تبې ته په انګریزۍ (fever) نوم اخلي خو د (hyperthermia, pyrexia, or elevated temperature) په نومونو هم یادیږي. تبه له نورمال حالت څخه پورته د بدن تودوخه ښي. په دواړو وړو او زړو کې تبه رامنځته کېدای شي. په لنډمهاله توګه د بدن د تودوخې زیاتېدل له بدن سره مرسته کوي چې له مکروبونو خپله ساتنه وکړي. که چېرې تبه زیاته وي او یا هم اوږدمهاله وي نو بدن کې د جدي ستونزې ښودنه کوي د کومې چې باید درملنه وشي.
د بدن نورمال تودوخه تقریبا ۹۸.۶°F او یا ۳۷°C ده خو د هر کس لپاره دا نورمال تودوخه لږ توپیر لري، همداسې د ورځې په هر وخت کې هم د بدن نورمال تودوخه توپیر لرلای شي، په سهار کې د بدن تودوخه کمه او د په ماسپښین او ماښام کې زیاته وي. نور داسې فکتورونه هم شته چې د بدن په نورمال تودوخه کې بدلون راوستی شي لکه دروند سپورت او یا ښځو کې پیریوډ.
د تودوخې کچه کوونکی کوم چې په خوله کې د ژبې لاندې کېښودل کیږي ...