ټولې لیکنې

یو ینګ

یو ینګ

ټولې لیکنې
مخکینی نوم یې یوجو وو. د چین په هونان ولایت کې د ښار نوم دی. مساحت یې ۱۴۸۹۶ کیلو مترمربع او په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۵۰۵۱۹۲۲ وو. په هونان ولایت کې یوازینی سمندري نړیوال سوداګریز بندر دی.
مارګریت یوورسونار

مارګریت یوورسونار

ټولې لیکنې
په بلجیم کې زېږېدلې فرانسوۍ لیکواله ده. د ۱۹۰۳ - ۱۹۸۷ ترمنځ یې ژوند کړی. د رومان او کیسو لیکونکې وه. په ۱۹۴۷ کې یې د متحده ایالتونو تابعت ترلاسه کړ. په فرانسه کې د فېمینا په نوم د جایزې ګټونکې ده.
د زیړې تبې واکسین څه دی ؟

د زیړې تبې واکسین څه دی ؟

ټولې لیکنې
زیړه تبه د ژوند ګواښونکې ناروغي ده او فلاوي ویروس یې رامنځته کوي. له یو کس څخه بل ته نه انتقالیږي بلکې یوازې یې میاشي نورو ته انتقالوي. ډېری کسان یوازې زکام ته ورته علایم پکې تجربه کوي او تر څلورو ورځو پورې بېرته ښه کیږي، تر ۱۵ % پورې ناروغانو کې یې له لمړي پړاو پس زهري پړاو وده کوي کوم چې د ژوند ګواښونکی دی. کومو کسانو کې چې زهري پړاو وده وکړي له ۱۰۰ تقریبا ۷۰ ناروغان مړه کیږي. د زېړې تبې درملنه نشته خو په ځینو درملو او طریقو باندې یې د علایمو کنټرول کیږي. د زېړې تبې واکسین د همدې ویروس کمزوری شوی ډول دی، انسان کې د فلاوي ویروس ضد انټي باډیز د تولید لامل کیږي. واکسین یې د لس کالو لپاره د معافیت رامنځته کوونکی ګڼل شوی وو خو اوسمهال ادعا کیږي چې د ټول عمر لپاره معافیت یا مصونیت رامنځته کوي. له واکسین پس ځینې کسانو کې تبه، د مفصلونو درد او د عضلو درد پیدا کیږي. یاد علایم له واکسین لږ و...
توماس ینګ

توماس ینګ

ټولې لیکنې
د انګلستان ساینس پوه وو. د ۱۷۷۳ - ۱۸۲۹ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د ځانګړو ستونزو د هوارولو لپاره یې په مختلفو رشتو کې مطالعه لرله. د لید، رڼا، انرژي، فزیولوجي، ژبې، د میوزیک په همغږۍ کې، د پخواني مصر په ساینسي مطالعه کې او د جامداتو په میکانیک په پراخولو کې یې لویه ونډه اخیستې.
زېړه تبه څه ده ؟

زېړه تبه څه ده ؟

ټولې لیکنې
زکام ته ورته وژونکې ناروغي ده، د (Aedes aegypti) په نامه د میاشو ډول یې خپروي. یاد میاشي ډینګي او زیکا ویروسونه هم خپروي. د زېړې تبې ځانګړنه د بدن د تودوخې لوړه کچه، د سترګو او د پوستکي د رنګ زېړېدنه یا جونډایس ده. د افریقا په ځینې سیمو کې او په سوېلې افریقا کې خپره شوې ناروغي ده. درملنه یې ناشونې ده خو د زېړې تبې واکسین باندې یې مخنیوی ممکن دی. د زېړې تبې علایم زېړه تبه په چټکۍ وده کوي او له ۳ تر ۶ ورځو پورې یې علایم راڅرګندیږي. عام علایم یې د انفلوېنزا ویروس ته ورته دي : - سر درد - عضلو کې درد - مفصلونو کې درد - سړه تبه او لړزه د زېړې تبې لنډمهاله پړاو دا پړاو یې تقریبا تر ۴ ورځو پورې ادامه لرلای شي، په دې پړاو کې یې علایم لاندې یاد شوي : - سر درد - عضلو کې درد - مفصلونو کې درد - تبه - د مخ یا د بدن د پوستکي سوروالی او تودوالی - بې اشتیا کېدنه - لړزه - په ملا کې درد ...
یوسېمېټي ملي پارک

یوسېمېټي ملي پارک

ټولې لیکنې
په کلیفورنیا کې د متحده ایالتونو ملي پارک دی. په سوېل ختیځ کې له سیرا ملي ځنګل سره او په شمال لویدیځ کې له سټانېس لوس ملي ځنګل سره پوله لري. د ملي پارک د خدماتو لخوا مدیریت کیږي. په ۷۵۹۶۲۰ هکتاره یا ۳۰۷۴ کیلو مترمربع سیمه کې جوړ شوی.
تبه څه ده او ولې انسان تبه نیسي ؟

تبه څه ده او ولې انسان تبه نیسي ؟

ټولې لیکنې
تبې ته په انګریزۍ (fever) نوم اخلي خو د (hyperthermia, pyrexia, or elevated temperature) په نومونو هم یادیږي. تبه له نورمال حالت څخه پورته د بدن تودوخه ښي. په دواړو وړو او زړو کې تبه رامنځته کېدای شي. په لنډمهاله توګه د بدن د تودوخې زیاتېدل له بدن سره مرسته کوي چې له مکروبونو خپله ساتنه وکړي. که چېرې تبه زیاته وي او یا هم اوږدمهاله وي نو بدن کې د جدي ستونزې ښودنه کوي د کومې چې باید درملنه وشي. د بدن نورمال تودوخه تقریبا ۹۸.۶°F او یا ۳۷°C ده خو د هر کس لپاره دا نورمال تودوخه لږ توپیر لري، همداسې د ورځې په هر وخت کې هم د بدن نورمال تودوخه توپیر لرلای شي، په سهار کې د بدن تودوخه کمه او د په ماسپښین او ماښام کې زیاته وي. نور داسې فکتورونه هم شته چې د بدن په نورمال تودوخه کې بدلون راوستی شي لکه دروند سپورت او یا ښځو کې پیریوډ. د تودوخې کچه کوونکی کوم چې په خوله کې د ژبې لاندې کېښودل کیږي ...
یارک

یارک

ټولې لیکنې
یارک (یارک شېر) په انګلستان کې د اداري تشکیلاتو د وېش له مخې، یوه سیمه ده. په انګلستان کې څلور سلطنتي ماڼۍ ګانې موجودې وې دوه یې لانکاسټر او پلانټاجېنېټ ماڼې وې. یارک د پلانټاجېنېټ ماڼې د یوې ډلې نوم وو کوم چې له لانکاسټر ماڼې سره مخالفت وکړ.