
Marie-Joseph-Paul – ماري جوزېف پال
بشپړ نوم یې (Marie-Joseph Paul Yves Roch Gilbert du Motier, Marquis de Lafayette) دی، په نوم کې یې د (Lafayette) املا (La fayette) هم لیکل کیږي. د فرانسې اریستوکرات یا اشراف او د فرانسې د پوځ افسر وو چا چې د امریکا په انقلابي جګړه (American Revolutionary War) کې برخه اخیستې او په مختلفو جګړو کې د امریکایي پوځ قومندان وو، په دې جګړو کې د یارک ټاون محاصره (Siege of Yorktown) جګړه هم شامله ده. وروسته چې کله بېرته فرانسې ته راوګرځېد نو د فرانسې په دوه انقلابونو کې چې یو په ۱۷۸۹ کال او بل په ۱۸۳۰ کې رامنځته شوي کلیدي شخصیت وو.
لفاېت د فرانسې د سوېل په مرکز کې د شوانیک ولایت په یوه شتمنه ځمکه لرونکې یا د خانانو په کورنۍ کې زېږېدلی. په کم عمر کې یې د فرانسې جګړیز دودونه تعقیب کړل او په ۱۳ کلنۍ کې پوځي افسر شو. وروسته یې فکر کوه چې د امریکا د انقلابي جګړې اشرافي دی او له همدې امله ی...