
Jacques-René Hébert
د ۱۷۵۷ کال، د نومبر په ۱۵ نېټه، د فرانسې په الانسو کې زېږېدلی او د ۱۷۹۴ کال د مارچ په ۲۴ نېټه، په پاریس کې مړ شوی.
د فرانسې د انقلاب په دوران کې د فرانسې جورنالست او د (Le Père Duchesne ) افراطي ورځپاڼه تاسیس کوونکی وو. د (Hébertists) سیاسي ډلې مشر کومې چې زرګونه افراطي پلویان لرل. ډېر خلک یې د خپلې ورځپاڼې (Le Père Duchesne) په نامه یادوي.
په بورژوا کورنۍ کې زېږېدلی وو، په کال ۱۷۸۰ کې پاریس ته راغی او لس کاله ژوند یې په غربت کې تېر کړل. په کال ۱۷۸۹ چې کله د فرانسې انقلاب ته لمن ووهل شوه نو جک یې په ډېره زیاته علاقمندۍ سره استقبال وکړ. په کال ۱۷۹۰ کې یې په لیکنو پیل وکړ لمړۍ لیکنې یې سیاسي خندونکي طنزونه وو. ورځپاڼه یې په لمړي ځل د ۱۷۹۰ په نومبر کې راڅرګنده شوه او ډېره ژر د فرانسې د انقلاب بریالۍ ورځپاڼه شوه. په خپلې ورځپاڼې کې یې ډېر تمرکز پر اشرافو او د اشرافو پر حکومت کړ...