (benthos) برخه وي - زو پلانکټون هغه ژوي ته وایي چې تازه اوبو کې یا د سمندر اوبو کې بهیږي او یا بې منزله تګ پکې کوي، بېنتوس هغه ژوي ته وایي کوم چې د اوبو تل کې اوسي. په اوسټراکوډ کلاس کې (Myodoco...
Mystacocarida – میسټاکوکاریډا

Mystacocarida – میسټاکوکاریډا

ټولې لیکنې
د کروستاسیا یا کلک پوستو فرعي کلاس دی. د مایو بېنتوس (meiobenthos) برخه جوړوي - مایو بېنتوس ته مایو فونا (meiofauna) هم وایي د اوبو تل کې هغه واړه بې شمزي دي چې د سمندر او تازه اوبو تل کې ژوند کوي. میسټاکوکاریډا تر یو ملي متر پورې اوږدوالی لري، د شګو لرونکو سمندر غاړو کې ژوند کوي خو یوازې دې سیمو کې محدود نه دي. د ۲۰۱۲ کال تر اکټوبر میاشتې پورې یې ۱۳ ډولونه تشرېح شوي وو، دیارلس ډولونه یې په دوه نسلونو کې سره وېشل شوي. په (Derocheilocaris) نسل کې ۸ ډولونه او په (Ctenocheilocharis) نسل کې ۵ ډولونه ځای شوي. لمړی یې په ۱۹۳۹ کال کې د متحده ایالتونو د نیو اېنګلنډ سیمې په سمندر غاړه کې پېژندل شوی. د امریکا د سوېل او شمال په سمندر غاړو کې، د افریقا د سوېل او لوېدیځې مدیترانې په سمندر غاړو کې پیدا کیږي. په نوره نړۍ کې ممکن شته وي خو مطالعه شوي نه وي. تشرېح تر یو ملي متر پورې یې د بدن کچه ر...
Mysida – مای سیډا

Mysida – مای سیډا

ټولې لیکنې
مای سیډا د اوبو ملخ ته ورته کلک پوسته یا کروستاسیا دي. په مالاکوسټراکا کلاس کې ډلبندي شوي. غړو ته یې عام نوم اوپوسم د اوبو ملخ (opossum shrimps) کاریږي. ښځه یې د مارسوپیل تی لرونکو په څېر کڅوړه لري او له همدې امله پرې د اوپوسم نوم ایښودل شوی، اوپوسم هم مارسوپیل دي او ښځه یې د بچیانو د ساتنې لپاره کڅوړه لري. مای سیډا د خپلو لاروا بچیانو په همدې کڅوړه کې پالنه کوي. مای سیډ ساقه لرونکې یوه جوړه سترګې لري، دوه جوړه انتنونه لري، سینه یې په ۸ برخو وېشل شوې وي. د سینې هره برخه یې ضمیمه شوي یا ورپسې نښتي غړي لري، د سینې ټولې برخې یې کلکې کاسې، قاب یا کاراپاس لاندې پټې وي. ګېډه یې په شپږ برخو وېشل شوې وي او وړې ضمیمې یا ورپسې نښتي غړي لري. مای سیډ د نړۍ د ټولو سمندرونو په کمو او زیاتو ژورو اوبو کې پیدا کیږي. ممکن د سمندر تل کې او یا سطحې ته نږدې ژوند کوونکي وي. کوم چې د سمندر د اوبو تل کې ژوند کو...
Armadillidiidae – ارما ډیليډي ایډی

Armadillidiidae – ارما ډیليډي ایډی

ټولې لیکنې
د لرګیو د سپږو کورنۍ ده، په وچه کې اوسېدونکي کلک پوسته یا کروستاسیا دي، په اېزو پوډا ډله کې ګروپ شوي. د لرګیو د سپږو د نورو کورنیو برعکس د دې کورنۍ غړي کولای شي ځان د توپ په څېر تاو کړي. د توپ په څېر تاوېدنې ځانګړنه یې په زر پښي پېل او ځینې نورو ژو کې هم شته. په انګرېزۍ کې (pill) ګولۍ ته وایي، دوېمه مانا یې یې د جاکټ یا له وړۍ جوړې شوې ټوټې پر سطحه له تارونو غوټې جوړېدو ته وایي کوم چې ډېری وخت د زړېدو له امله وي. د دې سپږې نوم هم له همدې جوړښت اخیستل شوی. د دې کورنۍ غړو ته (Roly polies, slaters, potato bugs, doodle bugs and cheeselogs) نومونه هم اخلي. ډېر ډولونه یې د مدیترانې د سمندر سره سیمو کې پیدا کیږي خو یو څو ټولونه یې د اروپا په ډېرو سیمو کې ژوند کوي. د (Armadillidium vulgare) ډول یې د متحده ایالتونو نیو انګلنډ سیمې ته په ۱۹ پېړۍ کې انتقال شوی او اوسمهال د شمالي امریکا لویې برخې ته ...
Mary Jane Rathbun – ماري جېن راتبن

Mary Jane Rathbun – ماري جېن راتبن

ټولې لیکنې
د جون میاشتې په ۱۱ نېټه، کال ۱۸۶۰، د متحده ایالتونو د نیویارک په بوفالو کې زېږېدلې او د اپرېل په ۴ نېټه، کال ۱۹۴۳، په واشنګټن ډي سي کې مړه شوې. د امریکا ژوي پېژندونکې وه چا چې د کروستاسیا یا د چنګاښ کورنۍ (Crustacea) د ډلبندۍ (taxonomic) بنسټیز مالومات تاسیس کړي.   په ۱۸۸۱ کې یې د خپل ورور رېچارډ راتبن (Richard Rathbun) په غوښتنه له (Woods Hole Marine Research Center in Massachusetts) سره رضاکارانه کار پېل کړ. له سمندري چارو سره یې علاقه ډېره ژر پیدا شوه او په کال ۱۸۸۴ کې د (the U.S. Fish Commission) لخوا دنده ورکړل شوه تر څو د سمندري ژو نوملړ یا منځپانګه ترتیب کړي. په کال ۱۸۸۶ کې یې دنده (Division of Marine Invertebrates of the National Museum in Washington, D.C) ته بدله شوه او هلته یې د تعمیر ساتنه کوله.   په کال ۱۸۹۱ کې یې ساینسي لیکنې پېل کړې او پرله پسې یې تقری...
Talitridae – ټالیټریډي

Talitridae – ټالیټریډي

ټولې لیکنې
ټالیټریډي د امفو پوډ ډلې یوه کورنۍ ده. کوم چې په وچه کې ژوند کوونکي دي د (landhoppers) نوم ورته اخیستل کیږي او کوم چې په سمندر غاړو کې ژوند کوي د (sandhoppers) نوم ورته اخیستل کیږي او ځینې خلک یې بیا د شګو ګونګټه (sand fleas) بولي. ریښتینې ګونګټې یا سایفونپټېرن (siphonapteran) نه دي. انسان نه چیچي او یوازې د شګې لرونکې سمندر غاړې کې هم محدودې نه دي. سمندري امفو پوډ ډیری وخت د څپو په ذریعه سمندر غاړو ته راوړل کیږي خو که چېرې سیمه وچه شي ډېر ژر مړه کیږي خو برعکس ټالیټریډ تر ډېره په وچو شګو کې ژوندي پاتې کیږي. د سوېلې نیمې کرې د ټالیټریډ ځینې ډولونه په بشپړ توګه په وچه کې ژوند کوونکي دي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم ارتروپوډا فرعي فایلم کروستاسیا کلاس  مالاکوستراکا له ډلې پورته پېراکاریډا ډله امفوپوډا لمړۍ کورنۍ ټالیټروایډ...
Caprellidae – کاپرېلیډي

Caprellidae – کاپرېلیډي

ټولې لیکنې
د امفوپوډ کورنۍ ده. د غړو عام نوم یې اسکلیټي د اوبو ملخ (skeleton shrimp) دی. عام نوم یې له نازک تار ته ورته بدن څخه اخیستل شوی. د بدن د جوړښت له امله یې د غټ الګي، برایزوان او هایډرویډ ترمنځ په ډېره اسانۍ پټېدلای شي. ځینې خلک ورته اروا د اوبو ملخ (ghost shrimp) نوم هم اخلي. تشرېح د نري اوږد بدن له امله یې له نورو امفوپوډ سره په اسانۍ توپیر کېدای شي. تنه یې په درې برخو وېشل کېدای شي سیفالون یا سر (cephalon)، توراکس یا سینه (pereon or thorax) او ګېډه. د بدن د اوږدوالي زیاته برخه یې سینه جوړوي. سینه یې په اووه برخو وېشل شوې او برخو ته یې (pereonite) نوم اخلي. سر یې د سینې له لمړۍ برخې سره او بې کچې وړه شوې ګېډه یې د سینې له وروستۍ برخې سره نښتې. دوه جوړه انتنونه لري. د انتنونونو لمړۍ جوړه یې د دوېمې پرتله اوږده ده. په سر کې یې (mandibles, maxillae, and maxillipeds) شامل دي کوم چې د خ...
Share
Hide Buttons