منشور یا دمقننه قوې لخوا لیکل شوی قانون
منشور د مقننه قوې لخوا رسما تصویب شوی قانون چې پر یو ملک ایالت یا ښار باندې حکومت کوي, ته وایي. معمولا منشور د یو څه کولو، جایز کولو یا له یو څه د منع کولو امر کوي. او یا یو سیاست او پالیسي اعلان کوي. منشور د قوانینو مجموعه ده چې مقننه قوه ېې جوړوي او له عرفي،عام یا ګډ قانون څخه جلا دې. ګډ یا عرفي قانون د محکمواو دولتي ادارو لخوا جوړیږي. د قانون د سرچينې په توګه، منشور دلومړني واک مخالفت له دوېم یا ثانوي واک سره ګڼل کیږي. منشورد قانون جوړونکي لخوا د یوې مسودې یا بېل په توګه وړاندیز کیږي. که چېرې دا بېل یا مسوده دتقنیني کمیټې له مراحلوتېره شي او دواړه تقنیني جرګې ېې تصویب او تصدیق کړي نو له دې وروسته چې کله د دولت د لوړ پوړي اجرایي افسر لخوا لاسلیک شي قانون ورځنې جوړیږي. (اجرایي لوړپوړي افسر، دملک په کچه ریس جمهور یا هم د ولایت په سطح والي په یو فدرالي نظام کې.) له هیلې ...