ټولې لیکنې

Portunidae – پورټیونیډای

Portunidae – پورټیونیډای

ټولې لیکنې
د کوني کبر چنګاښونه کورنۍ ده. غړو ته یې لامبو وهونکی کوني کبر (swimming crab) نوم اخلي. تشرېح پورټیونیډ کې د پښو څلورمه جوړه پایډل ته ورته هواره وي او د لامبو وهلو لپاره یې کاروي. د پښو د څلورمې جوړې هواروالی او د نورو منګولو تېره والی یې له پورټیونیډ چټک ښکاري جوړوي. ډېری ډولونه یې سمندر غاړې په اوږدو کې ژوند کوي لکه د اروپا سمندر غاړې کوني کبر د ډول علمي نوم یې (Carcinus maenas) دی، نیله کوني کبر د ډول علمي نوم یې (Callinectes sapidus) دی، مخملي کوني کبر د ډول علمي نوم یې (Necora puber) دی. ځینې ډولونه یې سوداګریز ارزښت لري لکه تور کوني کبر او د خټو کوني کبر. ځینې مسلکي کسان په دې کورنۍ کې (Carcinidae, Catoptridae and Macropipidae) جلا کورنۍ ګڼي خونور یې بیا د همدې کورنۍ فرعي کورنۍ ګڼي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم ارتروپوډا فرعي فایلم کروستا...
Notostraca – نوټوسټراکا

Notostraca – نوټوسټراکا

ټولې لیکنې
په نوسټراکا ډله کې یوازې یوه کورنۍ ټرایوپسیډای (Triopsidae) شامله ده. د کلک پوسته یا کروستاسیا ګروپ دی. غړو ته یې سپر د اوبو ملخ او د چونګښې بچي ته ورته د اوبو ملخ (tadpole shrimp or shield shrimp) نومونه اخلي. ټاډ پول انګریزۍ د هر دوه ژواکي لکۍ لرونکي لاروا ته وایي. هوار کاراپاس یا کلکه کاسه لري. یوه جوړه ترکیبي سترګې لري. ګېډه یې اوږده ده او داسې ښکاري چې په برخو وېشل شوې. په انګرېزۍ کې د ارتروپوډ د لکۍ برخې ته (telson) نوم اخلي، د لکۍ برخه کې یې دوه اوږدې څانګې شوې برخې دي. نوسټراکا هر څه خوړونکي دي، د لنډمهاله اوبو او کمو ژورو بندونو په تل کې ژوند کوي. په چلند، مورفولوجي او فزیولوجي کې د بدلون له امله یې د ډولونو په کچه پېژندنه ستونزمنه ده، په چلند، مورفولوجي او فزیولوجي کې بدلون ته په انګرېزۍ کې (Phenotypic plasticity) وایي. تشرېح له ۲ تر ۵ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. د ...
Tanaidacea – ټانېډسیا

Tanaidacea – ټانېډسیا

ټولې لیکنې
د ټانېډسیا ډلې ته ټانېډ (tanaids) نوم هم اخلي. په مالاکوسټراکا کلاس کې کوچنی ګروپ جوړوي. ټانېډ ډله کې تقریبا ۹۴۰ ډولونه شامل دي. تشرېح ټانېډ واړه د اوبو ملخ ته ورته ژوي دي. اوږدوالی یې له ۰.۵ تر ۱۲۰ ملي متره پورې رسیږي. ډېری ډولونه یې له ۲ تر ۵ ملي متره پورې اوږدوالی لري. کلکې کاسې یا کاراپاس یې د سینې دوه برخې پوښلې وي. سینه کې درې جوړه ضمیمې یا ورپسې نښتي غړي لري. د بدن په ځینو برخو خټه کې سوریان جوړوي. د سینې نورې شپږ برخې یې غړي نه لري. د ګېډې پنځه برخو کې یې د لامبو وهلو لپاره غړي موجود وي. لکۍ کې یې یوه جوړه څانګو ته ورته شکل موجود وي. برانشونه یې د کاراپاس داخلي سطحه کې وي. د سینې غړي یې د خولې لور ته توکي د فلټر کولو او ځان تغذیه کولو لپاره ټیل وهي. ځینې ډولونه یې یوازې نور واړه ژوي ښکار کوي او ځان پرې تغذیه کوي خو ځینې ډولونه بیا په دواړو ښکار او د اوبو په فلټر کولو ځان ت...
Japanese spider crab – جاپانی غڼه کوني کبر

Japanese spider crab – جاپانی غڼه کوني کبر

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Macrocheira kaempferi) دی. د سمندري کوني کبر یو ډول دی، له جاپان سره چار چاپېره اوبو کې ژوند کوي. تر ټولو ارتروپوډ ژو اوږدې پښې لري. درې لاروا دورې او یوه (prezoeal) پړاو تېروي تر څو بشپړ ودې ته ورسیږي. په (Macrocheira) نسل کې مختلف ډولونه شامل دي، دوه فوسیلي ډولونه ( M. ginzanensis and M. yabei) یې د میوسین وخت دي او په جاپان کې موندل شوي. جاپانی غټ کوني کبر په جاپان کې تر ټولو خوندور خواړه دي او سوداګریز ارزښت لري. اوسمهال هڅې پیل شوي چې د نسل ساتنه یې وشي او د خوړو لپاره یې په نیولو بندیز ولګیږي. په جوړښت کې د اروپا کوچني غڼې کوني کبر (Maja squinado) ته ورته والی لري. تشرېح د پښو اوږدوالی یې د یوې پښې له پنجې د بلې پښې تر پنجې پورې تر ۳.۷ متره پورې رسیږي. د کاراپاس یا کلکې کاسې سور یې تر ۴۰ سانتي متره پورې وده کوي. د ټول کوني کبر وزن تقریبا ۱۹ کیلو ګرامه ته ر...
Ghost crab – اروا کوني کبر

Ghost crab – اروا کوني کبر

ټولې لیکنې
د اوسي پوډینای فرعي کورنۍ نیمه په وچه کې ژوند کوونکي کوني کبر چنګاښونه دي. د ټولې نړۍ په استوایي او نیمه استوایي سیمو کې، په سمندر غاړو کې عام پیدا کېدونکی چنګاښ دی. واړه ژوي ښکار کوي او یا په مردارو شوو ژو ځان تغذیه کوي. اروا نوم یې د شپې لخوا د فعالیت له امله پرې ایښودل شوی. په انګریزۍ کې ورته د شګو کوني کبر (sand crab) نوم هم اخلي خو همدا نوم د کوني کبر نورو ډولونو ته هم کاریږي کوم چې د دې فرعي کورنۍ غړي نه دی. اوسي پوډینای فرعي کورنۍ کې د غړو منګولې د نورو د کورنیو له کوني کبر چنګاښونو غټې دي، سترګې یې په اوږدو ډبلو ساقو کې وي، ډبلي ته ورته تنه لري. اوسي پوډینای فرعي کورنۍ کې ۲۲ ډولونه په دوه نسلونو کې ډلبندي شوي. په اوسېپوډېډای کورنۍ کې دوه فرعي کورنۍ شاملې دي، یوه فرعي کورنۍ اوسي پوډینای ده او بله د وایلن غږونکي کوني کبر یوسینای فرعي کورنۍ ده. دواړه کورنیو کې د کوني کبر منګولې تر ن...
Astacidae – اسټاسیډي

Astacidae – اسټاسیډي

ټولې لیکنې
په اسټاسیډي کورنۍ کې د شمالي امریکا او اروپا د تازه اوبو ازغی لرونکی چنګاښ (crayfish) شامل دی. کورنۍ له درې نسلونو جوړه شوې. په درېواړو نسلونو کې دیارلس ډولونه شامل دي. په (Astacus) نسل کې د ترکې او اروپا د تازه اوبو ازغی لرونکی چنګاښ شامل دی، د (Austropotamobius) نسل یې په اروپا او دلویدېځې اسیا یوه برخه کې پیدا کیږي، د (Pacifastacus) نسل یې په کولمبیا، متحده ایالتونو او ارام سمندر کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم ارتروپوډا فرعي فایلم کروستاسیا کلاس  مالاکوستراکا ډله دیکا پودا لمړۍ کورنۍ اسټاکوایډیا کورنۍ اسټاسیډي نسلونه او ډولونه Astacus Astacus astacus Astacus leptodactylus Astacus pachypus Austropotamobius Austropotamobius italicus Austropotamobius pallipes Austropotamobius...

ویلیم کیت بروکس

ټولې لیکنې
ویلیم کیت په کال ۱۸۴۸کې د مارچ مېاشتې په ۲۵ نېټه دامریکا په کلیویلینډ اوهیو کې زېږېدلی. او په کال ۱۹۰۸ کې د نومبر په دولسمه نېټه په لېک رونالډ کې مړ شوی. ویلیم کیت د امریکا زولوجیست وو چې د سمندري حیواناتو په اناتومي او امبریولوجي کې د پام وړ څېړنې کړي په ځانګړي ډول د قشرې یا سخت پوستو په اړه . ویلیم کیت د ۱۹ پېړۍ د تشریحي مورفولوژي وه-- داسې کس وه چې په ځانګړو طریقو ېې د سمندري حیواناتو جوړښت مطالعه او تشریح کړ. د دې ترڅنګ ېې هڅه وکړه چې په خپلو تکړه شاګردانو د دې مطالعې او تشریح ازموینې هم وکړي. ویلیم کیت د هاردورډ پوهنتون محصل وه او په کال ۱۸۷۵کې ېې له همدې پوهنتو نه دوکتورا واخیسته. په کال ۱۸۷۶ کې د جان هاپکېنز پوهنتون استاد شو او د بیولجي د څانګې مشري ېې په غاړه واخیسته. همداسې ېې د چیزا پیک زولوجیکي لابراتوار تاسیس کړ. د زولوجي په اړه لیکنې او کتابونه ېې د : اویسټر، دې...
Gammaridae – ګاماریډای

Gammaridae – ګاماریډای

ټولې لیکنې
ګاماریډای د امفوپوډ چنګاښ یوه کورنۍ ده. غړو ته یې ګاماریډ (gammarids) نوم اخلي. په تازه او مالګینو اوبو کې پیدا کیږي. مخکې په ګاماریډ کې ډېر نور ډولونه هم شامل وو کوم چې اوسمهال په نورو کورنیو کې ډلبندي شوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم ارتروپوډا فرعي فایلم کروستاسیا کلاس  مالاکوستراکا له ډلې پورته پېراکاریډا ډله امفوپوډا لمړۍ کورنۍ ګاماروایډیا کورنۍ ګاماریډای په ګاماریډای کورنۍ کې لاندې نسلونه شامل دي Akerogammarus Albanogammarus Amathillina Axelboeckia Baku Cephalogammarus Chaetogammarus Comatogammarus Condiciogammarus Dershavinella Dikerogammarus Echinogammarus Gammarus Gmelina Gmelinopsis Homoeogammarus Ilvanella Jubeogammarus Jugogammarus Kuzmel...
Fiddler crab – وایلن غږونکی کوني کبر

Fiddler crab – وایلن غږونکی کوني کبر

ټولې لیکنې
ځینې خلک ورته د غږ کوونکي کوني کبر (calling crab) نوم هم اخلي. په اوسي پوډیډای کورنۍ کې نیم په وچه کې ژوند کوونکی سمندري کوني کبر دی. په اوسي پوډیډای کورنۍ کې اروا کوني کبر او (mangrove crab) هم شامل دي. ټول ګروپ کې واړه د کوني کبر چنګاښونه شامل دي، تر ټولو غټ یې تر ۵ سانتي متره پورې وي. وایلن غږونکی چنګاښ سمندر غاړو او د هر ډول مالګینو اوبو په څنګ کې پیدا کیږي. په نر کې یې یوه منګوله ډېره زیاته وده کوي خو په ښځه کې بیا د همدې پښو دواړه منګولې یوه کچه لري. لکه د نورو ټولو چنګاښونو په څېر له ودې کولو سره خپل پوستکی بدلوي. که چېرې خپله پښه یا پنجه له لاسه ورکړي نو د بل کوریز کولو پرمهال له لاسه ورکړی غړی بېرته وده کوي. له کوریز کولو وروسته یې بدن کې بهرني اسکلېټ نرم وي او له همدې امله دې وخت کې ډېر زیان مننونکي وي. له کوریز کولو وروسته تر هغې ځان منزوي کوي او پټیږي تر څو یې بهرنی اسکلېټ نه ...
Anostraca – انوسټراکا

Anostraca – انوسټراکا

ټولې لیکنې
په برانکیو پوډا کلاس کې د کروستاسیا یا کلک پوستو څلور ډلې شاملې دي، له څلورو یې یوه ډله انوسټراکا ده. غړو ته یې ښاپېرۍ د اوبو ملخه (fairy shrimp) نوم اخلي. د ټولې نړۍ په فصلي تالابونو او مالګینو بندونو کې ژوند کوي. په ساراګانو، غرنیو هغو بندونو کې چې کنګل پوښلي او د انترکتیکا په واوره کې هم موندل شوي. له ۶ تر ۲۵ ملي متره پورې اوږدوالی لري. د ډېرو ډولونو بدن په ۲۰ برخو وېشل شوی وي. تقریبا ۱۱ جوړې پاڼې ته ورته فیلوپوډیا یا لامبو وهونکې پښې لري. بدن یې کلکه کاسه یا کاراپاس نه لري. د لامبو وهلو پر وخت یې پښې پورته ملا لاندې لور ته وي. اورګانیک زرې له اوبو فلټر کوي او ځان پرې تغذیه کوي. د مرغانو او کبانو خواړه دي، ځینې ډولونه یې ساتل کیږي او کبانو ته د خوړو په توګه ورکول کیږي. په دې ډله کې ټولې اته کورنۍ شاملې دي او په اته کورنیو کې تر ۳۰۰ زیات ډولونه ډلبندي شوي. تشرېح د اوبو د ښاپېرۍ م...
Decapoda – لس پښي

Decapoda – لس پښي

ټولې لیکنې
لغوي مانا یې "لس پښي" ده. په مالاکوسټراکا کلاس کې د کلک پوستو یا کروستاسیا یوه ډله ده. ډېر یو بل ته ورته ګروپونه پکې شامل دي لکه کوني کبر چنګاښونه، استوانه اي چنګاښ، د تازه اوبو ازغي لرونکی چنګاښ، د اوبو ملخ او پران. ډېری لس پښي د مرادار شوي ژوي خوړونکي دي. په ډیکاپوډا ډله کې تقریبا ۱۵۰۰۰ ډولونه په ۲۷۰۰ نسلونو کې ډلبندي شوي. تقریبا ۳۳۰۰ فوسیلي ډولونه لري. په ټوله ډله کې تقریبا نیم یې د کوني کبر چنګاښ ډولونه دي او نور تر ۳۰۰۰ پورې د اوبو د ملخ ډولونه پکې شامل دي. تر ټولو زوړ فوسیل یې د ډیونین جیولوجیکي مودې (Palaeopalaemon) نسل دی. اناتومي لس پښي تر ۳۸ پورې ضمیمې یا بدن پسې نښتي غړي لرلای شي. بدن یې په برخو وېشل شوی وي او هرې برخې کې یوه جوړه ضمیمې لري. نوم یې د یونانۍ ژبې له دوه کلیمو اخیستل شوی د ډیکا (δέκα) مانا لس او د پوډ (ποδός) مانا پښې ده. په بدن پسې نښتو غړو کې یې لس ضمیمې ...
Emerita – اېمېریټا (کلک پوستي کروستاسیا)

Emerita – اېمېریټا (کلک پوستي کروستاسیا)

ټولې لیکنې
غړو ته یې د اطلس سمندر کوني کبر، سارایي موږک کوني کبر (sand crabs, or mole crabs) عام نومونه اخلي. په سمندر غاړه کې د څپو او وچې ترمنځ په شګو کې سوریان جوړوي. خپل انتنونه د خوړو د فلټرو کولو لپاره کاروي. تشرېح بیلر ته ورته جوړښت لري. بهرنۍ اسکلیټ یې ډېر کلک دی. د دې وړتیا لري چې د څپو پر مهال د کولېدو یا رغړېدو لپاره خپل غړي بدن پسې نږدې کړي، انتنونه یې بڼکو ته ورته وېښته لري کوم چې د رژېدلو توکو او پلانکټون د فلټر کولو لپاره کاروي. نر یې معمولا تر ښځې په کچه کې کوچنی وي. په (Emerita rathbunae) ډول کې کوچنی نر د ښځې پښې پسې نښتی وي. ښځه یې له ۸ تر ۳۷ ملي متره پورې اوږدوالی لري. نر یې په هر ډول کې توپیر لري له ۲.۵ ملي متره نیولې تر ۳۷ ملي متره پورې اوږده پکې شته. په معتدلو او نیمه معتدلو سیمو کې پیدا کیږي خو ځینې ډولونه یې یوازې په محدودو سیمو کې ژوند کوي. د افری...
Pea crab – نخودي کوني کبر

Pea crab – نخودي کوني کبر

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Pinnotheres pisum) دی. په پېنو تېریډای کورنۍ (Pinnotheridae) کې د کوني کبر چنګاښ یو ډول دی. د حلزون په مختلفو ډولونه کې د پرازیت په توګه ژوند کوي. تشرېح د نخود په کچه کوچنی کوني کبر دی. په ملا کې یې کلکه کاسه یا کاراپاس هواره سطحه لري. د نر بهرنۍ اسکلیټ یې کلک او دایروي وي. په سر کې انتنونه او سترګې لري. په نر کې یې د ښځې په پرتله پنسونه ځواکمن وي. ښځه یې روڼ یا شفاف بدن لري او داخل کې یې غړي په سور او زېړ رنګ کې ښکاري. ایکولوجي له مېزبان سره یې اړیکه کومېنسالېزم نه ګڼل کیږي بلکې پرازېتېزم ګڼل کیږي ځکه چې مېزبان ته یې د ځان تغذیه کولو فعالیت زیان اړوي. د اکسیجن، محافظت او خوړو لپاره په مېزبان تکیه کوي. په مختلف ډوله ژو کې پرازیت وي خو تر ټولو زیات یې حلزون مېزبان وي. د ځان تغذیه کولو د فعالیت په اړه یې مالومات کم دي خو په (oyster) کې چې کله مېزبان وي په پلانکټون یې ځ...

Copepod – کو پېپوډ چنګاښ

ټولې لیکنې
د کوپېپوډا فرعي کلاس (subclass Copepoda) چنګاښونه دي. ایکولوجیکي ارزښت لري، د ډېرو سوداګریزو کبانو لپاره خواړه دي، تقریبا ۱۳۰۰۰ ډولونه لري چې ډېری ازاد یا ګرځېدونکی ژوند کوي. سمندري شکلونه یې د ټولې نړۍ په سمندرونو کې پیدا کیږي. ځینې ډولونه یې په تازه اوبو کې هم شته دي. ځینې ډولونه یې پرازیتي دي لکه د اوبو ګونګټه (Water fleas) چې مایکروسکوپي کچه لري او د انسان بدن ته د اوبو د څښلو له لارې داخلیدای شي. د ډېرو د بدن کچه له ۰.۵ تر ۲ ملي متره پورې ده، تر ټولو غټ ډول یې پېنېلا بالا اېنوپتېرا (Pennella balaenopterae) ده چې تر ۳۲ سانتي متره پورې اوږدیږي او د نهنګ پرازیت ګڼل کیږي؛ تر ټولو وړوکی ډول یې سفایرونېلوپسیس مونو تریکس (Sphaeronellopsis monothrix) ده چې د بدن اوږدوالی یې تر ۰.۱۱ ملي متره پورې وي او د سمندري اوستراکوډ (ostracod) پرازیت ګڼل کیږي. ترکیبي سترګې نلري، کاراپاس یا...

Clam shrimp – منګوله یا صدف د اوبو ملخ

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (claw shrimp) نوم هم اخلي، ټول هغه چنګاښونه دي چې په کانکوستراکا ډله (order Conchostraca) او برانکیوپوډا فرعي کلاس (subclass Branchiopoda) کې ډلبندي شوي. تقریبا ۲۰۰ ډولونه لري چې د ټولې نړۍ په موقتي ډنډونو، جهیلونو، تازه اوبو کې ژوند کوي. صدف د اوبو ملخ نوم ځکه پرې اېښول شوی چې ټول بدن یې په منځ دوه کېدونکي صدف کې نغښتی. د صدف داخل کې د دې ژوي بدن ۲۸ جوړه غړي لري کوم چې د مایکروسکوپي خوړو د فلټر کولو او د حرکت (locomotion) لپاره کاروي (په هغو ډولونو کې چې لامبو وهي). نر یې لمړي دوه غړي د جنسي نزدیکت پر وخت د ښځې د رانیولو لپاره کاروي. تر ټولو غټ یې تر ۲ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. په فوسیلي یادون یا ریکارډ کې پرېمانه دي. فوسیلي نسلونه یې د سیلورین دورې ( Silurian Period) دي (له ۴۱۶ میلیونه تر ۴۴۸ میلیونه کلونو وړاندې تر منځ). ...
Blue crab – نیله کوني کبر یا نیله چنګاښ

Blue crab – نیله کوني کبر یا نیله چنګاښ

ټولې لیکنې
د کالینکتېس نسل (genus Callinectes) د، د چنګاښ د کورنۍ ټول هغه غړو ته وېل کیږي چې د دیکاپودا په ډله (order Decapoda) کې شامل دي او همدا ډله د فیلوم ارتروپوډا (phylum Arthropoda) په نامه هم یادیږي. دا نوم په ځانګړې توګه د کالینکتېس ساپیدوس (Callinectes sapidus) او کالینکتېس هستاتوس (Callinectes hastatus) لپاره کاریږي. د غربي اتلانتیک سمندر غاړې دخوړو وړ (edible) عام چنګاښ ګڼل کیږي. په هغو سمندر غاړو کې ژوند کول خوښوي چې لاندې خوا ته پېچومی لري، خټه لري د سیندونو یو ځای کېدو ځایونو کې هم پیدا کیږي.   پاسه برخه یې نیله رنګ، لاندې خوا یې سپین رنګ لري، د بدن اوږدوالی یې تر ۷.۵ سانتي متره (۳ انچه) پورې او سور یا بر یې له ۱۵ تر ۱۸ سانتي مترهپورې رسیږي. د بدن د غړو هره خوا یې بهر ته وتلي ازغي ډوله شکل لري، په یو اړخ بل اړخ له سترګو تر پای پورې د ازغیو شمېر ۸ وي. پنځه جوړه ډبلې شوې پښ...
ککړتیا – Pollution

ککړتیا – Pollution

ټولې لیکنې
ککړونکي:  ضایع شوي توکي ته وایي چې هوا، خاوره یا اوبه ک کړوي.   ککړتیا  ککړتیا په طبعي محیط کې د ککړونکو شیانو تعریف ده چې منفي بدلون رامنځ ته کوي. ککړتیا کېدای شي د کیمیاوي موادو یا انرژي په شکل کې وي لکه اواز، وړانګې، یا ګرمي. ککړونکي د ککړتیا مرکبات یا اجزا کېدای شي بهرني او یا هم طبعي ککړونکي وي. ککړتیا د ټکي سرچینې او بې ټکي سرچینې په برخو وېشل شوې (پواینټ سورس، نان پواینټ سورس).  لرغونی کلتور  د هوا ککړتیا تل له تمدن سره مل وه. ککړتیا له تاریخ نه مخکې یا ماقبل تاریخ دورې نه پېل شوه کله چې انسان اور ولګولی شو. د یو ې ساینسي رسنۍ د راپور مطابق کال ۱۹۸۳، په یوه لرغوني غار کې چې د تاریخ نه وړاندې وه د کاربون یا اور د لوګي ډېر غلیظ تور والی ېې پر دېوارونو او د اور لپاره د لوګي وتلو ځای کې پېدا کړ چې د دې دورې انسانانو ډېر ستر اور لګولی وو او لوګي ېې فضا ککړه کړې وه. د وسپنې ...

مقررات

ټولې لیکنې
د سیستم په تیوري کې، د یو اصول او تګلارې له مخې مقررات د مغلق سیستم یو انتزاعي مفهوم ټاکل شوی. دا ډول اصول او تګلارې د بیولوژي اوټولنې په مختلفو رشتو کې موجودې دي. مقر رات د متن مطابق ډېرې نورې معنی ګانې هم لري د بېلګې په توګه په بیولوجې کې د جین مقرره د ژوندي غړو سره د محیط په توافق او هوميوسټاتيک په ساتلو او انطباق کې مرسته کوي. په دولت کې د مقر راتو دقیقه معنی د قانون وکالت ته وایي د هغه قانون وکالت چې په بنسټیزه توګه د کارپوهانو لخوا د لومړني قانون یا د قانون د وسیلې په توګه لیکل شوی وي. په سوداګري او صنعت کې، خپلمنځي قواعد دځاني مقرراتو او د سوداګرۍ اتحادیو په ذریعه رامنځ ته کیږي. کوم چې د سوداګرۍ صنعت ته پرته د حکومت له مداخلې یا کمې مداخلې د قواعدو جوړولو لار هواروي. په اروا پوهنه کې د خپلمنځي قواعدو یا مقرراتو تيوري د هر فرد خپل ځان فکر او موخې ته د رسېدو لپاره ...

فرمان

ټولې لیکنې
فرمان د قانون حکم ته وايي چې معمولا د ځانګړې کړنلارې مطابق د حکومت د ریس لخوا صادریږي (په جمهوري نظام کې د ریس جمهور لخوا، او په شاهي نظام کې د پاچا لخوا.) د فرمان لپاره ځانګړې اصطلاح ګانې کاریږي چې په هر ملک کې توپیر لري لکه امریکا د متحده ایالتو دریس جمهور اجرایي امرونه فرمانونه دي. همداسې یو فرمان په دقیقه توګه یو امر نه ده. په انګریزي کې دا لفظ د واک لرونکي کس پرېکړې ته وایي .بلجیم په بلجیم کې فرمان دټولنې یا سیمه یز پارلمان قانون ده. دبېلګې په توګه د فلاندرز پارلمان یا فرانکو فون پارلمان .فرانسه : د فرانسې حکومت دلته وګوری (تراوسه نه دی لیکل شوی) په فرانسه کې فرمان د ریس جمهور یا صدر اعظم امر ته وایي د دې اعلی صلاحیت لرونکو هر هغه امر چې د فرانسې اساسي قانون یا د فرانسې د قانون کوډونه مراعت کړی وي فرمان ګڼل کیږي. او همداسې یو تنظیم یا پارټی حق لري چې د دولت د شورا ...
Share
Hide Buttons