
Equivalent – معادل
سمبول یې (equiv) ده. په کیمیا کې معادل هغه توکي دي چې له خپل معادل سره تعامل کوي. د کچې لپاره ډېر زوړ واحد ده کوم چې په بیولوجیکي ساینس او کیمیا کې هغه وخت کارېده کله چې څېړونکو د ترکیب لپاره کیمیاوي فورمولونه نلرل. په انګرېزۍ کې (mass of an equivalent) برابر وزن ته وایي.
په زیات رسمي تعریف کې معادل د یوې مادې کچه ده چې له لاندې چارو باید یوه ترسره کړي:
۱- د اسیدو بېز تعامل کې تعامل وکړي او یا د هایډروجن ایونونو (H+) یو مول ولېږدوي
۲- په ریډوکس تعامل کې تعامل وکړي او یا د الیکټرونونو یو مول ولېږدوي
په دې دوېم تعریف کې معادل په یوه مایع کې د ایون د مولونو شمېر ده کوم چې د همدې ایون له والېنس سره ضرب شوی وي. که چېرې د (1 mol of NaCl and 1 mol of CaCl2) یو یو مول په یوه محلول کې منحل شي نو په دې محلول کې د هر یو معادل (1 equiv Na, 2 equiv Ca, and 3...