ټولې لیکنې

Ahrens Aircraft Corporation

ټولې لیکنې
د کلیفورنیا په اوکسنارډ کې، په ۱۹۷۵ کې تاسیس شوی د الوتکو شرکت وو. موخه یې د سیمه ایزې هوایي کرښې لپاره الوتکې چمتو کول وو. وروسته یې د پورټو ریکو حکومت سره د (AR 404) الوتکو د تولید لپاره تړون وکړ, له دوه الوتکو جوړولو وروسته د پورټو ریکو حکومت پرې بودیجه بنده کړه او تولید ودرول شو.
Ahrens AR 404

Ahrens AR 404

ټولې لیکنې
په ۱۹۷۶ کې د امریکا ټولې دوه ۲ الوتکې وې، د ملکي الوتنو لپاره جوړې شوې وې. څلور ماشینونه یې لرل. د الوتکې ټوله تنه تقریبا مستطیل شکل کې وه تر څو په اسانۍ بار پکې ځای او په اسانۍ له بار څخه خالي شي. په لکۍ کې یې د بار پورته کولو او کوزولو لپاره دروازه لرله. د ۳۰ مساپرو لپاره یې ځای لره خو کومه چې د بار وړلو لپاره وه تر ۴ پورې یې ډي ۳ کانتینرونه انتقالولای شول. د جوړېدو لپاره یې د پورټو ریکو حکومت بودیجه ورکړې وه خو کله چې دوه جوړې شوې حکومت بودیجه پرې بنده کړه او نورې تولید نشوې. لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۹ کال د اکتوبر په ۲۶ نېټه کړې. جوړونکی شرکت یې (Ahrens Aircraft Corporation) دی.   پیلوټان : دوه خو د ۳۰ مساپرو لپاره یې هم کابین لره اوږدوالی : ۱۶.۸ متره د وزرو پراخوالی : ۲۰.۱۲ متره لوړوالی : ۵.۶۴ متره د وزرو سطحه : ۳۹.۲ متر مربع بې وسایلو وزن : ۴۳۰۹ کیل...
AHRLAC Holdings Ahrlac

AHRLAC Holdings Ahrlac

ټولې لیکنې
نوم یې د (Advanced High Performance Reconnaissance Light Aircraft) لنډیز دی. د سوېلې افریقا وړې د بغاوت ضد او کشف الوتکې دي. جوړونکی شرکت یې (AHRLAC Holdings) دی. لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۱۴ کال د جولای په ۲۶ نېټه کړې. تر اوسه دوه لمړنۍ الوتکې جوړې شوي. د یوې الوتکې ارزښت ۱۰ میلیونه ډالر دی. سپکې وړې برید کوونکې او نور ګڼ شمېر فعالیتونه ترسره کوونکې، د کم ارزښت لرونکې الوتکې دي. د ۲۰۱۴ کال د اګسټ په ۱۳ نېټه یې په (Wonderboom Airport) هوایي ډګر کې نندارې ته وړاندې شوې او خپله دوېمه الوتنه یې وکړه د دوېمې الوتنې پر وخت بلې الوتکې څارلې تر څو یې د الوت په اړه کمپیوټر مالومات مستند کړي. په ۲۰۱۶ کې بوینګ شرکت اعلان وکړ چې په دې الوتکو کې همکاري کوي او د (AHRLAC) په نامه یې د برید لپاره پرمختللی ډول جوړوي. لمړۍ داسې الوتکه ده چې ټوله طرحه او د تولید پروسه یې په افریقا کې ترسره شوې.   یادې ال...
Hybrid aerostat – ترکیبي اېروستات

Hybrid aerostat – ترکیبي اېروستات

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې هایبرېډ پیوند، ترکیبي او دوه رګه ته وایي. دلته یې مانا د دوه سیستمونو کارونکی اېروستات دی. دا ډول اېروستات دواړه (static buoyancy) او (dynamic airflow) کاروي تر څو پورته تګ وکړي. د اېروستات په دې ډول کې د تګ لپاره د خوځښت ځواک کاریږي او یا په کیبل تړل کیږي تر څو هوا کې په ولاړ حالت کې پاتې شي. که چېرې څرخونه پکې وکارول شي نو چورلکه هم ترې جوړېدای شي.   د الوتنې د ممکنه کولو لپاره باید ګاز د اتموسفېر د هوا په پرتله کم غلیظ وي. کوم بالون چې د تودوخې په ذریعه الوتنه کوي لاندې پای یې پرانیستی وي. په بالون کې عام کارېدونکي ګازونه هایدروجن، د سکرو او هلیم ګازونه دي....
Balloon – بالون

Balloon – بالون

ټولې لیکنې
یو بې ځواکه یا ځواک نه کارونکی اېروستات دی. د خوځښت لپاره کوم ځواک نه کاروي. د باد په ذریعه ازاد تګ کوي او یا په کیبل تړل شوی وي. دوه ډولونه لري سپورتي بالون او د هوا پېژندنې بالون. ډېری وخت کامرې هم پکې نصب کیږي او د امنیت لپاره کاریږي. په انګرېزۍ کې د (blimp) نوم هم ورته اخلي. کوم چې د امنیت لپاره کاریږي په انګرېزۍ کې ورته د (observation balloon) نوم اخلي، کوم چې د بلې الوتکې د برید د مخنیوي لپاره کاریږي د (barrage balloon) نوم ورته اخلي، کوم چې د هوا پېژندنې لپاره کاریږي د (meteorological balloon) نوم ورته اخلي، کوم چې د جاسوسي لپاره کاریږي د (espionage balloon) نوم ورته اخلي، د اورلګونې یا چادونې بالون ته (fire balloon) نوم اخلي....
Aerostat – اېروستات

Aerostat – اېروستات

ټولې لیکنې
نوم یې له دوه یونانۍ کلیمو ترکیب شوی. د (ἀήρ – aer) مانا هوا ده او د (στατός – statos) مانا درېدنه ده. د هوا په پرتله سپکه الوتکه ده کوم چې د خپل الوت کوونکي ګاز په ذریعه پورته تګ کوي. دوه ډوله بالونونه دي یو ډول یې د ځواک په ذریعه الوت کوي د هوایي بېړۍ (airship balloon) په نامه یادیږي او بل ډول یې له ځواک پرته الوت کوي او یوازې بالون نوم ورته اخیستل کیږي. ممکن تړل شوی وي او یا په هوا کې ازاد وي. د دې ډول الوتکو غلظت د اتموسفیر د هوا د غلظت په پرتله کم وي. یو یا څو نري پوښونه وي کوم چې په الوت کوونکي ګآز پړسول شوي وي. په هوایي بېړیو کې کوم پوښ چې ګاز لري په بهرني بل استر باندې د ساتنې لپاره پوښل شوی وي. په اتموسفیر کې افقي خوځښت نه کوي او له همدې امله پرې ایروستات نوم کېښودل شوی او همدا یې د هوا په پرتله درندو الوتکو سره کومې چې د الوتنې لپاره اېروډانامیک ځواک کاروي توپیر دی....
Helicopter – چورلکه

Helicopter – چورلکه

ټولې لیکنې
په عامیانه انګرېزۍ کې چورلکې ته (chopper and helo) نومونه اخلي، د څرخ لرونکې الوتکې یو ډول دی، پورته الوتنه او مخکې توغوېدنه یا مخکې تګ په خپل افقي څرخ کوي، افقي څرخ یې چورلکې ته په عمودي توګه د ناستې او الوت، مخکې او وروسته لور ته د تګ، په هوا کې د ځای پر ځای درېدو (hover) او دواړو اړخونو ته د تګ وړتیا ورکوي. پورته یادې شوې ځانګړنې یې په نورو الوتکو کې نشته او نه هم په داسې سیمو کې الوت او ناسته کولای شي چېرې یې چې چورلکې کوي.   د انګلیسي (helicopter) نوم یې د فرانسوۍ ژبې له (hélicoptère) اخیستل شوی کوم چې په ۱۸۶۱ کې (Gustave Ponton d'Amécourt) په لمړي ځل چورلکې ته کارولی او د یونانۍ ژبې له (ἕλιξ and πτερόν) کلیمو یې اخیستی. د (ἕλιξ ) مانا څرخ او یا د اوبو ګرداو ته ورته خوځښت او د (πτερόν) مانا وزر ده. په انګریزۍ کې چورلکې ته (chopper, copter, helo, heli, and whirlybird) نومونه...
Aviation

Aviation

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې د (Aviation) لغوي مانا د الوتکې فعالیت یا الوت دی. تر دې اوږده مانا او کارونه یې د الوتکې میکانیکي الوت او د الوتکې له صنعت سره ټول تړاو لرونکو فعالیتونو ته وایي. الوتکه کې چورلکه یا څرخ لرونکې هر ډول الوتکه، د ثابتو وزرو الوتکه، قاتېدو وړ وزر لرونکې الوتکه، بې وزرو الوت کوونکې تنه، بالون او هوایي بېړۍ شامل دي. په ۱۸ پېړۍ کې له بالون څخه پیل شوې. په ۱۸۹۶ کې چې کله د جرمني (Otto Lilienthal) په الوتنو کې مخکښ ګلایډر جوړ کړل نو په ټکنالوجۍ کې یې پرمختګ رامنځته شو. په ۱۹۰۰ لسیزه کې (Wright brothers) لمړۍ انجن لرونکې الوتکه جوړه کړه او د الوتکو د صنعت بنسټ یې کېښود. د (Aviation) کلیمه د فرانسې لیکوال او د سمندري پوځ افسر (Gabriel La Landelle) په ۱۸۶۳ کې جوړه کړې.  ...
Psychedelic drug

Psychedelic drug

ټولې لیکنې
د انسان زهن ته یې د اوږدمهاله زیان اړونې په اړه مالومات نشته او تر اوسه یې چې کوم خلک کاروي پرې معتاد شوي هم نه دي خو خو د دې درملو لرل، کارول او یا هم په نورو وېش غیرې قانوني دی.   د (psychoactive drug) درملو هالو سینوجېنېک کلاس دی، بنسټیز اغیز یې د (serotonin 2A receptor agonism) په ذریعه غیرې عادي پوهې یا خبرتیا تحریک او (psychedelic experiences) دی. پورته یاد شوي اغیزونه یې په لید کې، اورېدو کې او اروایي توګه بدلون، د پوهې په حالت کې د تغیر لامل کیږي. په کلاسیک سایکوډلیک درملو کې میسکالین، اېل اېس ډي، سیلو سایبین او ډي اېم ټي موجود وو.   هالوسینوجینیک درمل په څلور کټګوریو (psychedelics, cannabinergics, dissociatives, and deliriants) کې وېشل کېدای شي. څلورواړه کټګورۍ په پوهې او خبرتیا کې مختلف ډوله اغیزونه لري. ډېری درمل یې د کیمیاوي ترکیبونو له درې په یوه کورنۍ کې ...
International MaxxPro

International MaxxPro

ټولې لیکنې
زغره لرونکي موټر دي. د امریکا (Navistar International) شرکت او د اسرایلو (Plasan Sasa) شرکت په ګډه جوړ کړي. د پوځیانو د ځای شتون پکې د کارونې له موخې سره تړاو لري. وروسته برخه کې دوه ټایرونه او مخکې یو ټایر لري او همدې چارې یې د بار انتقالولو ظرفیت لوړ کړی خو ځینې دواړه مخکې او وروسته یو ټایر لرونکي دي. په عراق، سوریه او افغانستان په جګړو کې کارېدلي. په ۲۰۰۷ کال کې جوړ شوي، د ټولو جوړو شو شمېر ۹۰۰۰ دی. یو ډول یې تر ۷.۲ متره او بل ډول یې ۶.۵ متره پورې اوږدوالی لري، سور یې تر ۲.۵ متره او لوړوالی یې ۳ متره دی. د یوه موټر ارزښت تر ۵۵۰۰۰۰ ډالرو دی. افغانستان په ۲۰۱۵ کې ۱۵۵ ترلاسه کړي وو او ۱۵ یې ملي اردو ته ځانګړي کړي وو، پاکستان ۳۲۵ لري خو ۳۷ نور اضافي یې هم خپلو امنیتي ځواکونو ته ورکړي. الجیریا، البانیا ۳۸ لري، بلغاریا ۴، کروشیا ۳۵ او پنځه یې افغانستان ته انتقال کړي، د چک جمهوریت هم په ا...
M1117 Armored Security Vehicle

M1117 Armored Security Vehicle

ټولې لیکنې
په انګریزۍ کې ورته (Armored Security Vehicle) نوم هم اخلي. نړیوال د امنیت زغره لرونکي بکتر بند ټانکونه دي. په ۱۹۹۰ لسیزه کې د متحده ایالتونو د پوځي پولیسو لپاره طرحه شوي. لمړی یې په ۱۹۹۷ کې راڅرګند شو. بهر پوښ یې د ماین له چاودنې سره مقاومت کوونکی دی. له ۲۰۰۱ کال وروسته په عراق او افغانستان کې د امریکا پوځ په لمړي ځل په جګړه کې وکارول. درې ډوله (Mk 19 grenade launcher and M2HB Browning machine gun and M240H Medium Machine Gun) ماشیندارې پرې نصب وي. په ۲۰۱۵ کې د کمانډو لخوا د کارېدونکو موټرو په کورنۍ کې شامل شو. جوړونکی شرکت یې (Textron Marine & Land Systems) دی.   د افغانستان کمانډو ځواکونه ۶۳۴ لري خو د ۵۵ نورو غوښتنه یې هم کړې، د ملي اردو لپاره ۲۵۵ ځانګړي شوي. بلغاریا ټول ۱۷ ترلاسه کړي او له دې څخه ۶ په افغانستان کې کاروي، کاناډا ۵۰۰ ترلاسه کړي، کولمبیا ۳۹ پېرلي، عراق ۲۶۴ ا...
Nahuel DL 43

Nahuel DL 43

ټولې لیکنې
د دوېمې نړیوالې جګړې پر مهال په ارجنټینا کې د منځنۍ کچې جوړ شوی ټانک وو. طرحه کوونکی (Alfredo Baisi) او جوړونکی شرکت یې (Arsenal Esteban de Luca) دی. د ټولو تولید شوو شمېر ۱۲ خو یو یې له لرګي هم جوړ شوی. د نوم مانا یې پیشو پړانګ ده. ماشینداره یې ۷۵ ملي متره او د تاوېدو وړ وه. نوره طرحه یې د امریکا (M4) ټانک ته ورته وه خو د دې ټانک د طرحې کاپي نه وه. په ۱۹۴۰ لسیزه کې د بلجیم او متحده ایالتونو لخوا ارجنټینا ته ارزانه ټانکونه ورکړل شو او له همدې امله یې خپل ټانکونه چې لوړ لګښت یې لره تر ۱۲ محدود کړل.   وزن : ۳۵ ټنه اوږدوالی : ۶.۲۲ متره سور : ۲.۳۳ متره لوړوالی : ۲.۹۵ متره د پنځه کسانو لپاره یې ځای لره : د ټانک چلونکی، د چلونکي همکار، د ماشیندارې چلونکی، میل ته وسله خیژونکی او قومندان د زغرې ډبلوالی : ۸۰ ملي متره زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۴۰ ک...
2C (psychedelics)

2C (psychedelics)

ټولې لیکنې
د (psychedelic phenethylamines) عام نوم (2C) یا (2C-x) دی، د بنزین د کړۍ په دوېم او پنځم موقیعت کې میتوکسي ګروپونه لري. په دې ډول ډېرو ترکیبونو کې د کړۍ په څلورم موقیعت کې لیپوفیلیک جوړونکی جز هم شامل وي، په میتابولیکه توګه ثابت او اوږد مهاله فعالیت کوونکي ترکیبونه دي. ډېری پېژندل شوي (2c) ترکیبونه په ۱۹۷۰ او په ۱۹۸۰ لسیزه کې الکسندر شولګېن (Alexander Shulgin) ترکیب کړي او په خپل (Phenethylamines i Have Known And Loved) کتاب کې یې چاپ کړي. د (2c) لنډیز هم السکندر جوړ کړي د امینو ګروپونو او بېنزین د کړۍ ترمنځ د کاربن دوه اتومونو ته یې (2c) لنډیز کارولی. Nomenclature R3 R4 2D Structure 3D Structure 2C-B H Br 2C-Bn H CH2C6H5 2C-Bu H CH2CH2CH2CH3 2C-C H Cl 2C-C-3 [4] Cl Cl 2C-CN H C≡N 2C-CP H C3H5 2C...
Dexamethasone – ډیکسامیتازون

Dexamethasone – ډیکسامیتازون

ټولې لیکنې
د ۲۰۲۰ کال د جون په ۱۶ نېټه پېتر هار بای د اکسفورډ پوهنتون د طب په نوفیلډ څانګه کې پروفیسر د (COVID -19) هغو ناروغانو لپاره چې اکسیجن ورکول کیږي د ډیکسا میتازون ورکولو تصدیق وکړ. د انګلستان ټولټال ۲۱۰۴ ناروغانو ته به د ورځې یو ځل ۶ ملي ګرامه ډیکسا میتازون ورکړل شي. ډیکسا میتازون د اټوایمیون او پړسوب حالتونو کې له ډېره وخته کاریږي.   سوداګریز نومونه یې (Dextenza, Ozurdex) او ځینې نور نومونه دي. کیمیاوي فورملو یې (C22H29FO5) دی. یو ډول کورټي کوسټیرویډ درمل دي. د زیاتو حالتونو د درملنې لپاره کاریږي په دې حالتونو کې روتیک ستونزې، یو شمېر د پوستکي ناروغۍ، سخت حساسیت، استما یا سا لنډي، د سږو اوږدمهاله ناروغي، په کوچنیانو کې کروپ یا د حنجرې او قصبه الریه پړسېدنه او د سا لنډېدو لامل کېدنه، د مغز پړسوب، د سترګو له جراحي وروسته د سترګو درد، په نري رنځ کې له انتي بیوتیک سره شامل دي. که چېر...
Water – اوبه

Water – اوبه

ټولې لیکنې
اوبه غیرې عضوي ترکیب دی. رڼه، بې خونده، بې بویه او تقریبا بې رنګه ماده ده، د ځمکې د هایډروسفېر اصلي جوړونکی جز دی. سره له دې چې کالوریز یا اورګانیک خواړه نه چمتو کوي خو بیا هم د ټوولو پېژندل شوو ژوندیو لپاره اوبه حیاتي دي. کیمیاوي فورمول یې اوبه غیرې عضوي ترکیب دی. رڼه، بې خونده، بې بویه او تقریبا بې رنګه ماده ده، د ځمکې د هایډروسفېر اصلي جوړونکی جز دی. سره له دې چې کالوریز یا اورګانیک خواړه نه چمتو کوي خو بیا هم د ټوولو پېژندل شوو ژوندیو لپاره اوبه حیاتي دي. کیمیاوي فورمول یې H2O دی مانا یې داده چې د اوبو هر مالیکول کې د اکسیجن یو او د هایدروجن دوه اتومونه موجود وي، په کو والانسي یا کو والېنټ بانډونو او یا هم مالیکولي بانډونو سره وصل وي.   په یوه معیاري تودوخه او د فشار چاپېریال کې د اوبه غیرې عضوي ترکیب دی. رڼه، بې خونده، بې بویه او تقریبا بې رنګه ماده ده، د ځمکې د ها...
Field Marshal – په انګلستان کې فیلډ مارشال

Field Marshal – په انګلستان کې فیلډ مارشال

ټولې لیکنې
لنډیز یې اېف اې (FM) دی، له ۱۷۳۶ کال څخه د انګلستان په پوځ کې فیلډ مارشال تر ټولو لوړه رتبه ده. فیلډ مارشال د پنځه ستورو رتبه او د ناټو او اېف - ۱۰ (OF-10) کوډ لري. په سمندري پوځ کې د فیلډ مارشال رتبه له ( Admiral of the Fleet) سره او په هوایي پوځ کې له ( Marshal of the Royal Air Force) رتبې سره برابره ده. په نښان کې یې د سنټ ایډوار د تاج لاندې پاڼې وي او د فیلډ مارشال په یادو پاڼو باندې د چلیپا نښان موجود وي. د انګلستان په درېواړه سمندري ځواک، هوایي ځواک او ځمکني پوځ کې مارشال د ټول عمر لپاره افسر پاتې کیږي خو که له تقاوت وروسته په کوم پوسټ کار نه کوي نو معاش یې نیم وي. په ۱۸ او ۱۹ پېړۍ کې چې کوم فیلډ مارشالان مړه شوي له مرګ وروسته یې پوسټ تر ډېره خالي پاتې شوی.   له دوېمې نړیوالې جګړې وروسته په انګلستان کې د لوی درستیز ګمارنه معیاري ګمارنه شوه او پوسټ یې خالي نه پاتې کېده. انګ...
Saint-Sulpice – سنت سولپیس

Saint-Sulpice – سنت سولپیس

ټولې لیکنې
د فرانسې په پاریس ښار کې د کتولیک عیسویانو کلیسا ده. د سنت سولپیس ماڼۍ په ختیځ کې واقع ده. له نوتر دام جامع کلیسا په کچه کې کمه اندازه وړه او په پاریس ښار کې دېمه لویه کلیسا ګڼل کیږي. په ۷ پېړۍ کې په لمړي ځل سولپیتیوس جوړه کړې او په دوېم ځل یې ودانۍ په ۱۶۴۶ کې جوړه شوې. د ویکتور هوګو له ادېل فوشې سره واده هم په همدې کلیسا کې شوی. ودانۍ یې د پاریس تاریخي اثار ګڼل کیږي.
Bayonne – بایون

Bayonne – بایون

ټولې لیکنې
په فرانسه کې ښار او کومیون دی. د نیوو او ادور سیندونو د یوځای کېدو ترمنځ واقع دی. په ۲۰۱۲ کې یې نفوس ۴۵۸۵۵ وو. په ۱۰۲۳ کال کې د لبور سیمې مرکز وو. په ۱۲ پېړۍ کې پراخ شو او د ادور سیند له پاسه لمړی پول جوړ شو. کله چې د اکیتېن ایلیانور ملکې واده وکړ د واده له امله یې بایون ښار د انګلستان د واک لاندې شو. وروسته یې د سمندري صادراتو او وارداتو له امله سوداګریز او نظامي ارزښت پیدا کړ. په ۱۱۷۷ کال کې د انګلستان ریچارډ د زمري زړه لرونکي د واک لاندې شو او له لبور څخه یې جلا کړ.   په ۱۴۵۱ کال کې د سلو کالو له جګړې وروسته بېرته فرانسې ونیوه. په تدریجي توګه یې سیندونه له خټو او زرڼو ډک شو له همدې امله پکې له انګلستان سره د سوداګریزو کیشتیو تګ راتګ بند شو. د الهمرا په نامه د فرمان له مخې له هسپانیا سېفاردیک یهودان وشړل شو او له تېښتې وروسته په بایون کې مېشت شول. سېفاردیک یهودانو له ځان سره د ...
White Fathers – سپین پوسته پلرونه

White Fathers – سپین پوسته پلرونه

ټولې لیکنې
په افریقا کې د عیسویت خپرولو د ماموریت مامورینو ته سپین پوسته پلرونه وایي. ټولنه یې د افریقا د مامورینو ټولنې ( Society of the Missionaries of Africa) په نامه یادیږي. په فرانسوۍ کې سپینو پلرونو ته (Pères Blancs) ویل کیږي. په دې ماموریت کې رسالتي یا پیغام رسونکي رومان کتولیک عیسویان موجود وي. بنسټ یې په ۱۸۶۸ کې چارلز لاویجري ایښی. د ټولنې چارې د عیسویت په اړه نورو ته زده کړه او د عیسویت تبلیغ دی تر ډېره په افریقا کې فعالیت کوي. په ۲۰۲۰ کال کې یې ۲۱۷ ټولنې لرلې، یادو ټولنو په ۴۲ هیوادونو کې تبلیغ کوه، تبلیغ کوونکي مامورین یې ۱۲۴۷ کسان وو، یاد کسان د ۳۶ مختلفو هیوادونو تابعیت لرونکي دي....
Otto von Bismarck – اوتو وان بیسمارک

Otto von Bismarck – اوتو وان بیسمارک

ټولې لیکنې
د بیسمارک شهزاده، د لوینبرګ دوک په نومونو هم یادیږي. اصلي نوم یې (von Bismarck-Schönhausen) دی. د ۱۸۱۵ کال، د اپرېل په ۱ نېټه، زېږېدلی او د ۱۸۹۸ کال، د جولای په ۳۰ نېټه، مړ شوی. د جرمني محافظه کار سیاست پوه وو، په کال ۱۸۷۱ کې یې د جرمنیانو په بیا ځلې یو کولو کې لویه ونډه اخیستې، تر ۱۸۹۰ کال پورې د جرمني لمړی وزیر وو، تر دوه لسیزو پورې یې د اروپا چارې پر مخ وړلې.   د ۱۸۶۲–۱۸۹۰ کلونو تر منځ د پروسیا لمړی وزیر او د ۱۸۶۷–۱۸۷۱ کلونو ترمنځ د شمالي جرمني د کنفدراسیون لمړی وزیر پاتې شوی. د خپل واک په اوږدو کې یې درې پرېکړه کوونکې یا قاطع جګړې د فرانسې، دنمارک او اتریش پر ضد تحریک او پیل کړې. کله یې چې اتریش ته ماته ورکړه د جرمني هغه کنفدراسیون یې له منځه یوړ کوم چې له ملي بنسټونو پورته وو او پر ځای یې د جرمني د شمال کنفدراسیون جوړ کړ، کله یې چې فرانسې ته ماته ورکړه نو د جرمني امپراتوري ...
Share
Hide Buttons