ټولې لیکنې

استاد بېلتون

استاد بېلتون

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې مومن خان بېلتون وو. د کابل ولایت پښتون سندر غاړی وو. د خاک جبار ولسوالی په چکري کلي کې پیدا شوی خو د ژوند ډېره برخه یې په لوګر ولایت کې تېره کړې. په دواړو پښتو او دري ژبو یې سندرې ویلي. د سندرو طرز یې د کابل خرابات میوزیک منعکس کړی. پلار یې له پیدا کېدو مخکې مړ شوی، په کم عمر کې یې مور هم مړه شوه او په لوګر ولایت کې یې یوې خور لوی کړی. په ۱۵ کلنۍ کې یې په سندرو ویلو پیل وکړ او لمړۍ سندره یې پښتو او دري وه. تقریبا ۷۰ کاله یې د هنر په ډګر کې تېر کړل او د ۹۵ کالو په عمر کابل کې مړ شو....
بخت زمینه

بخت زمینه

ټولې لیکنې
بخت زمینه د کونړ ولایت سندر غاړې وه. کله یې چې میوزیک د خپل مسلک په توګه وټاکه نو له کونړ څخه کابل ولایت ته ولاړه. سیمه ایز او پاپ میوزیک سره یې سندرې ویلې. ښکلا او غږ یې په وخت کې ساری نلره. کله یې چې ای سربازه یاره خیژه په مورچل باندې سندره وویله نو مجایدینو ترور کړه. د لسګونو کلونو لپاره رسنیو د سیاسي لاملونه لپاره هېره کړې. ځینې سندرو یې د افغانستان د رژیم ملاتړ کوه او له همدې امله په ۱۹۸۰ کې د نامعلومه کس لخوا په کابل کې ووژل شوه.   سندرې اې سربازه یاره خیژه په مورچل باندې ما له تا جدا کوینه یاره غمجن به شې زما خوږه جانانه بې دلداره مې زما د مینې یاره راشه راشه خلقي اختر دی مزه دار پښتو ټپې خایسته ځان مې جوړ کړی...
استاد اولمیر

استاد اولمیر

ټولې لیکنې
د ۱۹۳۱ کال د مې میاشت په ۸ نېټه د پښتونخوا په پیښور کې زېږېدلی او د ۱۹۸۲ کال د اپرېل په ۲۴ نېټه په کابل کې مړ شوی. د افغانستان د پښتو ژبې سندرغاړی، کمپوزر او شاعر وو. په کم عمرۍ کې یې له مختلفو کسانو د میوزیک زده کړه کړې او وروسته یې د راډیو د خپرونو لپاره سندرې ویلې. لمړۍ سندره یې په ۱۸ کلنۍ کې ویلې، د سندرې نوم یې زړه مې ټوټې شو دی. د پښتو نامتو شاعر ملنګ جان په مرسته یې د افغانستان راډیو ته لار پیدا کړه او د افغانستان له راډیو یې سندرې خپرېدل پیل شول. استاد اولمیر تقریبا له ۲۵۰ زیاتې سندرې لري، ډېرې سندرې یې خپله کمپوز کړي. وروسته د افغانستان د کلتور او اطلاعاتو وزارت د استاد لقب ورکړ. په ډېرو سندرو کې یې د وطن پرستۍ احساس هم شته....
اریانا سعید

اریانا سعید

ټولې لیکنې
د ۱۹۸۵ کال د جولای په ۱۴ نېټه په کابل کې زېږېدلې. اوس په ۲۰۲۰ کې ۳۵ کلنه ده. د افغانستان سندرې لیکونکې، سندرې ویونکې او تلویزیوني شخصیت دی. په دواړو پښتو او دري ژبو سندرې وایي. د افغانستان د پېژندل شوو هنرمندانو په نوملړ کې ده. یوازینۍ افغان سندرغاړې چې له افغانستان بهر او په داخل کې یې ډېر کنسرټونه د بشر دوستانه مرستو په موخه ترسره کړي. په ۱ تلویزیون او طلوع تلویزیون کې د میزبان رول هم لري. په ۲۰۱۸ کې یې له خپل مدیر حسیب سعید سره کوژدن وکړه. د نادیه ندیم په نامه یوه خورزه یې د افغانستان د ښځو په فوټبال ټیم غړې ده.   د اریانا سعید پلار پښتون او مور یې دري ژبې ده. کله چې د ۸ کالو وه مور پلار یې پاکستان ته کډوال شو او له پاکستان څخه سویس ته کډوال شو. اوسمهال له خپلې مور او خپلوانو سره د انګلستان په لندن ښار کې ژوند کوي. په ۱۲ کلنۍ کې یې د میوزیک زده کولو لپاره داخله وکړه او له میوز...
احمد ظاهر

احمد ظاهر

ټولې لیکنې
د ۱۹۴۶ کال د جون میاشتې په ۱۴ نېټه زېږېدلی او د ۱۹۷۹ کال د جون په ۱۴ نېټه مړ شوی. د افغانستان کمپوزر او سندرو لیکونکی وو. په دواړو پښتو او دري ژبو یې سندرې ویلي. د افغانستان په تاریخ کې احمد ظاهر لمړی سندر غاړی وو چې د هرې طبقې، عمر، ژبې او سیمې خلکو یې په افغانستان کې سندرې اورېدلې. سره له دې چې د افغانستان د پاپ او راک مخکښ وو په نور هر ډول میوزیک کې یې خپل هنر تر اورېدونکو رسولی په دې کې هندی کلاسیک، ایرانی، پښتو، قطغني، لوګری او رومانتیک میوزیک شامل دي. احمد ظاهر د افغانستان اېلویس ګڼل کیږي. اېلویس د امریکا سندر غاړی او اکټر وو.   احمد ظاهر په لغمان کې زېږېدلی. پلار یې عبد الظاهر په ۱۹۷۱ او ۱۹۷۲ کې د افغانستان د روغتیا وزیر او لمړی وزیر وو. پلار یې له ظاهر شاه سره هم نږدې اړیکې لرلې او د ۱۹۶۴ اساسي قانون کې یې هم لویه ونډه اخیستې. د احمد ظاهر مشره خور ظاهره ظاهر په متحده ایال...
احمد ولي

احمد ولي

ټولې لیکنې
احمد ولي د افغانستان سندر غاړی دی. غزل ویل یې له ۱۹۷۰ لسیزې پیل کړي. د افغانستان له امنیت خرابېدو سره له هیواده کډوال شو او په جرمني کې له مېشت کېدو وروسته یې په شمالي امریکا او ټوله اروپا کې خپل هنر ته ادامه ورکړه.   احمد ولي افغانستان له دوه نورو سندر غاړو سره هم خپلوي لري چې یوه سلماء جهاني او بل حیدرسلیم دی. په افغانستان کې احمد ولي له هنګامې سره سندرې ویلې خو کله چې جرمني ته کډوال شو نو هنګامه هم ورپسې جرمني ته راغله او په ۱۹۸۵ کې یې واده وکړ. د احمد ولي کورنۍ له واده سره مخالفت وکړ او لامل یې دا وو چې کورنۍ یې هنګامه د ټیټې کچې د کورنۍ انجلۍ ګڼله. په ۱۹۸۶ کې د دواړو زوی مسیح ولي پیدا شو خو په ۱۹۸۹ کې یې هنګامه طلاق کړه او په ۱۹۹۰ کې احمد ولي د متحده ایالتونو ویرجینیا ته ولاړ. په ویرجینیا کې یې بل واده وکړ.   احمد ولي په کابل کې زېږېدلی. پلار یې د پولیسو افسر وو....
Le nom – اسم

Le nom – اسم

ټولې لیکنې
Les propriétés du nom د اسم ځانګړنې   اسم خپلې ځانګړنې لري په دې مانا چې مونث او یا مذکر وي، مفرد او یا جمع وي، له یوې کلیمې جوړ شوی ساده او یا له څو کلیمو ترکیب شوی وي. لاندې یې فرانسوي تشرېح او مانا وګورئ   Le nom peut être simple ou composé. اسم کولای شي ساده او یا ترکیب شوی وي Simple : chien, homme, loup ساده : سپی، سړی، لیوه Composé : loup-garou, essuie-glace ترکیب شوی : د سړي شکل کې لیوه، د موټر د مخکینۍ ښیښې پاکونکی Le nom peut être le centre d’un groupe appelé groupe nominal. اسم کولای شي د یوه ګروپ مرکز شي کوم ته چې نوملړ ډله یا ګروپ نومینل ویل کیږي Les nouveaux jouets de Paul د پال نوي د لوبو توکي پورته نوملړ ډله کې د (jouets) اسم د نوملړ ډلې مرکز دی Le nom peut occuper dans la phrase des fonc...
Félicité Island – فېلیسیتې ټاپو

Félicité Island – فېلیسیتې ټاپو

ټولې لیکنې
د سیشېل کوچنی ګڼ ځنګل لرونکی ټاپو دی. له دیګ ټاپو سره څلور کیلو متره واټن کې ختیځ لور ته واقع دی. د سیشېل پنځم لوی ټاپو ګڼل کیږي. مساحت یې ۲.۶۸ کیلو متر مربع دی. د ۱۹ پېړۍ په پای کې انګرېزانو چې کله د پېراک سلطان عبدالله جلا وطن کړ په همدې ټاپو کې اوسېده. یوازې ۳۰ لوی کورونه پکې دي. چار چاپېره یې نور څلور واړه ټاپوګان هم شته د هر یو نوم او مساحت لاندې وګورئ :   ایل کوکو (île cocos) نوم یې فرانسوی دی او کوچني ټاپو ته وایي مساحت یې ۰.۱۷ کیلو متر مربع لې سور (les sœurs) نوم یې فرانسوی دی او مانا یې خویندې ده ۰.۸۴ کیلو متر مربع پوتي سور (petite sœur) مانا یې وړه خور او مساحت یې ۰.۳۴ کیلو متر مربع مارین ټاپو (Marianne Island) مساحت یې ۰.۹۶ کیلو متر مربع...
La Digue – له دیګ

La Digue – له دیګ

ټولې لیکنې
د سیشېل درېم تر ټولو نامتو ټاپو دی. په ټول هیواد کې څلورم لوی ټاپو ګڼل کیږي. د سیشېل نورې درې لوی ټاپوګان ماهې، پراسلین او سیلویت دي. د ټاپو ټول نفوس ۲۸۰۰ وګړي دي. له پراسلین او ماهې ټاپو څخه بېړۍ دې ټاپو ته تګ راتګ کوي او له همدې امله یې ډېر وګړي له بندر سره نږدې ژوند کوي. کوم کسان چې ټاپو ته له بهر هیوادونو راځي لمړی باید ویکتوریا ته د هوا له لارې ولاړ شي او له هغې وروسته پراسلین ټاپو ته او له پراسلین په بېړۍ کې له دیګ ټاپو ته سفر وکړي. په ټاپو کې هوایي ډګر نشته. مساحت یې ۱۰۰۸ کیلو متر مربع دی. د ټاپو له یو سر تر بل سره پورې تګ په بایسکیل او پښو دواړو ممکن دی. نوم یې د فرانسې د (Marc-Joseph Marion du Fresne) له نوم څخه اخیستل شوی چا چې په ۱۷۶۸ کې سیشېل ته سفر کړی.   تاریخپوهان وایي چې په لمړي ځل سیمې ته یوه فرانسوي له زار پیکو په ۱۷۴۲ کې په لمړي ځل سفر کړی خو تر ۱۷۶۸ پورې یې ن...
Seychelles – سیشېل

Seychelles – سیشېل

ټولې لیکنې
رسمي نوم یې د سیشېل جمهوریت دی په انګریزۍ کې (Republic of Seychelles) لیکل کیږي. د هند په سمندرګي د ټاپوګانو ټولګه او هیواد دی. ټول هیواد له ۱۱۵ ټاپوګانو جوړ شوی. مرکز او تر ټولو غټ ښار یې ویکتوریا دی. سوېل لور ته یې نږدې هیوادونه او ټاپوګان کومور، مایوت، ماداګاسکار، ریونیو او موریس واقع دي. ختیځ لور ته یې مالدیف او چاګوس د ټاپوګانو ټولګه ده. نفوس یې د افریقا تر ټولو هیوادونو کم دی او ۹۴۳۶۷ وګړي ژوند پکې کوي.   په ۱۶ پېړۍ کې اروپایانو له سیمې ټول خلک په زوره ویستلي وو. په خاوره باندې د فرانسې او انګلستان د ګټو سیالۍ دوام لره خو په ۱۹ پېړۍ کې انګلستان بشپړ کنټرول پرې ترلاسه کړ. په ۱۹۷۶ کې یې له انګلستان څخه ازادي واخیسته او له کرنیز هیواد څخه د بازار پر بنسټ جوړ متنوع اقتصاد لرونکي هیواد باندې بدل شو. د اقتصاد ځانګړنه یې د خدماتو سکتور، عامه سکتور او سیاحت دی. له ۲۰۱۰ څخه تر اوسه...

Rodrigues – رودریګ ټاپو

ټولې لیکنې
د هند په سمندرګي کې د موریس ټاپو هیواد خودمختاره ټاپو دی. مساحت یې ۱۰۸ کیلومتر مربع دی. د اورشیندنې ځای هم پکې موجود دی. له ټاپو سره نږدې ځینې خالي ټاپوګان هم موجود دي. د ۲۰۰۲ کال د ډسمبر په ۱۰ نېټه یې له موریس نه خپله خودمختاري ترلاسه کړه، اوسمهال د رودریګ سیمه ایزه شورا پکې واک لري. په ۲۰۱۴ کال یې نفوس ۴۱۶۶۹ وو. وګړي یې اروپایي اصله او افریقایي اصله دوه رګه د موریس تابعیت لرونکي دي. د اقتصاد بنسټ یې کب نیونه، فارمونه، اوبدنه او د سیاحت سکتور جوړوي. د ۱۵۲۸ کال په فېبرورۍ کې یاد ټاپو د پرتګال (Diogo Rodrigues) موندلی وو او له نوم څخه یې د ټاپو نوم هم اخیستل شوی....
Agaléga – اګالېګا ټاپوګان

Agaléga – اګالېګا ټاپوګان

ټولې لیکنې
د هند په سمندرګي کې د موریس دوه ټاپوګان دي. یو یې ۱۲.۵ کیلو متره اوږدوالی او ۱.۵ کیلو سور لري، بل یې ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۴.۵ کیلو متره سور یا پراخوالی لري. دا ټاپوګان ښه کوپره او د (Agalega day gecko) ماده لري. یو ټاپو یې د هند پوځ ته په اجاره ورکړی او موخه یې ستراتیژیکه شتمنۍ ده.
St. Brandon – سنت براندون ټاپوګان

St. Brandon – سنت براندون ټاپوګان

ټولې لیکنې
د (Cargados Carajos Shoals) په نامه هم یادیږي. د هند په سمندرګي کې د ټاپوګانو ټولګه ده. د موریس ټاپو په شمال ختیځ کې موقیعت لري. د ټولو ټاپوګانو شمېر له ۲۸ تر ۴۰ پورې دی، شمېر یې له طوپانونو سره تړاو لري که چېرې توپان وي نو ځینې کوچني ټاپوګان بېرته اوبو کې ډوبیږي. تر ۲۰ پورې ټاپوګان یې نومونه لري. د دې ټاپوګانو د ټولګې مساحت ۱.۳ کیلومتر مربع دی, له وړو ټاپو ګانو سره لوی ریف تقریبا ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۵ کیلو متره سور یا پراخوالی لري. مساحت یې ۱۹۰ کیلو متر مربع دی. په ټول ټاپو کې تر سلو زیات کسان نشته وي او په دې سلو کې هم ډېری کب نیونکي دي او یوازې د کب نیونې لپاره ټاپو ته تګ راتګ کوي. اقتصادي فعالیت یې یوازې کب نیونه ده. له سیاسي مخې د موریس برخه ده. د (Outer Island Development Corporation) لخوا اداره کیږي او د موریس لمړي وزیر ته یې راپور چمتو کیږي....
Mauritius – موریس

Mauritius – موریس

ټولې لیکنې
د هند په سمندرګي کې ټاپو هیواد دی. نور ټاپوګان یې رودریګ ټاپو، اګالېګا او سنت براندون ټاپو دی. تر ټولو غټ ښار او مرکز یې پورټ لویس دی او په موریس ټاپو کې واقع دی. لمړی المانیانو په ټاپو کنټرول لره خو په ۱۷۱۰ کې المانیانو پرېښود او په ۱۷۱۵ کې د فرانسویانو لاسته ولویده. د ۱۸۱۴ کال د مې په ۳۰ نېټه فرانسې له انګلستان سره د (Treaty of Paris) تړون لاسلیک کړ او رسما یې موریس انګلستان ته وسپاره. په دې تړون کې فرانسې د ځینو ټاپوګانو نومونه نه وو یاد کړي. په ۱۹۶۵ کې انګلستان چاګوس ټاپوګان له موریس څخه جلا کړل، همداسې یې له سیشل څخه الدبرا، فارکوهار او دېروش ټاپوګان جلا کړل. موخه یې د هند د سمندرګي انګلیس قلمرو جوړونه وه. خلک یې له ټولو جلا شوو جزیرو په زوره ووېستل. د دییګو ګارسیا په نامه تر ټولو لوی ټاپو یې متحده ایالتونو ته په اجاره ورکړ. همداسې د چاګوس جزیرو ته یې د پخوانیو خلکو، د سیلانیانو او د ...
Nosy Be – نوسي بي ټاپو

Nosy Be – نوسي بي ټاپو

ټولې لیکنې
د ماداګاسکار شمال لویدیځې سمندر غاړې کې د ماداګاسکار ټاپو دی. بې کچې زیات سیلانیان لري. مساحت یې ۳۲۰۰۲ او په ۲۰۱۳ کال کې یې نفوس ۷۳۰۱۰ وو. د ماداګاسکار په مالاګاسې ژبه کې د نوسي بي مانا لوی ټاپو ده. په ۱۷ پېړۍ کې یې نوم اسادا (Assada) وو. د پېړیو په اوږدو کې دا ټاپو په نورو نومونو هم نومول شوی چې یو نامتو نوم یې ښه بوی لرونکی یا معطر ټاپو دی.   مخکې تر دې چې دې ټاپو ته ساکالاوا خلک را کډوال شي د انتانکرانا او زافینوفوستي خلکو کوچنۍ ډلو ژوند پکې کوه. وروسته کوموریان، هندیان او انتاندروی خلک ورسره یو ځای شول. د ماداګاسکار په تاریخ کې یې لمړي راداما پاچا د نیولو امر کړی. په ۱۸۴۰ کې فرانسې د خپلې مستعمرې برخه کړه. په ۱۸۴۹ کې فرانسې په دې ټاپو کې غلامۍ ته د پای ټکی کېښود او د فرانسویانو دې چارې د ټاپو خلک د فرانسویانو ضد وپارول. په ۱۹ پېړۍ کې او د ۲۰ پېړۍ په پیل کې فرانسې په دې ټاپو و...
Île Sainte-Marie – سنت ماري ټاپو

Île Sainte-Marie – سنت ماري ټاپو

ټولې لیکنې
پخوانی نوم یې سنت ماري ټاپو او اوسنی نوم یې نوسي بوراها (Nosy Boraha) دی. د ماداګاسکار لویدیځ لور کې د ماداګاسکار ټاپو دی. د ټاپو مرکزي ښار امبودیفوتاترا دی. مساحت یې ۲۲۲ کیلو متر مربع او په ۲۰۱۳ کال کې یې نفوس ۲۶۵۴۷ وو. د پېړیو په اوږدو کې یې خلکو تغیر کړی تر ټولو لمړي خلک یې د اندونیزیا اوسترونیزیایي خلک وو وروسته د سمندري غلو په مرکز بدل شو خو اوسمهال کې یې ټول وګړي د ماداګاسکار د شمال لویدیځ د سمندر غاړې د خلکو په څېر دي. د ټاپو اوږدوالی تر ۶۰ کیلومتره او سور یې تر ۱۰ کیلو متره پورې دی.   د نهنګانو د لید ځای په نامه هم یادیږي. ډېری نهنګان د مثل د تولید لپاره له انترکتیکا دې سیمې ته راځي. د نهنګانو د جنسي نزدیکت او د بچیو لویولو لپاره مناسبه سیمه ده او له همدې امله دلته راګډوال کیږي. مخکې تر دې چې بچیان یې یو کلن شي بېرته سړو اوبو ته کډوال کیږي....
Madagascar – ماداګاسکار

Madagascar – ماداګاسکار

ټولې لیکنې
ماداګاسکار په نړۍ ۴۷ لوی هیواد، څلورم لوی ټاپو او همداسې دوېم لوی ټاپو هیواد دی. ختیځ لور ته یې ورسره نږدې موریس او د فرانسې ریونیو ټاپو دی، شمال لویدیځ لور ته یې کومور او مایوت دی او لویدیځ لور ته یې مزمبق دی. مرکز یې انتاناناریو دی. رسمي نوم یې د ماداګاسکار جمهوریت دی. مخکینی نوم یې د مالاګاسي جمهوریت وو. د هند په سمندرګي کې ټاپو هیواد ده. مساحت یې ۵۹۲۸۰۰ کیلومتر مربع دی. د نړۍ څلورم لوی ټاپو هیواد ګڼل کیږي. ټول هیواد له څلورو لویو او څو نورو وړو ټاپو ګانو جوړ شوی. د هند له براعظمګي څخه ۸۸ میلیونه کاله وړاندې جلا شوی. د ژوندیو د تنوع مرکز ګڼل کیږي. تر ۹۰% زیات وحشي ژوند یې د نړۍ په هېڅ برخه کې نه پیدا کیږي خو په چټکۍ سره پراخېدونکی نفوس یې وحشي ژوند له ګواښ سره مخ کړی. په دې هیواد کې لرغونې سیمې ښي چې لس زره کاله وړاندې انسانان پکې موجود وو.   هندي اوسترونیزیایي خلک دې ټاپو ته ...

Intuition – له استدلال پرته درک یا پوهېدنه

ټولې لیکنې
هغې وړتیا ته وایي چې له استدلال پرته پوهه پرې ترلاسه کولای شو. زیات لیکولان دې کلیمې ته ډېرې مانا ګانې ورکوي لکه انسان کې غېرې ارادي پوهې ته لاسرسی، په غېرې ارادي توګه د یو څه پېژندنه یا پرې پوهېدنه، داخلي حس یا ارزونه، د یو څه پېژندنې ته داخلي لید، پرته له دې چې ارادي پوهه په یو څه کې وکاروو په یو څه سملاسي پوهېدنه یا پرته له استدلال کولو په یو څه پوهېدنه. د (Intuition) کلیمه د لاتیني ژبې له (intueri) کلیمې اخیستل شوې او مانا یې فکر کول یا ارزول ده.   دواړو د لویدیځ او ختیځ فیلسوفانو یاد مفهوم په بشپړ تفصیل سره مطالعه کړی. یاد مفهوم د ذهن له فلسفې سره سر او کار لري.   د ختیځ په فلسفه کې دا مفهوم له مذهب او روحانیت سره ګډ شوی او په مذهبي نظرونو کې مختلفې مانا ګانې لري.   هندوایزم په هندو ایزم کې یې دوه ماناګانې سري اوروبیندو لیکلي : ۱ - لمړی یې ...

Heresy – بې لارې یا بدعت کوونکی

ټولې لیکنې
د یونانۍ ژبې له (αἵρεσις) کلیمې اخیستل شوې کلیمه ده. مانا یې خوښه او یا خوښ شوی شی دی. وروسته یې مانا د نر لخوا خوښه شوې ډله او یا مکتب شو. وروسته د ځوانانو لخوا د مختلفو فلسفو ازموینې ته کارېده تر څو د ژوند طریقه پرې وټاکي. په اوس وخت کې یې مسلمانان، یهودان او عیسویان کاروي او په هر مذهب کې تقریبا ورته مانا لري. د د بدعت یا بې لارېتوب بنسټ اېښودونکي ته (heresiarch) وایي خو که چېرې یو کس بدعت یا بې لارېتوب کوي ترسره کوونکي ته یې (heretic) وایي. د بدعت یا بې لارېتوب د څانګې مطالعې ته (Heresiology) وایي.   هر هغه باور، تیوري یا نظریه چې له مذهبي او دودیزو باورونو سره توپیر لري یا په ټکر کې وي بدعت یې بې لارېتوب ګڼل کیږي. له دین څخه اوښتلو، له دین پرېښودلو یا د عقیدې له ترک کولو (apostasy) سره توپیر لري؛ همداسې مقدساتو ته له سپکاوي (blasphemy) سره هم توپیر لري. په مذهب کې د نظر له ا...
Anjouan – انجوان

Anjouan – انجوان

ټولې لیکنې
پخوانی نوم یې جوهانا دی. د هند په سمندرګي کې واقع دی، د کومور ټاپو هیواد برخه خو په ورته وخت کې خودمختاره ټاپو دی. غټ ښار یې موڅامودو نومیږي، په ۲۰۰۶ کې یې نفوس ۲۷۷۵۰۰ وو. مساحت یې ۴۲۴ کیلومتر مربع دی. د ټاپو تر ټولو لمړي موندونکي د اندونیزیا او پولینیزیا خلک وو. له پولینیزیایي او اندونیزیاي وګړو وروسته د هند د سمندرګي د مختلفو سیمو خلکو دې ټاپو ته تګ راتګ پیل کړ.   په ۱۵۰۰ پېړۍ کې د سلطانانو واک پرې پیل شو. په ۱۸۱۶ کې سلطان علوي بن حسین فرانسویان ته د زنزیبار سلطانانو ضد وړاندیز وکړ. په ۱۸۸۶ کې فرانسې د انجوان ټاپو ساتنه پیل کړه. په ۱۸۹۹ کې فرانسویانو په انجوان ټاپو کې د غلام ساتنه او د غلامانو پلور بند کړ. په ۱۹۱۲ کې یې انجوان ټاپو د خپلې مستعمرې برخه کړه. په ۱۹۷۵ کې په څلور واړه ټاپوګانو کې ټول پوښتنه وشوه، درې ټاپوګانو د یوه هیواد جوړولو لپاره رایه ورکړه او یوازې مایوت ټاپو د...