ټولې لیکنې

Félicité Island – فېلیسیتې ټاپو

Félicité Island – فېلیسیتې ټاپو

ټولې لیکنې
د سیشېل کوچنی ګڼ ځنګل لرونکی ټاپو دی. له دیګ ټاپو سره څلور کیلو متره واټن کې ختیځ لور ته واقع دی. د سیشېل پنځم لوی ټاپو ګڼل کیږي. مساحت یې ۲.۶۸ کیلو متر مربع دی. د ۱۹ پېړۍ په پای کې انګرېزانو چې کله د پېراک سلطان عبدالله جلا وطن کړ په همدې ټاپو کې اوسېده. یوازې ۳۰ لوی کورونه پکې دي. چار چاپېره یې نور څلور واړه ټاپوګان هم شته د هر یو نوم او مساحت لاندې وګورئ :   ایل کوکو (île cocos) نوم یې فرانسوی دی او کوچني ټاپو ته وایي مساحت یې ۰.۱۷ کیلو متر مربع لې سور (les sœurs) نوم یې فرانسوی دی او مانا یې خویندې ده ۰.۸۴ کیلو متر مربع پوتي سور (petite sœur) مانا یې وړه خور او مساحت یې ۰.۳۴ کیلو متر مربع مارین ټاپو (Marianne Island) مساحت یې ۰.۹۶ کیلو متر مربع...
La Digue – له دیګ

La Digue – له دیګ

ټولې لیکنې
د سیشېل درېم تر ټولو نامتو ټاپو دی. په ټول هیواد کې څلورم لوی ټاپو ګڼل کیږي. د سیشېل نورې درې لوی ټاپوګان ماهې، پراسلین او سیلویت دي. د ټاپو ټول نفوس ۲۸۰۰ وګړي دي. له پراسلین او ماهې ټاپو څخه بېړۍ دې ټاپو ته تګ راتګ کوي او له همدې امله یې ډېر وګړي له بندر سره نږدې ژوند کوي. کوم کسان چې ټاپو ته له بهر هیوادونو راځي لمړی باید ویکتوریا ته د هوا له لارې ولاړ شي او له هغې وروسته پراسلین ټاپو ته او له پراسلین په بېړۍ کې له دیګ ټاپو ته سفر وکړي. په ټاپو کې هوایي ډګر نشته. مساحت یې ۱۰۰۸ کیلو متر مربع دی. د ټاپو له یو سر تر بل سره پورې تګ په بایسکیل او پښو دواړو ممکن دی. نوم یې د فرانسې د (Marc-Joseph Marion du Fresne) له نوم څخه اخیستل شوی چا چې په ۱۷۶۸ کې سیشېل ته سفر کړی.   تاریخپوهان وایي چې په لمړي ځل سیمې ته یوه فرانسوي له زار پیکو په ۱۷۴۲ کې په لمړي ځل سفر کړی خو تر ۱۷۶۸ پورې یې ن...
Seychelles – سیشېل

Seychelles – سیشېل

ټولې لیکنې
رسمي نوم یې د سیشېل جمهوریت دی په انګریزۍ کې (Republic of Seychelles) لیکل کیږي. د هند په سمندرګي د ټاپوګانو ټولګه او هیواد دی. ټول هیواد له ۱۱۵ ټاپوګانو جوړ شوی. مرکز او تر ټولو غټ ښار یې ویکتوریا دی. سوېل لور ته یې نږدې هیوادونه او ټاپوګان کومور، مایوت، ماداګاسکار، ریونیو او موریس واقع دي. ختیځ لور ته یې مالدیف او چاګوس د ټاپوګانو ټولګه ده. نفوس یې د افریقا تر ټولو هیوادونو کم دی او ۹۴۳۶۷ وګړي ژوند پکې کوي.   په ۱۶ پېړۍ کې اروپایانو له سیمې ټول خلک په زوره ویستلي وو. په خاوره باندې د فرانسې او انګلستان د ګټو سیالۍ دوام لره خو په ۱۹ پېړۍ کې انګلستان بشپړ کنټرول پرې ترلاسه کړ. په ۱۹۷۶ کې یې له انګلستان څخه ازادي واخیسته او له کرنیز هیواد څخه د بازار پر بنسټ جوړ متنوع اقتصاد لرونکي هیواد باندې بدل شو. د اقتصاد ځانګړنه یې د خدماتو سکتور، عامه سکتور او سیاحت دی. له ۲۰۱۰ څخه تر اوسه...

Rodrigues – رودریګ ټاپو

ټولې لیکنې
د هند په سمندرګي کې د موریس ټاپو هیواد خودمختاره ټاپو دی. مساحت یې ۱۰۸ کیلومتر مربع دی. د اورشیندنې ځای هم پکې موجود دی. له ټاپو سره نږدې ځینې خالي ټاپوګان هم موجود دي. د ۲۰۰۲ کال د ډسمبر په ۱۰ نېټه یې له موریس نه خپله خودمختاري ترلاسه کړه، اوسمهال د رودریګ سیمه ایزه شورا پکې واک لري. په ۲۰۱۴ کال یې نفوس ۴۱۶۶۹ وو. وګړي یې اروپایي اصله او افریقایي اصله دوه رګه د موریس تابعیت لرونکي دي. د اقتصاد بنسټ یې کب نیونه، فارمونه، اوبدنه او د سیاحت سکتور جوړوي. د ۱۵۲۸ کال په فېبرورۍ کې یاد ټاپو د پرتګال (Diogo Rodrigues) موندلی وو او له نوم څخه یې د ټاپو نوم هم اخیستل شوی....
Agaléga – اګالېګا ټاپوګان

Agaléga – اګالېګا ټاپوګان

ټولې لیکنې
د هند په سمندرګي کې د موریس دوه ټاپوګان دي. یو یې ۱۲.۵ کیلو متره اوږدوالی او ۱.۵ کیلو سور لري، بل یې ۷ کیلو متره اوږدوالی او ۴.۵ کیلو متره سور یا پراخوالی لري. دا ټاپوګان ښه کوپره او د (Agalega day gecko) ماده لري. یو ټاپو یې د هند پوځ ته په اجاره ورکړی او موخه یې ستراتیژیکه شتمنۍ ده.
St. Brandon – سنت براندون ټاپوګان

St. Brandon – سنت براندون ټاپوګان

ټولې لیکنې
د (Cargados Carajos Shoals) په نامه هم یادیږي. د هند په سمندرګي کې د ټاپوګانو ټولګه ده. د موریس ټاپو په شمال ختیځ کې موقیعت لري. د ټولو ټاپوګانو شمېر له ۲۸ تر ۴۰ پورې دی، شمېر یې له طوپانونو سره تړاو لري که چېرې توپان وي نو ځینې کوچني ټاپوګان بېرته اوبو کې ډوبیږي. تر ۲۰ پورې ټاپوګان یې نومونه لري. د دې ټاپوګانو د ټولګې مساحت ۱.۳ کیلومتر مربع دی, له وړو ټاپو ګانو سره لوی ریف تقریبا ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري او ۵ کیلو متره سور یا پراخوالی لري. مساحت یې ۱۹۰ کیلو متر مربع دی. په ټول ټاپو کې تر سلو زیات کسان نشته وي او په دې سلو کې هم ډېری کب نیونکي دي او یوازې د کب نیونې لپاره ټاپو ته تګ راتګ کوي. اقتصادي فعالیت یې یوازې کب نیونه ده. له سیاسي مخې د موریس برخه ده. د (Outer Island Development Corporation) لخوا اداره کیږي او د موریس لمړي وزیر ته یې راپور چمتو کیږي....
Mauritius – موریس

Mauritius – موریس

ټولې لیکنې
د هند په سمندرګي کې ټاپو هیواد دی. نور ټاپوګان یې رودریګ ټاپو، اګالېګا او سنت براندون ټاپو دی. تر ټولو غټ ښار او مرکز یې پورټ لویس دی او په موریس ټاپو کې واقع دی. لمړی المانیانو په ټاپو کنټرول لره خو په ۱۷۱۰ کې المانیانو پرېښود او په ۱۷۱۵ کې د فرانسویانو لاسته ولویده. د ۱۸۱۴ کال د مې په ۳۰ نېټه فرانسې له انګلستان سره د (Treaty of Paris) تړون لاسلیک کړ او رسما یې موریس انګلستان ته وسپاره. په دې تړون کې فرانسې د ځینو ټاپوګانو نومونه نه وو یاد کړي. په ۱۹۶۵ کې انګلستان چاګوس ټاپوګان له موریس څخه جلا کړل، همداسې یې له سیشل څخه الدبرا، فارکوهار او دېروش ټاپوګان جلا کړل. موخه یې د هند د سمندرګي انګلیس قلمرو جوړونه وه. خلک یې له ټولو جلا شوو جزیرو په زوره ووېستل. د دییګو ګارسیا په نامه تر ټولو لوی ټاپو یې متحده ایالتونو ته په اجاره ورکړ. همداسې د چاګوس جزیرو ته یې د پخوانیو خلکو، د سیلانیانو او د ...
Nosy Be – نوسي بي ټاپو

Nosy Be – نوسي بي ټاپو

ټولې لیکنې
د ماداګاسکار شمال لویدیځې سمندر غاړې کې د ماداګاسکار ټاپو دی. بې کچې زیات سیلانیان لري. مساحت یې ۳۲۰۰۲ او په ۲۰۱۳ کال کې یې نفوس ۷۳۰۱۰ وو. د ماداګاسکار په مالاګاسې ژبه کې د نوسي بي مانا لوی ټاپو ده. په ۱۷ پېړۍ کې یې نوم اسادا (Assada) وو. د پېړیو په اوږدو کې دا ټاپو په نورو نومونو هم نومول شوی چې یو نامتو نوم یې ښه بوی لرونکی یا معطر ټاپو دی.   مخکې تر دې چې دې ټاپو ته ساکالاوا خلک را کډوال شي د انتانکرانا او زافینوفوستي خلکو کوچنۍ ډلو ژوند پکې کوه. وروسته کوموریان، هندیان او انتاندروی خلک ورسره یو ځای شول. د ماداګاسکار په تاریخ کې یې لمړي راداما پاچا د نیولو امر کړی. په ۱۸۴۰ کې فرانسې د خپلې مستعمرې برخه کړه. په ۱۸۴۹ کې فرانسې په دې ټاپو کې غلامۍ ته د پای ټکی کېښود او د فرانسویانو دې چارې د ټاپو خلک د فرانسویانو ضد وپارول. په ۱۹ پېړۍ کې او د ۲۰ پېړۍ په پیل کې فرانسې په دې ټاپو و...
Île Sainte-Marie – سنت ماري ټاپو

Île Sainte-Marie – سنت ماري ټاپو

ټولې لیکنې
پخوانی نوم یې سنت ماري ټاپو او اوسنی نوم یې نوسي بوراها (Nosy Boraha) دی. د ماداګاسکار لویدیځ لور کې د ماداګاسکار ټاپو دی. د ټاپو مرکزي ښار امبودیفوتاترا دی. مساحت یې ۲۲۲ کیلو متر مربع او په ۲۰۱۳ کال کې یې نفوس ۲۶۵۴۷ وو. د پېړیو په اوږدو کې یې خلکو تغیر کړی تر ټولو لمړي خلک یې د اندونیزیا اوسترونیزیایي خلک وو وروسته د سمندري غلو په مرکز بدل شو خو اوسمهال کې یې ټول وګړي د ماداګاسکار د شمال لویدیځ د سمندر غاړې د خلکو په څېر دي. د ټاپو اوږدوالی تر ۶۰ کیلومتره او سور یې تر ۱۰ کیلو متره پورې دی.   د نهنګانو د لید ځای په نامه هم یادیږي. ډېری نهنګان د مثل د تولید لپاره له انترکتیکا دې سیمې ته راځي. د نهنګانو د جنسي نزدیکت او د بچیو لویولو لپاره مناسبه سیمه ده او له همدې امله دلته راګډوال کیږي. مخکې تر دې چې بچیان یې یو کلن شي بېرته سړو اوبو ته کډوال کیږي....
Madagascar – ماداګاسکار

Madagascar – ماداګاسکار

ټولې لیکنې
ماداګاسکار په نړۍ ۴۷ لوی هیواد، څلورم لوی ټاپو او همداسې دوېم لوی ټاپو هیواد دی. ختیځ لور ته یې ورسره نږدې موریس او د فرانسې ریونیو ټاپو دی، شمال لویدیځ لور ته یې کومور او مایوت دی او لویدیځ لور ته یې مزمبق دی. مرکز یې انتاناناریو دی. رسمي نوم یې د ماداګاسکار جمهوریت دی. مخکینی نوم یې د مالاګاسي جمهوریت وو. د هند په سمندرګي کې ټاپو هیواد ده. مساحت یې ۵۹۲۸۰۰ کیلومتر مربع دی. د نړۍ څلورم لوی ټاپو هیواد ګڼل کیږي. ټول هیواد له څلورو لویو او څو نورو وړو ټاپو ګانو جوړ شوی. د هند له براعظمګي څخه ۸۸ میلیونه کاله وړاندې جلا شوی. د ژوندیو د تنوع مرکز ګڼل کیږي. تر ۹۰% زیات وحشي ژوند یې د نړۍ په هېڅ برخه کې نه پیدا کیږي خو په چټکۍ سره پراخېدونکی نفوس یې وحشي ژوند له ګواښ سره مخ کړی. په دې هیواد کې لرغونې سیمې ښي چې لس زره کاله وړاندې انسانان پکې موجود وو.   هندي اوسترونیزیایي خلک دې ټاپو ته ...

Intuition – له استدلال پرته درک یا پوهېدنه

ټولې لیکنې
هغې وړتیا ته وایي چې له استدلال پرته پوهه پرې ترلاسه کولای شو. زیات لیکولان دې کلیمې ته ډېرې مانا ګانې ورکوي لکه انسان کې غېرې ارادي پوهې ته لاسرسی، په غېرې ارادي توګه د یو څه پېژندنه یا پرې پوهېدنه، داخلي حس یا ارزونه، د یو څه پېژندنې ته داخلي لید، پرته له دې چې ارادي پوهه په یو څه کې وکاروو په یو څه سملاسي پوهېدنه یا پرته له استدلال کولو په یو څه پوهېدنه. د (Intuition) کلیمه د لاتیني ژبې له (intueri) کلیمې اخیستل شوې او مانا یې فکر کول یا ارزول ده.   دواړو د لویدیځ او ختیځ فیلسوفانو یاد مفهوم په بشپړ تفصیل سره مطالعه کړی. یاد مفهوم د ذهن له فلسفې سره سر او کار لري.   د ختیځ په فلسفه کې دا مفهوم له مذهب او روحانیت سره ګډ شوی او په مذهبي نظرونو کې مختلفې مانا ګانې لري.   هندوایزم په هندو ایزم کې یې دوه ماناګانې سري اوروبیندو لیکلي : ۱ - لمړی یې ...

Heresy – بې لارې یا بدعت کوونکی

ټولې لیکنې
د یونانۍ ژبې له (αἵρεσις) کلیمې اخیستل شوې کلیمه ده. مانا یې خوښه او یا خوښ شوی شی دی. وروسته یې مانا د نر لخوا خوښه شوې ډله او یا مکتب شو. وروسته د ځوانانو لخوا د مختلفو فلسفو ازموینې ته کارېده تر څو د ژوند طریقه پرې وټاکي. په اوس وخت کې یې مسلمانان، یهودان او عیسویان کاروي او په هر مذهب کې تقریبا ورته مانا لري. د د بدعت یا بې لارېتوب بنسټ اېښودونکي ته (heresiarch) وایي خو که چېرې یو کس بدعت یا بې لارېتوب کوي ترسره کوونکي ته یې (heretic) وایي. د بدعت یا بې لارېتوب د څانګې مطالعې ته (Heresiology) وایي.   هر هغه باور، تیوري یا نظریه چې له مذهبي او دودیزو باورونو سره توپیر لري یا په ټکر کې وي بدعت یې بې لارېتوب ګڼل کیږي. له دین څخه اوښتلو، له دین پرېښودلو یا د عقیدې له ترک کولو (apostasy) سره توپیر لري؛ همداسې مقدساتو ته له سپکاوي (blasphemy) سره هم توپیر لري. په مذهب کې د نظر له ا...
Anjouan – انجوان

Anjouan – انجوان

ټولې لیکنې
پخوانی نوم یې جوهانا دی. د هند په سمندرګي کې واقع دی، د کومور ټاپو هیواد برخه خو په ورته وخت کې خودمختاره ټاپو دی. غټ ښار یې موڅامودو نومیږي، په ۲۰۰۶ کې یې نفوس ۲۷۷۵۰۰ وو. مساحت یې ۴۲۴ کیلومتر مربع دی. د ټاپو تر ټولو لمړي موندونکي د اندونیزیا او پولینیزیا خلک وو. له پولینیزیایي او اندونیزیاي وګړو وروسته د هند د سمندرګي د مختلفو سیمو خلکو دې ټاپو ته تګ راتګ پیل کړ.   په ۱۵۰۰ پېړۍ کې د سلطانانو واک پرې پیل شو. په ۱۸۱۶ کې سلطان علوي بن حسین فرانسویان ته د زنزیبار سلطانانو ضد وړاندیز وکړ. په ۱۸۸۶ کې فرانسې د انجوان ټاپو ساتنه پیل کړه. په ۱۸۹۹ کې فرانسویانو په انجوان ټاپو کې د غلام ساتنه او د غلامانو پلور بند کړ. په ۱۹۱۲ کې یې انجوان ټاپو د خپلې مستعمرې برخه کړه. په ۱۹۷۵ کې په څلور واړه ټاپوګانو کې ټول پوښتنه وشوه، درې ټاپوګانو د یوه هیواد جوړولو لپاره رایه ورکړه او یوازې مایوت ټاپو د...
Mohéli – موهېلي

Mohéli – موهېلي

ټولې لیکنې
یو خودمختاره ټاپو دی او د کومور ټاپو هیواد یوه برخه ده. د کومور ټاپو هیواد په درې لویو ټاپو ګانو کې تر نورو دوه ټاپو ګانو کوچنی دی. د هند په سمندرګي کې واقع دی. په ۲۰۰۶ کال کې یې نفوس ۳۸۰۰۰ وو. د ټاپو مرکز فومبوني دی. لکه د کومور د نورو ټاپوګانو په څېر خلک یې زیات کوموري قوم جوړوي خو عرب، بانتو، ماداګاسکار او له مالیزیایي ټاپو ګانو ورکډوال شوي خلک هم پکې مېشت دي. اکثریت خلک یې سني مسلمانان دي.   تر ۱۸۳۰ پورې دلته سلطانان موجود وو او د انجوان ټاپو سره واړه ټاپوګان یې هم د واک لاندې وو. په ۱۸۳۰ کې د ماداګاسکار کډوال سیمې ته راغلل، د دې کډوالو مشر رامانېټاکا وو وروسته یې خپل نوم عبد الرحمان ته بدل کړ دا سیمه ونیوله یې او خپل ځان یې د سیمې سلطان کړ. د ۱۹ پېړۍ په نیمایي کې ملکې جمب سولي په ټاپو واک لره. په ۱۸۸۶ کې فرانسې کنټرول کوه او ساتنه یې کوله، تر ۱۸۸۹ پورې په دې ټاپو کې فرانسویا...
Grande Comore – غټ کومور

Grande Comore – غټ کومور

ټولې لیکنې
د هند په سمندرګي کې د کومور ټاپو هیواد تر ټولو لوی ټاپو دی. په ۲۰۰۶ کې یې نفوس ۳۱۶۶۰۰ وو. د ټاپو مرکز موروني دی کوم چې د کومور ټاپو هیواد مرکز هم دی. په دې ټاپو کې دوه د اورشیندنې سیمې هم شته، د اورشیندنې سیمه یې په کارتالا غونډۍ کې ده، کارتالا غونډۍ د ټاپو تر ټولو لوړه سیمه ده او ترټولو لوړه څوکه یې د سمندر له سطحې ۲۳۶۱ متره لوړه ده. له ۲۰۰۲ کال راپه دیخوا د کومور ټاپو هیواد په ټولو درې لویو ټاپو ګانو کې ټاکل شوی والي واک لري. د فدرالي حکومت واک یې په ۲۰۰۲ کې بې کچې کم شو.   د څو پېړیو لپاره غټ کومور د څو سلطانانو ترمنځ وېشلی وو. په ۱۸۸۶ کې د غټ کومور د بامبوا سیمې سلطان سید علي بن سید عمر له نورو ټولو سلطانانو سره جګړه پیل کړه او فرانسویانو ته یې اجازه ورکړه چې غټ کومور ته داخل شي. په ۱۹۰۸ کې فرانسې د خپلې مستعمرې سیمه وګڼله او د سلطان سیستم یې پکې لغوه کړ. په ۱۹۷۵ کې غټ کومور...
Comoros – کومور / کوموروس

Comoros – کومور / کوموروس

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (Union of the Comoros) نوم هم اخلي، په عربي کې ورته جزرالقمر وایي. د هند په سمندرګي کې ټاپو هیواد دی. د موزمبق چینل یا کانال په شمالي کې موقیعت لري. د کومور شمال لوېدیځ کې تانزانیا، شمال ختیځ کې سیشل واقع دي. عربي، فرانسوي او کوموري یې درې رسمي ژبې دي. تر ټولو غټ ښار او مرکز یې موروني دی کوم چې په غټ کومور ټاپو کې واقع دی. د اکثریت خلکو دین یې اسلام او مذهب یې سني دی. د عربو د اتحادیې غړیتوب لري یوازینی عربي هیواد دی چې ټول په سوېلې نیمه کره کې موجود دی. اوسېدونکي یې مختلف کلتورونه او تاریخ لري.   په دې هیواد کې لمړی د ختیځې افریقا د بانتو ژبې ویونکي استوګن شوي وروسته عرب او د میکرونیزیا ټاپوګانو د اوسترونیزیایي ژبې ویونکي را کډوال شوي. د دې هېواد یو ټاپو مایوت دی کوم چې ۱۶۶۰ کیلو متر مربع مساحت لري خو اوس مهال شخړه پرې روانه ده. له مایوت ټاپو پرته ټول نفوس یې...
Island – ټاپو

Island – ټاپو

ټولې لیکنې
په انګریزۍ کې ورته (isle) هم وایي. ټاپو داسې وچې ته وایي د کومې چې چار چاپېره اوبه وي. په سمندر کې کوم ټاپوګان چې منځ کې د اوبو تالاب لري د اټول (atoll) په نامه یادیږي. په اټول کې کوچنیو ټاپوګانو ته په انګرېزۍ کې د (islets, skerries, cays or keys) نومونه اخلي. کوم ټاپو چې په سیند یا لویو جهیلونو کې وي په انګرېزۍ کې ورته د (eyot or ait) نومونه اخلي. کوم ټاپوګان چې په سمندر غاړو کې وي د (holm) په نامه یادیږي. رسوبي ټاپو د (chars) نوم اخلي. د ټاپوګانو جیولوجیکي یا جغرافیایي ګروپ ته (archipelago) نوم اخلي.   ځینې ټاپوګانو ته هوایي پلونه جوړ شوي لکه سنګاپور، کازوې او ځینې د المان دلتا ټاپوګان. د ځینې ټاپوګانو تر منځ واټن ډک شوی او له وچې سره نښلول شوي خو تر اوسه د ټاپو په نامه یادیږي لکه د کوونې او کورونادو ټاپوګان. د ځینو وچې سیمې برخې په کانال جلا شوي او د ټاپو شکل یې اخیستی لکه د پ...
د مقالې لیکل

د مقالې لیکل

ټولې لیکنې
د عامې مقالې اجزا ۱ - موخه : مخاطب کېدنه / د یوې پوښتنې ځواب   ۲ - مقدمه : د مقالې دا برخه له لوستونکي سره مرسته کوي چې په دې پوه شي چې تاسې د څه په اړه لیکل کړي، ولې د یو څه کول غواړی او څرنګه به موخې ترلاسه کړئ.   ۳ - د متن په اړه مالومات : د مقالې پیل باید په یوه مقدماتي جمله وي تر څو لوستونکی په دې پوه شي چې لیکنه مو د څه په اړه ده. دا جمله ممکن د موضوع تعریف وي، ممکن د موضوع اړین ټکي وي، ممکن داسې جمله وي چې لوستونکی د لیکنې لوستلو ته هڅوي، له موضوع سره تړاو لرونکی متل او یا وینا وي، ممکن د لیکنې د متن یوه اړینه برخه وي.   ۴ - موخه : په دې برخه کې باید دا ولیکل شي چې ولې مو مقاله لیکلې د لیکلو موخه مو پکې روښانه کړئ. یوه بېلګه " د جنین د سقط یا اولاد لرې کولو په اړه مو نظر څه دی ؟ " نو که ستاسې مقاله د جنین د سقط په اړه وي په دې برخه کې مو باید د همدې پو...
تحریکونکی، عکس العمل او غبرګون

تحریکونکی، عکس العمل او غبرګون

ټولې لیکنې
یو عکس العمل یو هڅونکي یا تحریکونکي ته غبرګون دی. په ساده حالتونو کې غبرګون عضلاتي خوځښت دی. هڅونکی یا تحریکونکی هر هغه ځواک یا عامل دی چې یو کس غبرګون ته اړ باسي. که چېرې تاسې یو ناڅاپه غږ وکړی ستاسې غږ تحریکونکی دی او د عضلو انقباض مو غبرګون دی. که چېرې تاسې د یو خپل نږدې ملګري انځور ووینئ او په ژړا شی انځور تحریکونکی دی او ستاسې اوښکې بهېدنه غبرګون دی.
Behavior – چلند

Behavior – چلند

ټولې لیکنې
امریکایان یې (Behavior) لیکي او په (Commonwealth English) کې (behaviour) کیږي. چلند د کړنو او طریقو ټولګه ده. کله چې کسان، ټولنې، سیستمونه، ارګانیزمونه او مصنوعي بنسټونه خپله کې او یا له خپل چاپېریال سره یوځای کیږي د کړنو او د طریقو دا ټولګه جوړوي. چلند د ارګانېزم یا سیستم اټکل شوی غبرګون دی کوم چې تحریک کوونکو یا د انګېزې پارونکو ته ښي. دا غبرګون ممکن داخلي وي، ممکن بهرنی وي، ناڅاپه وي او د ارادې پر بنسټ وي، ممکن ښکاره وي، ممکن پټ وي.