ټولې لیکنې

Silkie – سیلکي چرګان

Silkie – سیلکي چرګان

ټولې لیکنې
د چرګانو نسل دی. نوم یې له نرمو ببرو بڼکو اخیستل شوی. د بدن د پوستکي، د مخ او هډوکو رنګ یې نیله وي، په هره پښه کې پنځه ګوتې لري (نور چرګان څلور ګوتې لري). زیات وخت د کورنیو مرغانو نندارې ته هم وړل کیږي. له نورو چرګانو سره یې له فزیکي توپیر پرته چلند هم توپیر لري او له انسان سره ډېر نزدیکت کوي خو که چرګه یې کوړکه شي نو د خپلو بچیانو ساتنې لپاره برید کوونکوی چلند اختیار کوي. په یوه اوونۍ کې ۳ هګۍ اچوي. په ځینو هیوادونو کې د چرګانو کوچنی نسل ګڼل کیږي. چرګ یې تر دوه کیلو ګرامه او چرګه یې تر یو نیم کیلو ګرامه پورې وزن کوي.    ...
Wenchang chicken

Wenchang chicken

ټولې لیکنې
په چینایي کې یې نوم (文昌鸡) لیکل کیږي. د چرګ پخولو طریقه ده. د چین په هاینان سیمه کې د وېنچنګ ښار دودیز خواړه دي. له کومو چرګانو چې یاد خواړه پخیږي تر دوه میاشتو پورې د ممپلیو او کوپرې په پوستکي تغذیه کیږي. د پخولو طریقه یې لمړی چرګان په اوبو کې وېشول کیږي له وېشولو وروسته ټوټه ټوټه کیږي او بیا د مسالې مخلوط کې غوټه کیږي او خوړل کیږي.  
Araucana – اروکانا

Araucana – اروکانا

ټولې لیکنې
په هسپانوي کې یې نوم (Gallina Mapuche) لیکل کیږي. په چیل کې د اروکانا سیمې د چرګانو نسل دی. د هګیو رنګ یې نیله وي. په مختلفو رنګونو کې پیدا کیږي. د مخ یو بل څنګ کې یې بهر وتلې بڼکې موجودې وي. ځینې یې لکۍ نلري خو د ډېرو لکۍ شته وي. په نړۍ کې یوازې دوه نور داسې ډولونه دي چې نیله یا شین رنګ کې هګۍ اچوي. د چرګ وزن یې تر درې کیلو ګرامه او د چرګې تر دوه نیم کیلو ګرامه پورې رسیږي. د وړو چرګانو ډول هم لري د کوم چې وزن له ۶۸۰ ګرامه نه زیاتیږي. په یو کال کې تر ۲۵۰ پورې هګۍ اچوي....
Chantecler chicken

Chantecler chicken

ټولې لیکنې
د چرګانو نسل دی. اصلي ځای یې کاناډا ده. نسل یې د ۲۰ پېړۍ په پیل کې اخیستل شوی. له سړو سره بې کچې مقاومت لري، د نسل اخیستنې موخه یې هګۍ او غوښه وه. چرګ یې تر ۹ کیلو ګرامه او چرګه یې تر ۷ کیلو ګرامه پورې وزن کوي.
Black Shumen – تور شومېن چرګان

Black Shumen – تور شومېن چرګان

ټولې لیکنې
د بلغاریا د چرګانو نسل دی. اصلي ځای یې د بلغاریا شومېن سیمه ده. نسل یې د ۲۰ پېړۍ په پای کې اخیستل شوی. په ۲۰۱۳ کال کې یې ټول غړي تر ۳۵۰ پورې پاتې وو. چرګ یې تر دوه نیم کیلو ګرامه او چرګه یې تر یو نیم کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د نسل اخیستنې موخه یې هګۍ وې او په یو کال کې تر ۱۷۰ پورې هګۍ اچوي، د هګۍ وزن یې ۵۵ ګرامه وي.
Stara Zagora Red – د ستارا زګورا سور چرګ

Stara Zagora Red – د ستارا زګورا سور چرګ

ټولې لیکنې
په بلغارۍ ژبه کې یې نوم (Старозагорска червена кокошка) لیکل کیږي. نوم یې د بلغاریا له ستارزګورا سیمې اخیستل شوی. د بلغاریا د کورنیو چرګانو نسل دی. نسل یې ۱۹۷۰ کې د روډ ټاپو له سرو چرګانو او د سیمې له چرګو رامنځته شوی. د نسل اخیستنې موخه یې هګۍ دي. چرګ یې تر درې نیم کیلو ګرامه او چرګه یې تر دوه نیم کیلو ګرامه پورې وزن کوي. په یو کال کې تر ۲۲۰ پورې هګۍ اچوي او د هګیو وزن یې ۶۰ ګرامه وي.

Luikse Vechter

ټولې لیکنې
په فرانسوي کې یې نوم (Combattant de Liège) لیکل کیږي. د فرانسوي نوم مانا یې د لیج جنګ کوونکی دی. د بلجیم د چرګانو نسل دی، نسل یې د ۱۹ پېړۍ په پای کې د بلجیم په والونیا سیمه کې اخیستل شوی. اوسمهال ډېر کم شمېر پاتې دي. نسل یې

Tiense Vechter

ټولې لیکنې
په فرانسوي کې یې نوم (Combattant de Tirlemont) لیکل کیږي. د نوم مانا یې د تیرلوما جنګ کوونکی دی. د جنګ لپاره د بلجیم د چرګانو نسل وو اوسمهال کې ډېر کم شمېر پاتې دي. نسل یې د ۱۹ پېړۍ پای کې اخیستل شوی. د نسل اخیستنې موخه یې د چرګانو جنګ وو. د نسل اخیستنې ځای یې د بلجیم د فلندر سیمې تیېن ښار دی. د وړو چرګانو نسل یې هم شته. د معیاري کچې چرګ یې تر ۵ کیلو ګرامه او چرګه تر ۴ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د وړو چرګانو وزن یې تر ۷۰۰ ګرامه پورې رسیږي. ځینې خلک یې د فرانسې شمال ته د جنګ کولو لپاره له ځان سره وړي....
Brugse Vechter

Brugse Vechter

ټولې لیکنې
په فرانسوي کې یې نوم (Combattant de Bruges) لیکل کیږي، د نوم مانا یې د بروج جنګ کوونکی ده. د جنګ لپاره د بلجیم د چرګانو نسل وو. نسل یې په ۱۹ پېړۍ کې اخیستل شوی، اوس وخت کې یوازې د نندارې لپاره کورونو کې ساتل کیږي. نوم یې د بلجیم د فلندر له بروج سیمې اخیستل شوی. اوسمهال بلجیم کې ډېر کم پیدا کیږي.   چرګ یې تر ۵ کیلو ګرامه او چرګه یې تر ۴ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. کوم خلک یې چې د جنګ لپاره ساتي په بلجیم کې یې نشي جنګولی ځکه چې جرم ګڼل کیږي خو د فرانسې شمال ته له چرګانو سره سفر کوي او هلته یې جنګوي. د جنګ په پرتله هګۍ زیاتې کوي او په یو کال کې تر ۱۵۰ پورې هګۍ اچولی شي. د هګۍ وزن یې ۷۵ ګرامه وي....
Campine – کمپین چرګان

Campine – کمپین چرګان

ټولې لیکنې
اصلي ځای یې د بلجیم په شمال کې کمپین سیمه ده. په بلجیم کې ورته (Kempisch Hoen) نوم اخلي. په انګلستان کې یې نسل ډېر کم پاتې دی. چرګ یې تر درې کیلو ګرامه او چرګه یې تر دوه نیم کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د وړو چرګانو وزن یې د ۵۷۰ ګرامه پورې رسیږي. په دوه جلا رنګونو کې پیدا کیږي. یو ډول یې سپینو زرو ته ورته سپینه یا سیلوري غاړه او بل رنګ یې سرو زرو ته ورته زېړه غاړه لري نور بدن یې یا تور او یا هم خړ رنګ کې وي. هره ورځ غټې سپینې هګۍ کوي. ځینې خلک یې د ښکلا او ځینې خلک یې د هګیو خو ډېر کم یې د غوښې لپاره ساتي. په لابراتوار کې د (auto-sexing) لپاره هم کارول شوي....
Braekel – برایکېل

Braekel – برایکېل

ټولې لیکنې
نوم یې (Brakel) هم لیکل کیږي. د بلجیم د چرګانو دودیز نسل دی. په بلجیم کې یې اصلي ځای په ختیځ فلندر کې براکېل سیمه ده. د همدې چرګانو کوچنی نسل هم شته دی. د  کمپین نسل هم له همدې چرګانو اخیستل شوی. د چرګ وزن یې له دوه تر دوه نیم کیلو ګرامه او د چرګې وزن یې تر دوه کیلو ګرامه پورې رسیږي. د کوچنیو چرګانو نسل یې تر ۸۰۰ ګرامه پورې وزن کوي. په کال کې تر ۱۸۰ پورې هګۍ کوي، د هګۍ وزن یې ۶۰ ګرامه وي. زیات خلک د هګیو لپاره او ډېر کم خلک یې د غوښې لپاره ساتي.
Afghanistan – افغانستان

Afghanistan – افغانستان

ټولې لیکنې
رسمي نوم یې د افغانستان اسلامي جمهوریت دی. په وچه کې راګېر هیواد دی، د لوېدیځې، مرکزي او سوېلې اسیا نښلونکی دی. سوېل او ختیځ کې له پاکستان سره، لوېدیځ کې له ایران سره، شمال کې له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان سره او شمال ختیځ کې له چین سره پولې لري. د اوسني افغانستان چې پولې یې طبیعي ندي مساحت یې ۶۵۲۰۰۰ کیلو متر مربع دی. غریز هیواد دی. مرکز یې کابل دی. نفوس یې تل اټکل شوی او تر اوسه یې د نفوس په اړه دقیق مالومات نشته.   په افغانستان کې د انسانانو مېشت کېدنه د پالیولیټیک تر منځني عصر پورې تاریخ لري. د ورېښمو د لارې په اوږدو کې د افغانستان ستراتیژیک موقیعت افغانستان د منځني ختیځ او د اسیا له نورو کلتورونو سره نښلولی. د تاریخ په اوږدو کې افغانستان د ډېرو جګړو د کمپاین مرکز او کور وو، د جګړو دا لړۍ د مکدونیا له الکسندر پیل وروسته د موریا امپراتورۍ، ورپسې عربو، مغولو، انګرېزانو، د شور...
hybrid – دوه رګه

hybrid – دوه رګه

ټولې لیکنې
هغه ژوندي ته وایي ته وایي چې له دوه جلا ډولونو، په یوه ډول کې له متنوع پلرونو یا نسلونو د جنسي اړیکې له لارې زېږېدلی وي. دوه رګه تل نیم د مور او نیم د پلار په څېر نه وي او د ځینو ځانګړنې یې د مور او پلار څخه غوره وي، له خپلو پلرونو په تنه کې زیاته وده کوي. په جنتیک کې یې د کروموزوم په شمېر تمرکز کیږي خو په ډلبندۍ کې له مور او پلار سره نږدېوالي ته کتنه کیږي.  
Bantam – د وړو چرګانو نسل

Bantam – د وړو چرګانو نسل

ټولې لیکنې
واړه چرګان د معیاري کچې چرګان هم لري خوځینې یوازې واړه ډولونه لري. د وړو هیلیو ډول ته هم کاریږي. په کچه کې له خپل معیاري ډول ډېر واړه وي خو نورې ځانګړنې یې یو بل ته ورته والی لري. بانتم نوم د اندونیزیا له بانتم ښار څخه اخیستل شوی.
Livestock show – د څارویو او کورنیو الوتونکو ننداره

Livestock show – د څارویو او کورنیو الوتونکو ننداره

ټولې لیکنې
د مالونو ننداره د څارویو د فینوټیپیک (phenotypic) نسلونو په ځانګړنې د قضاوت لپاره کیږي. فینوټیپیک یا فینو ټایپ په یوه ډول کې د لیدو وړ هغه ځانګړنې دي چې د جینو ټایپ او چاپیریال له فعل او انفعال پکې رامنځته شوي وي جینو ټایپ (genotype) د یوه ژوندي جنتیکي جوړښت ته وایي. د څارویو په دې ننداره کې غوییز، مېږې، وزې، اسونه، لاما، الپاکا موجودې وي خو له دې پرته کورني الوتونکي لکه چرګان، قازې، هیلۍ، فیلمرغ او کفترې یا کوترې هم پکې وي. دا ډول ننداره د کرنې د نندارې برخه ګڼل کیږي....
Comb – کرکره

Comb – کرکره

ټولې لیکنې
د چرګ د سر له پاسه د کرکرې برخې ته انګریزۍ کې (comb) او د سر لاندې زوړندو برخو ته (wattle) وایي. کرکره د ګالیناسیوس مرغانو لکه فیلمرغ، دښتي چرګانو او کورني شوي چرګانو د سر لاندې، پاسه او د مخ یو او بل اړخ کې موجوده وي. د سر له پاسه برخې د نوم املا یې په انګرېزۍ کې (cockcomb) هم لیکل کیږي. د نر کرکره د ښځې په پرتله غټه وي. په سر کې د کرکرې درېمه برخه د لاندې پرتو زوړندو برخو له پاسه د غوږونو نرمۍ دي په انګرېزۍ کې ورته (caruncle) وایي. په فیلمرغ کې د (caruncle) نوم د سر لاندې او د سر له پاسه د کرکرې بهر وتلو برخو ته رجوع کوي. د چرګانو کرکره سور رنګ لري خو د ځینو ممکن تور یا هم تېز بانجاني رنګ کې وي، په ځینو کې روښانه خړ او یا هم تېز نیله رنګ کې وي....
Plumage – بڼکې

Plumage – بڼکې

ټولې لیکنې
د انګریزۍ (Plumage) کلیمه د لاتیني ژبې له (plūma) اخیستل شوې مانا یې بڼکه ده. بڼکې د مرغه په بدن کې یوه طبقه ده او پوستکی پرې پوښل شوی وي. بڼکې خپل رنګونه لري او د مرغه په بدن کې یې ترتیب د بدن رنګ جوړوي. د مرغانو په هر ډول او فرعي ډول کې رنګ توپیر لري، همداسې د عمر په اوږدو کې یې هم د بڼکو رنګ تغیر کوي. داسې هم امکان لري چې په یوه ډول کې د دوه مرغانو رنګ توپیر ولري په بیولوجي کې دوه روښانه توپیر لرونکو شکلونو ته (morphs) وایي. د مرغانو په تنه د بڼکو ترتیب کوم تصادف نه دی بلکې په ترتیب سره د یو بل له پاسه شنه کېدونکي د صفونو ګروپونه دي.   ډېری مرغان په یوه کال کې تر دوه ځله پورې کوریز کوي په انګریزۍ کوریز کولو ته (moult) وایي. بېرته چې کومې بڼکې پرې راشنې کیږي د مثل د تولید بڼکې (nuptial plumage) وي او یا هم لمړنۍ بڼکې عامې بڼکې (basic plumage) وي. د مثل د تولید بڼکې د زیاتو مرغ...