ټولې لیکنې

Welch OW-4

ټولې لیکنې
په ۱۹۲۰ لسیزه کې د متحده ایالتونو یو وزرې الوتکه وه. طرحه کوونکی یې (Orin Moore Welch) او جوړونکی شرکت یې (Orin Welch Aircraft Company) وو. یوازې یوه الوتکه تولید شوې، د درې کسانو لپاره یې کوچنی کابین لره.   پاور پلنټ : Powerplant: 90 horsepower Curtiss OX-5 engine  

Welch OW-3

ټولې لیکنې
په ۱۹۲۰ لسیزه کې د متحده ایالتونو د ۳ کسانو لپاره وړه الوتکه وه. دوه ډولونه (OW-3 and OW-3M) یې لرل. په یو ډول کې یوه جوړه وزرې او په بل ډول کې دوه جوړه وزرې وې. لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۲۸ کې کړې، جوړونکی شرکت یې (Orin Welch Aircraft Company) او طرحه کوونکی (Orin Moore Welch) وو.

Welch OW-2

ټولې لیکنې
په ۱۹۲۰ لسیزه کې د متحده ایالتونو وړه الوتکه وه، د درې کسانو لپاره یې کوچنی کابین لره, د ټولو تولید شوو شمېر ۲ وو, لمړۍ الوتکه د (OW-1) الوتکې په تنه کې بدلون راوستنه وه. وروسته د ۵ کسانو لپاره پکې کابین جوړ شو. یوه ېی په ۱۹۲۹ کې د اور لګېدنې له امله ویجاړه شوه. . جوړونکی شرکت یې ( Orin Welch Aircraft Company) او طرحه کوونکی (Orin Moore Welch) وو.
Cierva C.7

Cierva C.7

ټولې لیکنې
تجربوي اټوجیرو وو. په ۱۹۲۰ لسیزه کې (Juan de la Cierva) طرحه کړی وو. د ۱۹۲۷ کال د جنورۍ په ۷ نېټه یې الوتنه کوله، د الوتنې پر وخت تقریبا له ځمکې ۳۰ متره لوړ وو او د څرخ یوه پره یې جلا شوه او په نورمال سرعت په عمودي توګه په ځمکه ولوېده، تر پرېوتو مخکې یې دوېمه پره هم له څرخ جلا شوه خو پیلوټ پکې زیان ونه لیده او یوازې یې پوستکی ټپي شو. له پېښې وروسته د انګلستان د دفاع وزیر د ټولو اټوجیرو الوتنې وځنډولې.   له څېړنو وروسته (Juan de la Cierva) دوېم اټوجیرو جوړ کړ او د څرخ په پرو یې د دوراني فشار مخه ونیوله خو د انګلستان لخوا د اټوجیرو په الوتنه بندیز وو نو د ازموینې لپاره مادرید ته ولاړ تر څو خپلې چارې بشپړ کړي. په مادرید کې له الوتنې وروسته چارې بریالۍ شوې.   دوه ډولونه (C.7 and C.VII) یې لرل پیلوټ : یو اوږدوالی : ۹ متره د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ...

Loening Duckling

ټولې لیکنې
د امریکا الوتونکې کیشتۍ وه، په ۱۹۱۰ لسیزه کې (Loening) شرکت جوړه کړې وه. دوه جوړه وزرونه یې لرل، یو ماشین یې لره، تر ۱۹۱۸ پورې بشپړ شوه.   پاورپلنټ : Powerplant: one 60 hp Lawrence 3 cylinder radial engine
Burnelli UB-20

Burnelli UB-20

ټولې لیکنې
په ۱۹۳۰ لسیزه کې پورته الوتونکې تنه وه. طرحه کوونکی یې (Vincent Burnelli) وو. یو وزرې الوتکه وه، تنه کې یې وزن انتقالولای شو، تنه یې د وسپنې په څادر پوښل شوې وه, د پیلوټانو دوه چوکۍ او مساپرو لپاره یې د ۱۶ کسانو کابین لره.

Douglas CG-19

ټولې لیکنې
په ۱۹۴۰ لسیزه کې د متحده ایالتونو د برید کوونکي ګلایډر جوړونې لپاره پروژه وه جوړونکی شرکت یې د متحده ایالتونو (Douglas Aircraft Company) وو. په پروژه کې دوه ډوله سپک ګلایډر کوم چې د ۳۶۲۸ کیلو ګرامه نظامي تجهیزاتو وزن انتقالولو وړتیا لرله، د بار وړنې لپاره ۷.۳ متره اوږده تنه لرله او دروند ګلایډر وو کوم چې تر ۷۲۵۷ کیلو ګرامه پورې د نظامي تجهیزاتو انتقال وړتیا لرله د بار وړنې لپاره یې ۹ متره تنه لرله   پیلوټان : دوه خو تر ۳۰ پورې پوځیان یې هم انتقالول اوږدوالی : ۱۸.۸۰ متره د وزرو پراخوالی : ۲۵.۹۱ متره لوړوالی : ۷.۳ متره له وسایلو سره وزن : ۶۴۴۱ سرعت : په ساعت کې ۸۹ کیلومتره...

MKEK-6

ټولې لیکنې
د روزنې لپاره د دوه چوکیو په ترکیه کې جوړ شوی ګلایډر وو. په ۱۹۵۰ لسیزه کې (Makina Kimya endustrisi Kurumu) شرکت جوړ کړی دی. تنه یې له لرګي جوړه او مونوکوک ډیزاین لرونکې وه.   دوه کسان یوه سپرلۍ او یو پیلوټ پکې ځایدل. اوږدوالی : ۷.۹ متره د وزرو پراخوالی : ۱۶ متره د وزرو سطحه : ۲۲.۸۳ متر مربع د خالي الوتکې وزن : ۲۶۰ کیلو ګرامه له وسایلو سره وزن : ۴۲۰ کیلو ګرامه سرعت : په ساعت کې ۵۳.۵ کیلو متره
Swept wing

Swept wing

ټولې لیکنې
د الوتکې هغه وزرو ته وایي چې له تنې مستقیم نه وي غزېدلي یا وروسته لور ته زاویه جوړوي او یا وز د پوز لور ته کمه اندازه تاو شوی وي. په لوړ سرعت کې د دې ډول وزرو څېړنه جرمني په ۱۹۳۵ کې پیل کړې وه او له دوېمې نړیوالې جګړې پای ته رسېدو مخکې یې دا ډول وزر لرونکې الوتکې جوړې کړې وې. تقریبا په ټولو جېټ الوتکو کې دا ډول وزرې کاریږي.    
Airfoil – اېرفوېل

Airfoil – اېرفوېل

ټولې لیکنې
د الوتکې په وزرو کې، د لکۍ په افقي او عمودي سطحو کې داسې منحني شکل دی چې د الوتنې پروخت د لاندې کش کېدو او پورته ختنې ترمنځ مناسب نسبت رامنځته کوي. دا شکل په توربین، د چورلکې په پرو کې او کیشتیو کې هم کاریږي.   اېرفویل شکل کوم چې په مایع کې خوځښت کوي ایروډاینامیک ځواک تولیدوي. د خوځښت په لوري په عمودي توګه د دې ځواک عناصرو ته لېفټ یا پورته تګ (lift) وایي. د خوځښت له لوري سره د دې ځواک موازي عناصرو ته لاندې کش کېدنه (drag) وایي. د غږ له سرعت څخه ورو الوتنه کې د اېرفوېل مخکې خوا څنډې ګردې شوې وي او د وروسته لور څنډې یې تېرې وي، پاسه او لاندې سطحه یې متقارنه منحني وي. کوم فوېل (foil) چې د پورته یاد شوي فوېل په څېر په مایع کې د کار لپاره طرحه شوي وي د (hydrofoils) نوم ورته اخیستل کیږي او که هوا کې د کار لپاره طرحه شوي وي (airfoil) ورته ویل کیږي.   کله چې یوه تنه په هوا کې م...
Northrop Grumman B-2 Spirit

Northrop Grumman B-2 Spirit

ټولې لیکنې
لمړی نوم یې (Northrop B-2 Spirit) وو وروسته (Northrop Grumman B-2 Spirit) ته بدل شو. د (Stealth Bomber) په نامه هم پېژندل کیږي. د متحده ایالتونو درنده ستراتیژیکه بم غورزونکې الوتکه ده. د غلا تګ کوونې لپاره ټکنالوجي پکې کارېدلې او په هغو ځایونو برید کوي چې د الوتکو ضد ګڼ توغندي پکې نصب وي او یا هم نورې الوتکې د هوا دفاع کوي په همدې سیمه ستراتیژیکه بم غورزونه ترسره کوي.   رول یې دروند بمبار او ستراتیژیک بمبار دی. جوړونکی شرکت یې (Northrop Corporation, Northrop Grumman) دی. لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۸۹ کې د جولای په ۱۷ نېټه کړې. د متحده ایالتونو د پوځ لخوا یې کارونه په ۱۹۹۷ کې د جنوري په لمړۍ نېټه پیل شوې. د ۱۹۸۷ – ۲۰۰۰ کلونو ترمنځ تولید شوي، د ټولو تولید شوو الوتکو شمېر ۲۱ دی.   له ۵۰۰۰۰ فټه لوړې ارتفاع عملیات کولای شي. په ټانکیو کې په خپلو تیلو تر ۶۹۰۰ کیلومتره پورې الوتنه ک...
د الوتکې جوړښت

د الوتکې جوړښت

ټولې لیکنې
Aircraft – الوتکه د هوا په ملاتړ الوت کوونکې تنې ته الوتکه وایي. د جاذبې له قوې څخه د خلاصون لپاره د اېرفوېل ډاینامیک لفټ او یا ستاتیک لفټ کاروي، ځینې حالتونو کې جېټ ماشین څخه لاندې لور ته فشار کاروي. د الوتکې بېلګې بالون، ایرو ستات، هوایي بېړۍ، پاراموټور او ګلایډرونه دي. هوا کې د الوتنې فعالیت یا مسلک ته (aviation) وایي او ساینس ته یې (aeronautics) نوم اخلي په دې ساینس کې د الوتکو طرحه کولو او جوړونه مطالعه کیږي. Empennage - د الوتکې لکۍ په انګرېزۍ کې د الوتکې لکۍ ته (tail or tail assembly) نومونه هم اخلي. د الوتکې په وروسته برخه کې یو جوړښت دی, د الوتنې پر وخت په الوتکه کې ثبات رامنځته کوي لکه په غشي کې د غشي لکۍ د غشي په سیده تګ کې مرسته کوي او هوا نه پرېږدي چې د غشي لوری کوږ کړي یا انحراف ورکړي همداسې د الوتکې لکۍ په الوتکه کې ورته رول لري. د (Empe...
Flight control surfaces – د الوتنې د کنټرول سطحې

Flight control surfaces – د الوتنې د کنټرول سطحې

ټولې لیکنې
ایروډاینامیک الې دي، د دې الو په ذریعه پیلوټ د الوتنې لوری هدایت او کنټرول کوي. په الوتکو کې د الوتنې د کنټرول سطحې توپیر سره لري خو تخنیک یې یو وي. په چورلکه او اټوجیرو کې هم په درې محورونو کې د کنټرول سطحې ورته خوځښت ترسره کوي خو طریقه یې د وزر لرونکې الوتکې سره توپیر لري. لمړی د کنټرول سطحې جوړونکي (Wright brothers) دي. د خوځښت محورونه یوه الوتکه له درې محورونو څرخیږي، درېواړه محورونه په یو بل باندې عمودي شکل کې واقع دي او د تقاطع ټکی یې د ثقل په مرکز کې دی. د لوري د هدایت لپاره پیلوټ ته اړینه ده چې له درېواړو محورونو د څرخېدو وړتیا ولري.   Vertical axis (yaw) منشاء یې د ثقل په مرکز کې ده او د الوتکې لاندې لوري ته هدایت شوی. تنې او وزرو باندې عمودي شکل کې دی. په دې محور کې خوځښت ته (yaw) نوم اخلي. که چېرې مثبت خوځښت وي نو د الوتکې پوز ښي اړخ ته تاووي...
Aircraft principal axes – د الوتکې بنسټیز محورونه

Aircraft principal axes – د الوتکې بنسټیز محورونه

ټولې لیکنې
الوتکه په درې بعدونو کې په ازاده توګه څرخیږي. د (yaw) څرخ یې پورته یا ښکته لور ته له تګ کوونکي محور څخه د الوتکې ښي یا کیڼ اړخ ته پوز تاوېدنه ده، د (pitch) څرخ له داسې محوره چې له یوه بل وزر ته وي د الوتکې پوز ښکته یا پورته کیدنه ده، د (roll) څرخ له پوز څخه لکۍ لور ته له محوره څرخ دی.   دا څرخونه چې کله د الوتکې لوری هدایت کیږي رامنځته کیږي په فزیک کې د یوې تنې د لوري هدایت ته (torques or moments) نومونه اخلي. په الوتکه کې چې کله د کنټرول سطحو ته خوځښت ورکړل شي نو د الوتکې لوری پرې هدایت کیږي. د کنټرول سطحې د الوتکې د ثقل له مرکز څخه د ایروډاینامیک ځواک په وېش کې توپیر رامنځته کوي. د الوتکې د کنټرول سطحې په وزرونو او لکۍ کې وي : د لکۍ په مسطحه برخه کې (Elevators) موجود وي او (pitch) څرخ تولیدوي، د لکۍ په عمودي برخه کې یې (rudder) د (yaw) څرخ تولیدوي، په وزرو کې یې اېلرون (ailero...
Yaw rotation – د انحراف څرخ

Yaw rotation – د انحراف څرخ

ټولې لیکنې
یوه جامده تنه چې کله خپل لوری بدلوي د لوري بدلیدو پر وخت یې د (yaw rotation) څرخ له (yaw axis) محور څخه څرخېدنه ده، د خوځښت لوری یې ممکن کیڼ اړخ ته وي، ممکن ښي اړخ ته وي. د موټر، الوتکې، د توغېدونکې تنې لکه راکټ او توغندي د (yaw) نرخ یا سرعت د دې څرخ زاویه اي سرعت دی، په الوتکه کې کله چې افقي وي د (yaw) نرخ یا سرعت یې د پوز د بدلېدو زاویه ده. کچه یې درجه\ثانیه او رادیان\ثانیه کیږي.   کچه د انحراف څرخ کې د سرعت کچه د تنې د سطحې په هندسي توګه په دوه جلا شوو ټکو کیږي. دوېمه طریقه یې په جیروسکوپ کچه کوونه ده او یا له اکسېلېرومتر څخه ترکیب کیږي. د دې څرخ کچه د موټر چلونکی په فکري توګه د موټر تاوولو پر وخت احساس کوي. خو په الیکترونیکي توګه با ثباته شوو تنو کې لکه الوتکه د (yaw) نرخ په مستقیمه توګه د تنې له اکسلرېشن یا د سرعت زیاتونې سره تړاو لري، په دې ډول تنو کې تنه په ...