ټولې لیکنې

Phenacyl chloride – فېناسیل کلورایډ

Phenacyl chloride – فېناسیل کلورایډ

ټولې لیکنې
بل نوم یې (chloroacetophenone) دی، په عضوي ترکیبونو کې زیات کار ترې اخیستل کیږي. مخکې د اوښکو بهونکې وسلې په توګه کارېدل. کیمیاوي جوړښت یې (CN) دی او پام مو وي چې د سیانیډ (CN−) پام ورته ونکړئ، سیانیډ هم د کیمیاوي وسلې په توګه کاریږي. په سوداګریز مارکیټ کې په اسانۍ د لاسرسي وړ دي. د تولید فورمل یې لاندې وګورئ په لمړۍ او دوېمه نړیواله جګړه کې پېژندل شوي وو خو کارول شوي ندي. د زیاتې زهري ځانګړنې له امله یې ځای سي اېس ګاز ونیوه خو اوس هم پوځ او پولیسو سره شته دي.  ...
Chloromethyl chloroformate – کلورو مېتیل کلورو فارمېټ

Chloromethyl chloroformate – کلورو مېتیل کلورو فارمېټ

ټولې لیکنې
کیمیاوي فورمول یې CClO2CH2Cl دی. کیمیاوي ترکیب دی او په لمړۍ نړیواله جګړه کې د کیمیاوي وسلې په توګه کار ترې اخیستل شوی. د اوښکو بهونې ځانګړنه لري او د لنډ مهال لپاره د انسان لید له منځه وړي. بې رنګه مایع ده، بد بوي لري. په صنعت کې د نورو کیمیاوي توکو د تولید لپاره کار ترې اخیستل کیږي.
CR gas – سي ار ګاز

CR gas – سي ار ګاز

ټولې لیکنې
بل نوم یې (dibenzoxazepine) دی، د (DBO) لنډیز هم ورته کاریږي، کیمیاوي نوم یې dibenz[b,f][1,4]oxazepine دی، یوه ناتوانه کوونکې او د اوښکو بهونکې کیمیاوي وسله ده خو له دې پرته انسان په سرطان هم اخته کولای شي. په ۱۹۵۰ لسیزه کې د انګلستان د دفاع وزارت په لمړي ځل د اوښکو بهونکي ګاز په توګه تولید کړی. سي آر روښانه زېړ کرسټالی جامد دی، د مرچو په څېر بوی لري، په اوبو کې کمه اندازه حل کېدونکی دی، په اوبو کې نه تجزیه کیږي. نوم یې ګاز دی خو د خونې تودوخه کې جامد دی.   په هغو وسلو کې چې مایع لري په مایع کې کارېدلی شي، له مایع پرته په وسلو کې د ایروزول په توګه هم کارېدلي، په لوګي کوونکو ګرنیټونو کې هم کار ترې اخیستل شوی، په عصري وخت کې په لاس کې نیول کېدونکې سپرې یا شیندوکو کې هم ځای شوي.   په کومو وسلو کې چې د ایروزول په توګه کارېدلي وي دا ډول وسلې یې د خپرولو لپاره تودوخه تولیدو...
Ethyl iodoacetate

Ethyl iodoacetate

ټولې لیکنې
یو کیمیاوي ترکیب دی، له اېتیل اسېټېټ څخه ترلاسه کیږي. په نورمال حالت کې زېړ رنګه نارنجي رنګ لري. په لمړۍ نړیواله جګړه کې انګرېزانو د کیمیاوي وسلې په توګه کارولي. په انګرېزۍ کې یې بل نوم اېس کې ګاز (SK gas) دی او یاد نوم یې د انګلستان د لندن د ښار په لوېدیځ کې د (South Kensington) سیمې نوم دی چېرې چې دا ترکیب په لمړي ځل تولید شوی. د زهري ځانګړنې لرلو تر څنګ د اوښکو بهونکی ګاز هم دی.
Diphosgene – ډایفوزجین

Diphosgene – ډایفوزجین

ټولې لیکنې
عضوي ترکیب دی، کیمیاوي فورمول یې ClCO2CCl3 دی. بې رنګه مایع ده. له فوزجین سره تړاو لري او ورسره د پرتله کېدو وړ زهري ځانګړنه لري، له فوزجین سره یې توپیر په اسانۍ اداره او کارونه ده ځکه چې ډایفوزجین مایع ده او فورجین ګاز دی.   د ماوراء بنفش وړانګې لاندې د مېتیل کلورو فامېټ په راډیکالي کلوریني کېدنه ترلاسه کیږي فورمول یې لاندې وګورئ Cl-CO-OCH3 + 3 Cl2 —(hv)→ Cl-CO-OCCl3 + 3 HCl بله طریقه یې د مېتیل فارمېټ راډیکالي کلوریني کېدنه ده فورمول یې لاندې وګورئ H-CO-OCH3 + 4 Cl2 —(hv)→ Cl-CO-OCCl3 + 4 HCl که چېرې ډایفوزجین د لرګي په سکرو (charcoal) کټلایز شي او یا هم تودوخه ورکړل شي په فوزجین بدلیږي او له همدې امله په هغو تعاملونو کې ګټور دي چې له فوزجین سره تړاو لري. د بېلګې په توګه (amines) په (isocyanates) بدلوي، همداسې (secondary amines) په (carbamoyl chlo...
Xylyl bromide – ګزیلیل برومیډ – زایلو برومایډ

Xylyl bromide – ګزیلیل برومیډ – زایلو برومایډ

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې یې نور دوه نومونه (methylbenzyl bromide or T-stoff) دي. ټول هغه عضوي ترکیبونه یا مخلوطونه دي چې مالیکولي فورمول یې C6H4(CH3)(CH2Br) وي. له دې مخلوط څخه پخوا د کیمیاوي وسلې په توګه کار اخیستل کېده او د بلوا ضد پولیسو د اوښکو بهونکې وسلې په توګه کاروه. دا ډول ټول مخلوطونه یا ترکیبونه بې رنګه مایع وي خو سوداګریز مخلوط یا ترکیبونه یې زیړ رنګه رنګ لري.   په لمړي ځل د لمړۍ نړیوالې جګرې په لمړیو میاشتو کې د اوښکو بهونکې وسلې په توګه وکارېده، ځینې تاریخ پوهان لیکي چې د ۱۹۱۴ کال په اګسټ کې په لمړي ځل فرانسویانو پر جرمني پوځیانو د وسلې په توګه کارولي، په ورته وخت کې ځینې نور دعوا کوي چې یاد کارېدلي توکي (ethyl bromoacetate) وو کوم چې فرانسویانو له جګړې وړاندې ازمویلي وو.   د ۱۹۱۵ کال په جنورۍ کې د جرمني پوځ د همدې مخلوط ۱۸۰۰۰ مرمۍ په روسانو د (Battle of Bolimów) پ...

Arctic

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې (Arctic) د شمالي قطب (north polar) سیمې ته وایي.   نورې ماناګانې او کارونې Arctic یوه کمپنۍ ده Arctic S.A. په رومانیا کې د کور د توکو یا وسایلو تولیدونکی شرکت ده Arctic ورځپاڼه ده Arctic, California په کلیفورنیا کې پخوانی استوګنځای ده Arctic, Rhode Island په روډ ټاپو کې یو کلی ده Arctic Ocean د شمالي قطب سمندر ده. Arctic د ۲۰۱۹ کال فلم ده ډایرېکټر یې (Joe Penna) او ستوری یې (Mads Mikkelsen) ده.   بېړۍ د کلنګل ماتونکې بار وړونکې بېړۍ ده په ۱۹۷۸ کې جوړه شوې MV Arctic په بخار تګ کوونکې بېړۍ وه په ۱۸۵۰ کې یې کارونه پیل شوه خو په ۱۸۵۴ کې یې ټکر وکړ او ډوبه شوه SS Arctic په متحده ایالتونو کې د ۱۸۵۶ - ۱۸۵۸ کلونو ترمنځ د سروې بېړۍ وه USCS Arctic د متح...
Bromoacetone – برومو اسېټون

Bromoacetone – برومو اسېټون

ټولې لیکنې
یو عضوي ترکیب دی، کیمیاوي فورمول یې CH3COCH2Br دی، بې رنګه مایع ده، د اوښکو بهونکې وسلې په توګه کاریږي، د اوښکو بهونې ځانګړنه لري. د نورو عضوي ترکیبونو لپاره پرېکرسر دی - په انګرېزۍ پرېکرسر (precursor) یو داسې ترکیب دی چې په تعامل کې ونډه اخلي تر څو بل ترکیب جوړ کړي. په طبیعي توګه یوازې ۱% پیدا کیږي او د تخمونو له بوي لرونکو غوړو تر لاسه کیږي. په لمړي ځل په ۱۹ پېړۍ کې تشرېح شوی. په مصنوعي توګه هم تولیدیږي. په سوداګریز مارکیټ کې هم موندل کیږي. د کټلیټیک اسیدو سره د برومین او اسېټون له یو ځای کولو ترلاسه کیږي. لکه د نورو کېټونونو په څېر اسېټون هم د بېزونو یا اسیدو په شتون کې اېنولایز کیږي. که چېرې یو بېز موجود وي نو بروموفارم ترلاسه کیږي. په لمړۍ نړیواله جګړه کې د انګلستان او جرمني پوځونو د کیمیاوي وسلې په توګه کارولي. مخکې پولیسو هم د بلوا ضد په توګه کارول خو د ز...
Benzyl bromide – بیزیل برومیایډ

Benzyl bromide – بیزیل برومیایډ

ټولې لیکنې
یو عضوي ترکیب دی. کیمیاوي فورمول یې C6H5CH2Br دی. بې رنګه مایع ده او د اوښکو بهونې ځانګړنه لري. بینزیل برومایډ په عضوي ترکیبونو کې د بیزیل ګروپونو د معرفي کولو لپاره کاریږي. د پوستکي سخته نا ارامه کوونکې ماده ده، له سترګو اوښکې بهوي او بلوا ضد پولیس یې د وسلې په توګه کاروي.
Benzyl chloride – بېنزیل کلورایډ

Benzyl chloride – بېنزیل کلورایډ

ټولې لیکنې
بل نوم یې (α-chlorotoluene) دی، یو عضوي ترکیب دی، کیمیاوي فورمول یې C6H5CH2Cl دی. بې رنګه مایع ده. په صنعت کې د (gas-phase photochemical) په ذریعه د (toluene) او (chlorine) له تعامل څخه تولید کیږي. فورمول یې لاندې وګورئ. C6H5CH3 + Cl2 → C6H5CH2Cl + HCl په پورته یاده شوې طریقه تقریبا هر کال ۱۰۰۰۰۰ ټنه تولیدیږي. تعامل یې د ازاد راډیکالي بهیر له لارې ترسره کیږي او د کلورین ازاد اټومونه پکې منځګړتوب کوي. د تولید له بهیر څخه یې بېنزال کلورایډ او بېنزو ټریکلورایډ هم ترلاسه کیږي. د بینزیل ایسټر لپاره پرېکرسر دی او په پلاستیک جوړونه، د مزې ورکونکي په توګه او په عطرو کې کاریږي.   په هایډرولایزېس تعامل کې له اوبو سره تعامل کوي پایله کې بینزیل الکول او هایډروکلوریک اسید جوړوي. که چېرې د انسان له مخاطي غشاء ګانو سره اړیکه کې شي هایډرولایز کېدنه یې هایډروکلوریک اسید جوړو...
Tear gas – د اوښکو بهونکی ګاز

Tear gas – د اوښکو بهونکی ګاز

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (lachrymator agent or lachrymator) نومونه هم اخلي. نوم یې د لاتینۍ ژبې له (lacrima) کلیمې اخیستل شوی او مانا یې اوښکه ده. د خبرو اترو په ژبه کې د (mace) په نامه یادیږي. کیمیاوي وسله ده، په سږو او سترګو کې سخت درد پیدا کوي، پوستکي کې نا ارامي پیدا کوي، او د سترګو لید له منځه وړلای شي. په سترګو کې د اوښکو مرغړي (lacrimal gland) تحریک کوي تر څو اوښکې تولید کړي. د اوښکو بهونکی ګاز مختلف ډولونه لري او له مختلفو توکو جوړ شوی وي څو عام ډولونه یې لاندې یاد شوي : د مرچو شیندونکی (pepper spray) او سي ګاز دی، پاوا شیندونکې (PAVA spray) پېلارګونیک اسید دي، سي اېس ګاز، سي آر ګاز، سي اېن ګاز، له دې پرته (bromoacetone, xylyl bromide, syn-propanethial-S-oxide) او له پیازو جوړ شوي، همداسې (Mace) په دې کې چې کورنۍ سرکه او ځینې نور توکي مخلوط شوي وي.   د اوښکو بهونکې کیمیا...

Chemical Weapon Agent – کیمیاوي وسلو کې کارېدونکي کیمیاوي توکي

ټولې لیکنې
لنډیز یې (CWA) دی. داسې کیمیاوي مادې ته وایي چې د مړینې، ژوبلې او یا ناتوانۍ لامل کیږي. په ۲۰ پېړۍ کې تقریبا ۷۰ ډوله کیمیاوي مادې په کیمیاوي وسلو کې کارېدلي وې. دا ډول کیمیاوي توکي په مایع، جامد او ګازي شکل کې شته دي. د دې ډول مادو وېش د تکیکي او کیمیاوي جوړښت له مخې کیږي. هر چا د خپل لرلید پر بنسټ ډلبندي کړي.   ځورونکي کیمیاوي توکي دا ډول کیمیاوي توکي د مړینې یا ټپ لامل نه ګرځي او د (Riot Control Agents RCAs) په نامه یادیږي او ډېر وخت د بلوا ضد په توګه د پولیسو لخوا کاریږي. دا توکي په انسان کې حسي نا ارمتیا پیدا کوي. د اغیز وخت یې له غلظت سره تړاو لري او ممکن اغیز یې په څو دقیقو کې پای ته ورسیږي او یا هم اوږد مهاله وي. که چېرې کوم کس پرې ټپي شي نو درملنې ته اړتیا نلري او تر ۲۴ ساعتو پورې خپله ښه کیږي.   د اوښکو بهونکي لاندې یاد شوي کیمیاوي توکي سم دلاسه په...

Pulmonary agent – سا بندونکې کیمیاوي وسلې

ټولې لیکنې
په انګرېزۍ کې ورته (choking agent) هم وایي. کیمیاوي وسلې دي او د قرباني کس سا بندوي. په سږو کې مایع تولیدوي او د خپکۍ کېدو لامل کیږي. که چېرې پوستکی یا سترګې دې ډول توکو ته څرګندې شي نو زنګ ورته سوزېدنه پکې رامنځته کیږي. که چېرې تنفس شي نو د مرۍ د سوزېدو، ټوخېدو، کانګو، په سر کې د درد، په سینه کې د درد او د سینې د بندېدو لامل کیږي.   د سا بندونکو کیمیاوي وسلو بېلګې د کلورین ګاز، کلوروپیکرین، ډایفوزجین، فوزجین، ډیسلفرډیکافلوریډ، اکرولین دي. په دې کې تر ټولو زیاتې خطرناکې سا بندونکې کیمیاوي وسلې فوزجین او ډیسلفرډیکافلوریډ دي. ډیسلفرډیکافلوریډ په عام حالت کې بې رنګه ګاز دی. د الوتنې غلظت یې له هوا څخه ۳.۴ ځلې زیات دی او د اوږدې مودې لپاره د ځمکې سطحې ته نږدې پاتې کیږي (ژر الوت نکوي او هوا ته نه خپریږي). که چېرې یو کس فوزجین تنفس کړي په ۱۲ ساعتونو کې یې ټول علایم راڅرګندیږي او له ۲۴...
Chemical weapon – کیمیاوي وسله

Chemical weapon – کیمیاوي وسله

ټولې لیکنې
لنډیز یې (CW) دی. ځانګړي پوځي مهمات دي، کیمیاوي انجنیري یې په جوړونه کې اړین رول لري. دا ډول وسلې انسانانو، بوټو او ژو ته په پراخه کچه مرګ ژوبله اړوي. د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د سازمان (Organisation for the Prohibition of Chemical Weapons OPCW) له مخې کیمیاوي وسلې اصطلاح له وسلو پرته هغو کیمیاوي زهري توکو ته هم کاریږي کومې چې د مرګ، ټپ، په موقتي توګه د ناتوانۍ او یا حسي نا ارامۍ لامل ګرځي. د کیمیاوي توکو انتقالونکي او په یوې سیمې غورزونکي که چېرې کیمیاوي توکي لري او یا هم خالي وي وسلې ګڼل کیږي.   کیمیاوي وسلې اټومي وسلې، بیولوجیکي وسلې، راډیولوجیکي وسلې ندي خو د همدې وسلو په نوملړ کې شاملې دي او یادې ټولې وسلې د ډله ایزو وژنو وسلو (weapons of mass destruction WMDs) په نامه یادیږي. په پوځي ژبه کې د یادو ټولو وسلو لنډیز (NBC) دی. عامو یا دودیزو وسلو ته (conventional weapons) نوم اخل...
فرانسوي / لمړی لوست

فرانسوي / لمړی لوست

ټولې لیکنې
د خبرو اترو طرحه Le schéma موخه Objectif په پای کې Au terme دا لوست Cette leçon تاسې به وړ یاست Vous serez capable پوهېدل، پکې شامل Comprendre پېژندل، تشخیص کول Identifier بنسټیز ترتیب Les principaux paramètres خبرې اترې La communication کله Quand تاسې vous خبرې کول Parler لیکل écrire مخاطب کېدل S'adresser تل Toujours یو څوک Quelqu'un په Dans ځای Lieu خاص، مالوم، مشخص Précis سره Avec یو Un یوه Une منظور، هدف Intention ځانګړی، خاص Particulier ځانګړې، خاصه Particulière سرګرمه کول، انحراف ورکول Distraire خبرول Informer امر کول Enjoindre باور مند کول، قانع کول Convaincre تېرېدل، رسېدل، مصرفول، تلل Passer هم، همدارنګه Aussi کوډ Code سمبول Symbole لوحه ...
Adaptive expectations

Adaptive expectations

ټولې لیکنې
په اقتصاد کې یو فرضي بهیر ده په کوم کې چې خلک د راتلونکې په اړه د تېر وخت پر بنسټ وړاندوینې کوي او خپلې تمې جوړوي. په بله مانا تېر وخت کې څه شوي او په راتلونکې کې به څه کیږي د همدې پر بنسټ د خپلې راتلونکې تمو جوړولو ته (Adaptive expectations) وایي. د بېلګې په توګه که چېرې په تېر وخت کې انفلاسیون له تمې زیات وو نو د راتلونکې لپاره خلک خپلو تمو ته بیا کتنه کوي. په دې کې د راتلونکي کال د انفلاسیون نرخ ده د کوم چې په اوسنۍ کال کې  شوې وه او P د انفلاسیون فعلي نرخ ده. په دې کې  د ۰ او ۱ ترمنځ ده. په دې کې وېل شوي چې اوسنۍ تمه کې د راتلونکې انفلاسیون د تېر وخت انفلاسیون منعکس کوي. د (Adaptive expectations) تیوري په تېر وخت کې د ټولو مودو لپاره کارېدلای شي: په دې کې فعلي انفلاسیون د تېرو کلونو سره مساوي ده. څومره چې تېر وخت ته ځو همدومره وزن کمیږي....
Absolute advantage

Absolute advantage

ټولې لیکنې
په اقتصاد کې هغې وړتیا ته رجوع کوي چې یو کس، یوه ډله، یو شرکت یا یو هیواد له خپل سیال څخه د زیاتو، خدماتو یا توکو د تولید وړتیا ولري خو د تولید لپاره یې له خپل سیال سره برابرې سرچینې وکاروي. ادم سمېت په لمړي ځل (Absolute advantage) په نړیواله سوداګرۍ (international trade) کې تشرېح کړ، په دې کې یې سرچینې یا اخذه یوازې کار کوونکي یاد کړي، په دې مانا چې (Absolute advantage) د دوه برابرو کاري ځواکونو د تولید د وړتیا پرتله کوونه ده. داسې هم امکان لري چې یوه ډله له نورو سره په هېڅ کې (Absolute advantage) ولري.   د بېلګې په توګه دوه کسان احمد او علي دواړه خیاطان دي احمد په یوه ساعت کې دوه جوړه جامې ګنډي او علي په یوه ساعت کې یو جوړ جامې ګنډي نو دلته انګرېزۍ کې ویلای شو چې (Ahmad has an absolute advantage).   په لاندې تابلو کې وګورئ چې انګلستان د کار کوونکو په ۸۰ ساعته کې د ج...
Hydrogen – هایډروجن

Hydrogen – هایډروجن

ټولې لیکنې
هایډروجن یو کیمیاوي عنصر دی، سمبول یې (H) دی، اټومي شمېره یې ۱ ده او معیاري اټومي وزن یې ۱.۰۰۸ دی. هایډروجن په دوراني جدول کې تر ټولو سپک عنصر دی، په ټولو کایناتو کې تر هرې بلې کیمیاو مادې پرېمانه پیدا کېدونکی دی. تقریبا ټول باریونیک حجم (baryonic mass) کې ۷۵% هایډروجن دی - باریون (baryon) د ذراتو په فزیک کې د فرعي اټومي ذرو مخلوط دی او د (valence quarks) طاق شمېره لري. د ستورو ځینې ډولونه له هایډروجن او پلازما جوړ شوي. د هایډروجن تر ټولو عام ایزوټوپ د (protium) په نامه یادیږي یو پروټون لري او نیوټرون نلري.   د اټومي هایډروجن په نړیواله کچه راڅرګندیدا په لمړي ځل د نوی ترکیب (بیګ بنګ) پر وخت رامنځته شوې. په نورمال تودوخه او فشار کې هایډروجن د احتراق وړ ډیاټومیک ګاز ده او رنګ، بوي، مزه نلري، زهري ندی، غیرې فلزي دی او مالیکولي فورمول یې (H2) دي. هایډروجن په اسانۍ له غیرې فلزي عناصر...