Aug102024 by Zakria RahimiNo Comments ینګزي جیانګ ټولې لیکنې یوازې ینګزي نوم هم ورته اخلي. په چین کې ۶۳۰۰ کیلو متره اوږد سیند دی. په اوراسیا کې لمړی او د نړۍ درېم اوږد سیند ګڼل کیږي. د تبت په لوړې هوارې کې پیل کیږي او د چین په ختیځ کې سمندر سره ګډیږي.
Aug102024 by Zakria RahimiNo Comments ینګ کوان ټولې لیکنې د چین د شانشي ولایت په ختیځ کې ښار دی. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۱۳۱۸۵۰۵ وو. د شانشي ولایت صنعتي ښار ګڼل کیږي.
Aug102024 by Zakria RahimiNo Comments یموسوکرو ټولې لیکنې املا یې یامو سوکرو هم لیکل کیږي. د پیل غاښ سمندر غاړې مرکز دی.
Aug92024 by Zakria RahimiNo Comments یلټا ټولې لیکنې د پخواني یوکراین د اوسنۍ روسیې په کریمیا سیمه کې ښار دی. همداسې یلټا، په ۱۹۹۵ کال کې، د چرچیل، روز وېلټ او سټالین ترمنځ هوکړه ده.
Aug92024 by Zakria RahimiNo Comments ییل پوهنتون ټولې لیکنې په متحده ایالتونو کې د څېړنو ځانګړی پوهنتون دی، په ۱۷۰۱ کې یې بنسټ ایښودل شوی. په نیو هاوېن ښار کې موقیعت لري.
Aug92024 by Zakria RahimiNo Comments یاوې ټولې لیکنې په پخوانۍ لوېدیځې اسیا کې خدای وو، په بله مانا د اسرایلو د پاچایي ملي خدای وو، په انجیل کې د بني اسرایلو د خدای نوم دی.
Aug92024 by Zakria RahimiNo Comments زګروس ټولې لیکنې په فارسي کې زاګرس لیکل کیږي. په ایران، عراق او ترکیه کې د غرونو لړۍ ده
Aug92024 by Zakria RahimiNo Comments زفارین ټولې لیکنې املا یې زفاریناس هم لیکل کیږي. د هسپانیان د ټاپوګانو ټولګه ده.
Aug92024 by Zakria RahimiNo Comments زګرېب ټولې لیکنې د کرواېشیا تر ټولو لوی ښار او مرکز دی. د ساوا سیند په اوږدو کې واقع دی. په ۲۰۲۱ کال کې یې نفوس ۷۶۷۱۳۱ وو.
Aug92024 by Zakria RahimiNo Comments زاما جګړه ټولې لیکنې له زېږېدیز کال څخه دوه سوه کاله وړاندې په اوسنۍ تونس کې رامنځته شوې جګړه وه. په جګړه کې برخه اخیستونکي د روم امپراتوري، د کارتاج پوځ او د سیپیو پوځ وو.
Aug82024 by Zakria RahimiNo Comments زامبیا ټولې لیکنې د نوم املا یې زامبي هم لیکل کیږي. په وچه کې ګیر هیواد او د مرکزي، سوېلې او ختیځې افریقا لپاره درې لارې جوړوي. په شمال کې یې د کونګو له دیموکراتیک جمهوریت سره، شمال ختیځ کې تانزانیا، ختیځ کې ملاوي، سوېل ختیځ کې مزمبق، سوېل کې زمبابوې او بوتسوانا، سوېل لویدیځ کې نامیبیا او په لویدیځ کې له انګولا سره پولې لري. مرکز یې لوساکا دی. مساحت یې ۷۵۲۶۱۷ کیلو متر مربع او په ۲۰۲۳ کې یې د وګړو شمېر ۲۰۲۱۶۰۲۹ وو.
Aug82024 by Zakria RahimiNo Comments زامبو انګا ټولې لیکنې د فلپاین ښار او بندر دی. نفوس یې په ۲۰۲۰ کې ۹۷۷۲۳۴ وو. په فلپاین کې د نفوس له مخې پنځم او د مساحت له مخې درېم لوی ښار دی.
Aug82024 by Zakria RahimiNo Comments زاوجوانګ ټولې لیکنې چینایي تلفظ یې زاوزوا دی. د چین په شان ډونګ ولایت کې ښار دی. په ۱۹۳۸ کې د چین او چاپان ترمنځ د دوېمې جګړې ډګر وو.
Aug82024 by Zakria RahimiNo Comments زپوټېک ټولې لیکنې د مکسیکو اصلي خلک دي. تر ټولو زیات نفوس یې د واهاکا (او اشاکا) ایالت په سوېل کې دی خو ورسره پوله لرونکو ایالتونو کې هم شته دي. د وګړو شمېر یې په مکسیکو کې تر ۶۵۰۰۰۰ پورې رسیږي.
Aug82024 by Zakria RahimiNo Comments پیټر زیمن ټولې لیکنې د هالنډ فزیک پوه وو. د ۱۸۶۵ - ۱۹۴۳ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د رڼا په خپرېدو یې د مقناطیسي سیمې اغیزې وموندلې. موندنې ته یې "د زیمن اغیز" نوم اخلي.
Aug82024 by Zakria RahimiNo Comments د اېلیا زېنو ټولې لیکنې د اېلې زېنو نوم هم ورته اخلي. د سقراط له دورې مخکې یونان کې فیلسوف وو. له زېږېدیز کال څخه وړاندې یې د ۴۹۰ - ۴۳۰ کلونو ترمنځ ژوند کړی. د خپل استاد د نظر مدافع پاتې شوی. د استاد نظر یې "د ټول حقیقت جوړونکي بنسټ یوازې یو دی" وو. د اېلې زېنو د فضا، وخت او خوځښت شتون رد کړی وو.
Aug82024 by Zakria RahimiNo Comments فېردیناند فون زېپلین ټولې لیکنې د جرمني جنرال وو وروسته یې هوایي بېړۍ اختراع او تولید کړې. د ۱۸۳۸ - ۱۹۱۷ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی.
Aug82024 by Zakria RahimiNo Comments ارنسټ زېرمېلو ټولې لیکنې د جرمني ریاضي پوه او منطق پوه وو. د ۱۸۷۱ - ۱۹۵۳ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د سیټونو تیوري ته یې وده ورکړې.
Aug82024 by Zakria RahimiNo Comments زیوس ټولې لیکنې زوس هم تلفظ کیږي. د پخواني یونان په مذهب او افسانو کې د تلندې او برېښنا خدای وو، د مکدونیا په اولیمپ غره کې د خدایانو پاچا وو. زیوس یا زوس د روم د خلکو مشتري هم دی.