ټولې لیکنې

Christophe Plantin – کریسټوف پلانټېن

Christophe Plantin – کریسټوف پلانټېن

ټولې لیکنې
په نیدر لندي کې یې نوم (Christoffel Plantijn) لیکل کیږي. په ۱۵۲۰ کې، د فرانسې په پاچایي کې زېږېدلی او د ۱۵۸۹ کال د جولای په ۱ نېټه د بلجیم په انتوارپین ښار کې مړ شوی. د اوسني بلجیم په انتوارپین کې د کتاب چاپ کونکی او خپرونکی وو د (Plantin Press) له امله پېژندل شوې څېره ده.        
Jean-Baptiste Donatien de Vimeur, comte de Rochambeau – د وېمور جان باپتیست

Jean-Baptiste Donatien de Vimeur, comte de Rochambeau – د وېمور جان باپتیست

ټولې لیکنې
مارشال جاب باپتیست د ۱۷۲۵ کال، د جولای په ۱ نېټه، د فرانسې د اورلیانیس په ویندوم سیمه کې زېږېدلی او د ۱۸۰۷ کال، د مې په ۱۰ نېټه، په ۸۱ کلنۍ کې، د فرانسې په تورې لوار کې مړ شوی. د فرانسې اشراف او د پوځ جنرال وو. په ۱۷۸۱ کال کې، د امریکايي انقلاب دوران کې یې د متحده ایالتونو له پوځ سره په یارک ټاون کې مرسته وکړه چې د انګریزانو پوځ ته ماته ورکړي. جان باپتیست د اورلیانېس ولایت په وینډوم کې زیږېدلی د بلوا په (Jesuit college) کې یې زده کړې کړي. کله یې چې مشر ورور مړ شو نو په اس سپاره د پوځ کنډک کې یې دنده پیل کړه او بوهیمیا او باوریا سیمه کې یې خدمت ته ادامه ورکړه. په ۱۷۴۷ کې یې د ډګروال رتبه لرله. په کال ۱۷۴۸ کې یې په (Siege of Maastricht) جګړه کې ونډه واخیسته. په کال ۱۷۴۹ کې د وینډوم والي شو. په کال ۱۷۵۶ کې یې د مینورکا په جګړه کې ونډه واخیسته او د خپلو لاسته راوړنو پایله کې یې رتبه برید جنرا...
The Plain – لا پلېن

The Plain – لا پلېن

ټولې لیکنې
په فرانسوي کې ( La Plaine) لیکل کیږي، په انګرېزۍ کې یې بل نوم (The Marsh) دی او په فرانسوۍ کې (Le Marais) لیکل کیږي. د فرانسې د انقلاب په دور کې په ملي کنوانسیون کې سیاسي ډله وه، غړو ته یې (Maraisards) نوم کارېده. د (Girondist) ښي اړخو او د (Montagnards) کیڼ اړخو ترمنځ کیناستل. درېواړه کوم منظم سیاسي تنظیمونه نه وو. کیڼ اړخو او ښي اړخو دواړو ورته نظرونه او اجنډا لرله او په ګډه به یې سیاسي پلانونه همغږي کول. د کیڼ اړخو او ښي اړخو ترمنځ (The Plain) ډله له دواړو ډلو سره توپیر لرونکې او بې نظمه وه که به چېرې رایه هم د یو څه لپاره ورکول کېده نو (The Plain) به یا د (Girondist) سره خپله رایه کاروله او یا به یې له (Montagnards) رایه کاروله د رایې کارونې تړاو به یې له سیاسي پلان او د دوي نظر سره تړاو لره. په بنسټیزه توګه یې د (Girondist) ملاتړ کوه خو وروسته چې کله د فرانسې پاچا اعدام کېده د اعدام د...
Taille – تای

Taille – تای

ټولې لیکنې
د فرانسې په پخواني رژیم کې له بزګرو څخه په مستقیمه توګه اخیستل کېدونکې مالیه وه. مالیه یې د کور په سر او ځمکې ته په کتو ترې اخیستل کېده. په پیل کې تای اضافي مالیه وه او کله به چې سلطنتي بودیجه کې کمی راغی نو د پاچایي پر مخ وړلو لپاره به اضافي مالیه له بزګرو را ټولیده خو په ۱۴۳۹ کې دا مالیه دایمي شوه او د دایمي کېدو لامل یې د فرانسې او انګلستان ترمنځ د سلو کالو جګړه وه. موخه یې فرانسه کې د معیاري پوځ جوړونه او د دې پوځ حمایه وه.
Alessandro Volta – الېسندرو ولتا

Alessandro Volta – الېسندرو ولتا

ټولې لیکنې
د ۱۷۴۵ کال، د فیبرورۍ په ۱۸ نېټه، د میلان په ډچي کې زېږېدلی او د ۸۲ کلنۍ په عمر د ۱۸۲۷ کال، د مارچ میاشتې په ۵ نېټه، د اتریش دامپراتورۍ د لومبارډي وېنېسیا په کومو کې مړ شوی. د ایټالیا فزیک پوه، کیمیا پوه او د ځواک او برېښنا مخکښ وو. د برېښنایي حجرې مخترع او د میتان، ولټ، ولټېج، ولټ متر کشف کوونکی دی. د خپلو چارو له امله یې درې جایزې هم ګټلي. د برېښنایي بالتۍ اختراع او د میتان کشف له امله یې نړیوال شهرت ومونده. په کال ۱۷۹۹ کې یې ولټایک پایل (لمړنۍ برېښنایي بالتۍ) اختراع کړې او د خپلو چارو پایله یې په ۱۸۰۰ کال کې د رویال ټولنې ریس ته په دوه لیکونو کې واستوله. په خپلې اختراع ولټا دا ثابته کړه چې برېښنا په کیمیاوي توګه هم تولیدیدای شي او په دې چارې سره یې هغه دودیزه تیوري منسوخه کړه چې ګمان کېده یوازې ژوندي برېښنا تولیدوي. د ولټا له اختراع وروسته نورو ساینس پوهانو هم هڅې پیل کړې چې ورته تجرب...
Zollverein – د جرمني ګمرکي اتحادیه

Zollverein – د جرمني ګمرکي اتحادیه

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې یې مانا (German Customs Union) ده او په پښتو کې یې مانا د جرمني ګمرکي اتحادیه ده. د جرمني د ایالتونو ترمنځ په صادراتو او وارداتو باندې د مالیې لپاره ائتلاف او موخه یې په خپلو ایالتونو کې د اقتصادي پالیسي کنټرول وو. په ۱۸۳۳ کال کې د (Zollverein) په نامه تړون لاسلیک شو او د ۱۸۳۴ کال د جنوري په ۱ نېټه پلي شو. د تړون په طرحه باند له ۱۸۱۸ کال څخه کار پیل شوی وو. تر ۱۸۶۶ کال پورې د جرمني تقریبا ټول ایالتونه د ائتلاف غړي شوي وو. په تاریخ کې لمړی داسې ائتلاف دی چې له فدرالي سیستم پرته یو ایالت خپلې اقتصادي سرچینې کارولي.   په لمړي ګام کې د پروسیا پاچايي د دې ائتلاف رامنځته کوونکې وه او مشري یې په غاړه لرله، اتریش له دې ائتلاف څخه ووېستل شو او لامل یې په اتریش کې د شهزاده (Prince von Metternich) له ائتلاف سره مخالفت وو دوېم لامل یې د خپل صنعت بې کچې ساتنه یا محافظت وو. په...
David Livingstone – ډیویډ لیوینګسټون

David Livingstone – ډیویډ لیوینګسټون

ټولې لیکنې
د ۱۸۱۳ کال، د مارچ په ۱۳ نېټه، د سکاټلنډ په لانارک شېر کې زېږېدلی او په ۶۰ کلنۍ کې د ۱۸۷۳ کال د مې میاشت په ۱ نېټه، د کاظمبه پاچایي په یوه کلي کې مړ شوی. د سکاټلنډ ډاکټر، د پروتستانو عیسویانو په ډله کې د (Congregationalist) مقام لرونکی، د عیسویت د تبلیغ په ماموریت کې مخکښ عیسوی وو. په لندن کې یې د عیسویانو د تبلیغ له ټولنې سره کار کوه. همداسې په افریقا کې د سیمو کشف کوونکی وو. په انګلستان کې د ۱۹ پېړۍ اتل هم ګڼل کیږي. د عیسویت د تبلیغ تر څنګ یې په افریقا کې د غلامۍ ضد مبارزه هم کړې، په ساینسي څېړنو کې یې هم ونډه اخیستې، د انګلستان د امپراتورۍ کې اصلاح راوستونکی هم دی خو د دې ټولو تر څنګ یې د انګستان د سوداګرۍ وکالت او امپراتورۍ پراخوونه کې هم ونډه اخیستې.   په لس کلنۍ کې یې د مالوچو په یوه میل کې کار پیل کړ له خپل ورور سره یو ځای به یې ۱۲ ساعته هره ورځ کار کوه. پلار یې فکر کوه...
Lettre de cachet – د پاچا مهر لرونکی خط

Lettre de cachet – د پاچا مهر لرونکی خط

ټولې لیکنې
په فرانسوۍ ژبه کې یې تلفظ " لېتخ دو کاشې " دی او مانا یې د لاسلیک یا مهر لرونکی خط ده. لېتخ دو کاشې خطونه وو کوم چې د فرانسې پاچا امضا یا مهر کول او یو وزیر به یې د تصدیق لپاره لاسلیک پرې کوه او پاکټ به یې په سلطنتي مهر ټاپه کېده. لېتخ دو کاشې په مستقیمه توګه له پاچا د داسې مسایلو په اړه امر اخیستنه وه چې د استیناف وړ نه وو.   لېتخ دو کاشې د شورا ګانو او یا هم د ځانګړو کړنو د مخنیوي لپاره کارېده. په ځینې موردونو کې د یوه قانون د تصویب لپاره پارلمان ته لېږل کېده سره له دې چې که پارلمان به قانون رد کړی وو بیا به هم د همدې خط په زور تصویب کېده.   لېتخ دو کاشې له دې پرته د یو کس پرته له دې چې محکمه شي، د خپلې بې ګنایي دفاع وکړي د بندي کېدو لپاره کارېده، همداسې د یو کس یوې کالونۍ ته د جلا وطن  کېدو لپاره کارېده، د لیونیانو یا مجنون کس، د شتمنو کورنیو د مشرانو خلاف، د شرا...
Albert Schweitzer – البرټ شوایتزر

Albert Schweitzer – البرټ شوایتزر

ټولې لیکنې
د جنوري مېاشت په ۱۴ نېټه کال ۱۸۷۵ کېسرس برګ چې پخوا جرمني خو اوسمهال د فرانسې برخه ده زېږېدلی او د د سپتمبر په ۴ نېټه کال ۱۹۶۵د جرمنی په السېس کې مړ شوی. د عیسویت عالم، فیلسوف، ارګانیست (organist) یا د ارګان غږونکی (پیانو ته ورته د موسیقي اله ده)، او د استوایي افریقا په ماموریت کې ډاکټر وو چا چې په کال ۱۹۵۲ کې د ملتونو د ورورولي د هڅو له امله د سولې نړیواله جایزه ګټلې.   پلار یې د لوتري کلیسا پادري (Lutheran pastor) او البرټ یې مشر زوی وو. البرټ د سټراسبورګ په پوهنتون (University of Strasbourg) کې فلسفه او عقاید ولوستل او په کال ۱۸۹۹ کې یې په فلسفه کې دوکتورا ترلاسه کړه، په ورته وخت کې د فلسفې استاد او په سنټ نیکولا کلیسا (St. Nicholas’ Church) کې مبلغ وو. په کال ۱۹۰۶ کې یې د (The Quest of the Historical Jesus) په نامه مذهبي کتاب خپور کړ د کوم له امله چې په عیسوي نړۍ کې نړیوال...
Leopold II  – دوېم لیوپولډ

Leopold II – دوېم لیوپولډ

ټولې لیکنې
په فرانسوۍ ژبه یې بشپړ نوم (Léopold-Louis-Philippe-Marie-Victor) لیکل کیږي او په الماني ژبه یې بشپړ نوم (Leopold Lodewijk Filips Maria Victor) لیکل کیږي. د ۱۸۳۵ کال، د اپرېل په ۹ نېټه، د بلجیم په بروکسل کې زېږېدلی او د ۱۹۰۹ کال، د ډسمبر په ۱۷ نېټه، د بلجیم په لایکېن کې مړ شوی. له ۱۸۶۵ تر ۱۹۰۹ پورې د بلجیم پاچا وو. لیوپولډ زیاته هڅه کوله چې له بلجیم څخه د امپراتورۍ ځواک جوړ کړي. اروپایان یې وهڅول چې د (Congo River basin) پراخ کړي، په کال ۱۸۸۵ کې یې هڅه وکړه چې له کونګو ازاد ایالت (Congo Free State) جوړ کړي، او په کال ۱۹۰۸ کې یې کونګو د بلجیم کونګو (Belgian Congo) په نامه ونوموله کومه چې اوس د کونګو ډیموکراټیک جمهوریت (Democratic Republic of the Congo) دی. له دې پرته یې ډېره زیاته هڅه وکړه چې له بلجیم څخه یو عصري هیواد جوړ کړي. لیوپولډ په افریقا کې په هغو سیمو کې چې د بلجیم د لاس لاندې وې ...
Marie-Joseph-Paul – ماري جوزېف پال

Marie-Joseph-Paul – ماري جوزېف پال

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې (Marie-Joseph Paul Yves Roch Gilbert du Motier, Marquis de Lafayette) دی، په نوم کې یې د (Lafayette) املا (La fayette) هم لیکل کیږي. د فرانسې اریستوکرات یا اشراف او د فرانسې د پوځ افسر وو چا چې د امریکا په انقلابي جګړه (American Revolutionary War) کې برخه اخیستې او په مختلفو جګړو کې د امریکایي پوځ قومندان وو، په دې جګړو کې د یارک ټاون محاصره (Siege of Yorktown) جګړه هم شامله ده. وروسته چې کله بېرته فرانسې ته راوګرځېد نو د فرانسې په دوه انقلابونو کې چې یو په ۱۷۸۹ کال او بل په ۱۸۳۰ کې رامنځته شوي کلیدي شخصیت وو.   لفاېت د فرانسې د سوېل په مرکز کې د شوانیک ولایت په یوه شتمنه ځمکه لرونکې یا د خانانو په کورنۍ کې زېږېدلی. په کم عمر کې یې د فرانسې جګړیز دودونه تعقیب کړل او په ۱۳ کلنۍ کې پوځي افسر شو. وروسته یې فکر کوه چې د امریکا د انقلابي جګړې اشرافي دی او له همدې امله ی...
Horatio Herbert Kitchener – هورېشیو هربرټ کېچنر

Horatio Herbert Kitchener – هورېشیو هربرټ کېچنر

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې (Horatio Herbert Kitchener, 1st Earl Kitchener) دی. د جون په ۲۴ نېټه، کال ۱۸۵۰ کې زېږېدلی او د جون میاشتې په ۵ نېټه، کال ۱۹۱۶ کې مړ شوی. د انګلستان د پوځ افسر، فیلډ مارشال او د مستعمرې سرپرست وو چا چې د امپراتورۍ لپاره د کمپاین له امله بد نوم ګټلی. د بدنامۍ بل لامل یې په مستعمرو کې د بوېر خلکو (Boers) ضد د ځمکو او ابادیو د سوزونې پالیسي (scorched earth policy) ده، د بوېر خلکو په دوېمه جګړه کې یې هم برخه اخیستې او د لمړۍ نړیوالې جګړې په پیل کې یې هم رول لرلی.   په کال ۱۸۹۸ کې د (Battle of Omdurman) جګړې ګټونکی وبلل شو او وروسته یې د سوډان د کنټرول د ساتنې له امله رتبه لوړه شوه او ( made Lord Kitchener of Khartoum) شوو. د ۱۹۰۰–۱۹۰۲ کلونو ترمنځ د لوی درستیز په توګه یې په دوېمه بوېر جګړه کې کله چې لارډ رابرټ د بوېر جمهوریت نیوه نو هربرټ پکې کلیدي رول ولوبوه. وروسته مصر...
Charles Lavigerie – چارلز لاویجري

Charles Lavigerie – چارلز لاویجري

ټولې لیکنې
د ۱۸۲۵کال، د اکتوبر په ۳۱ نېټه، د فرانسې په بایون سیمه کې زېږېدلی او ۱۸۹۲ کال، د نومبر په ۲۶ نېټه، د الجیریا په الجیر کې مړ شوی. د فرانسې کاردینال او او د کارتاج او الجیر ارکيبي شاپ وو. د عیسویت د کتولیک ډلې روحاني وو او په فرانسه کې یې د ارکیبي شاپ مذهبي مقام لره. چارلز لاویجري فرانسوی کتولیک ماموریت تاسیس کړ تر څو په ټوله افریقا کې عیسویت ته کار وکړي. د شمالي افریقا او د افریقا سوېل کې یې تور پوسته عیسویت ته را وبلل. پخوا اروپایانو افریقایان غلامان کول او دوي به یې پلورل د لاویجري دوېمه چاره د غلامۍ ضد کلکه مبارزه وه. په افریقا کې یې د عیسویت تبلیغ کوونکو ته (white father) مقام تاسیس کړ. په درېم ګام کې یې د عیسویت نور مامورین سوډان، سهارا، تونس او تریپولیتانیا ته ولیږل. په اروپا کې یې د هڅو ملاتړ د کتولیک عیسویانو پاپ او د جرمني سیاست پوه اوتو ون بیسمارک کوه. په ورته وخت کې د فرانسې حک...
Immanuel Kant – ایمنوېل کانټ

Immanuel Kant – ایمنوېل کانټ

ټولې لیکنې
د ۱۷۲۴ کال، د اپرېل په ۲۲ نېټه، د پروسیا پاچایي په کونیکزبرګ کې کوم چې اوسمهال د روسې کالینینګراد ښار دی زېږېدلی او د ۱۸۰۴ کال، فېبرورۍ په ۱۲ نېټه، د پروسیا پاچایي په کونیکزبرګ کې مړ شوی. مذهب یې د لوېدیځ فلسفه وه، د روڼ اندۍ په دور کې یې ژوند کړی. د جرمني فیلسوف وو. مور یې انا نېګینا روټر کونیکزبرګ کې زېږېدلې او د ۱۶۹۷–۱۷۳۷ ترمنځ یې ژوند کړی په ۱۹۴۶ کې د دې ښار نوم کالینینګراد ته بدل شو. پلار یې جوهان جورج کانټ د جرمني د نورېمبرګ ښار وو. پلار یې د اسانو لپاره د زین او نورو وسایلو جوړونکی وو.   کانټ ګمان کوه چې د پلرونو اصلي ځای یې سکاټلنډ دی خو په دې اړه کوم ثبوت نشته خو ډېر خلک ګمان کوي چې اصلیت یې د لیتوانیا دی. د کانټ مور او پلار ۹ بچیان لرل او خپله یې څلورم اولاد وو. کورنۍ یې عیسویان وو او په پیل کې یې نوم (Emanuel) پرې ایښی خو وروسته یې خپل نوم (Immanuel) ته بدل کړ. کانټ...
Jacques-René Hébert

Jacques-René Hébert

ټولې لیکنې
د ۱۷۵۷ کال، د نومبر په ۱۵ نېټه، د فرانسې په الانسو کې زېږېدلی او د ۱۷۹۴ کال د مارچ په ۲۴ نېټه، په پاریس کې مړ شوی. د فرانسې د انقلاب په دوران کې د فرانسې جورنالست او د (Le Père Duchesne ) افراطي ورځپاڼه تاسیس کوونکی وو. د (Hébertists) سیاسي ډلې مشر کومې چې زرګونه افراطي پلویان لرل. ډېر خلک یې د خپلې ورځپاڼې (Le Père Duchesne) په نامه یادوي.   په بورژوا کورنۍ کې زېږېدلی وو، په کال ۱۷۸۰ کې پاریس ته راغی او لس کاله ژوند یې په غربت کې تېر کړل. په کال ۱۷۸۹ چې کله د فرانسې انقلاب ته لمن ووهل شوه نو جک یې په ډېره زیاته علاقمندۍ سره استقبال وکړ. په کال ۱۷۹۰ کې یې په لیکنو پیل وکړ لمړۍ لیکنې یې سیاسي خندونکي طنزونه وو. ورځپاڼه یې په لمړي ځل د ۱۷۹۰ په نومبر کې راڅرګنده شوه او ډېره ژر د فرانسې د انقلاب بریالۍ ورځپاڼه شوه. په خپلې ورځپاڼې کې یې ډېر تمرکز پر اشرافو او د اشرافو پر حکومت کړ...
Share
Hide Buttons