
Female – ښځه
د ښځې ښودنې سمبول ♀ دی، د ژوندیو یو جنس دی یا د ژوندیو یوه برخه ده کوم چې اوا (ova) یا د هګۍ حجره تولیدوي. د انسان په شمول د تی لرونکو ښځه دوه X کروموزوم لري. د ژوندیو په هر ډول کې د ښځې ځانګړنې توپیر لري او د ځینو ډولونو ځانګړنې یې په روښانه توګه د تعریف وړ دي لکه د شیدو مرغړي لرل. د انګریزۍ (female) کلیمه د لاتیني ژبې له (femella) کلیمې اخیستل شوې مانا یې ښځه ده.
په هېتېروګاموس د تولید سیستم کې اوا یا هګۍ د غټ ګامېټ په توګه تعریف شوې، کوچنی ګامېت سپېرماتوزوم کوم چې معمولا د خوځښت وړتیا لري نر تولیدوي. له نر پرته ښځه د مثل تولید نشي کولای خو ځینې ژوندي له جنسي اړیکې پرته د مثل تولید کولو وړتیا لري، کومو ژوندیو کې چې ښځه له نر پرته د مثل تولید کوي د پارتېنوجېنېسیس په نامه یادیږي.
اېزوګاموس ژوندي د جنسي اړیکې لپاره دوه یا تر دوه ډېرې طریقې لري، انیسوګاموس ژوندیو کې...