
Precision-guided munition – دقیق هدایت کیدونکي مهمات
لنډیز یې (PGM) دی. په انګریزۍ کې دې ډول مهماتو ته (smart weapon, smart munition, smart bomb) نومونه هم اخلي. د یوه هدف دقیقې وېشتنې لپاره کاریږي تر څو د هدف چار چاپیره ناغوښتل شوي زیان مخه ونیول شي او د دې ترڅنګ په هدف کې دښمن ته زیات زیان واوړي. له صدام حسین سره په جګړه کې یوازې ۹% هدایت کېدونکي مهمات وکارېدل خو ۷۵ % کارېدلو مهماتو دقیق هدف ویشتلی وو. له نا هدایت کېدونکو مهماتو سره یې توپیر یوازې د یوې ویشتل شوې وسلې ۳۵ ځله زیات زیان اړونه ده. دوېم توپیر یې دادی چې واړه او کم شمېر بمونه کولای شي هدف وولي او له منځه یې یوسي خو نا هدایت کېدونکي بمونه باید زیات شمېر او لوی وي تر څو هدف په نښه کړای شي. همداسې که چېرې هدایت کېدونکې وسله له خپل هدف څخه بل ځای هم وغورزیږي د کمو خلکو ژوند اخلي ځکه چې کچه یې وړه وي. تر ټولو زیات هدایت کیدونکي مهمات متحده ایالتونه، روسیه، اسرایل، ایران او چین جوړوي...