
Flight dynamics
په اتموسفیر یا له اتموسفیر بهر فضا کې د الوتونکې تنې د فعالیت، ثبات او کنټرول مطالعه ده. له هغه ځواک سره سر او کار لري چې په الوتونکې تنې واریدیږي، په سرعت یې اغیز کوي.
لږېدونکې هوا ته په پام د با ثباتو وزرو الوتکه چې کله خپل لوري ته تغیر ورکوي په دوه اړینو زایو ښودل کیږي : د وزر زاویه الفا او د لکۍ زاویه د بیتا په نامه یادیږي. دا زاویې اړینې دي ځکه چې د الوتکې په ایروډاینامیکي ځواک کې د بدلون اړینه سرچینه ګڼل کیږي.
له اتموسفېر بهر فضا کې د الوتونکې تنې د الوتنې ډاینامیک کې درې ځواکونه شامل دي : توغونکی ځواک انګریزۍ کې ورته (propulsive) وایي او دا چاره د راکټ انجن ترسره کوي؛ د جاذبې ځواک (gravitational)، مخکې تګ او وروسته کش کېدنه (lift and drag).
د الوتکې د الوتنې ډاینامیک
د الوتنې ډاینامیک د الوتونکې تنې د لوري د هدایت او په درې بعدونو کې د کنټرول ساینس دی. د ا...