ټولې لیکنې

فریټز زویکي
په سویس کې د ستورو فزیکپوه وو، د ۱۸۸۱ - ۱۹۴۲ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی، د کهکشانونو د انځوریز کتالوګ جوړونکی وو.

زامبېزي
املا یې زامبېز هم لیکل کیږي. په افریقا کې څلورم تر ټولو اوږد سیند دی. د هند په سمندر کې ورګډیږي.

زپوریجیا
د دنیپز سیند په غاړه د یوکراین ښار او بندر دی. مخکینی نوم یې الکساندروفسک دی. د یوکراین اړین صنعتي ښار ګڼل کیږي.

Gender and sex
دې ته مو پام وي چې انګرېزۍ کې (gender) او (sex) دواړه جنسیت ته نه وایي. د (sex) کلیمه هغو فزیکي ځانګړنو ته کاریږي د کومو له مخې چې نر(male)، ښځه (female) او نرښځی (intersex) تنې سره جلا کیږي. همداسې د (gender) کلیمه د کس هغې پېژندنې ته رجوع کوي کومه چې داخل کې د ځان په اړه احساس کوي لکه ځان نر، ښځه یا نر ښځی احساس کوي او د همدې احساس له مخې ځان پېژني.

François-Noël Babeuf – فرانسوا نوېل بابوف
د ۱۷۶۰ کال د نومبر په ۲۳ نېټه د فرانسې په سنت کانتین (سه کانته) کې زېږېدلی او د ۱۷۹۷ کال د مې په ۲۷ نېټه د فراسې په واندوم سیمه کې مړ شوی. د (Gracchus Babeuf) په نوم هم یادیږي. له کارل مارکس مخکې د کمونېزم نظر لرونکی (proto-communist)، د فرانسې په انقلاب کې ونډه اخیستونکی او جورنالست وو. د ورځپاڼې نوم یې د خلکو ټریبیون یا د خلکو د ګټو ساتونکی وو. په خپلو لیکنو کې یې د بې وزلو د حقونو او د ډایکټوري په نوم د حکومت جوړېدو غوښتنه کوله کوم حکومت چې له ۱۷۹۵ تر ۱۷۹۹ پورې ادامه وکړه او وروسته بیا ناپلیون نسکور کړ. د وخت حکومت خپل افراطي مخالفین نسکورول او بابوف یې د دې چارې مخالفت په خپلو لیکنو کې کوه.
په پخواني روم کې ګراشي ورونه د خلکو د ګټو د ساتونکو په توګه منتخب شوي وو او بابوف هم د خلکو د ګټو د ساتونکې په نوم ورځپاڼه لرله او له همدې امله ورته ګراشوس لقب ورکړل شوی وو. د بابوف په وخت کې کمونې...

Demi-cannon – د منځنۍ کچې توپه، نیمه توپه
وړې توپې وې، په لاس کې نیول کېدونکې توپې ته یې ورته والی لره خو په کچه کې ترې لویې وې، د ۱۹ کیلو ګرامه توپې څخه وړې وې. د ۱۷ پېړۍ په پیل کې جوړې شوې وې. بشپړ توپې ۱۹ کیلو ګرامه سروکی توغوه خو د زیات وزن له امله یې کارونه په ۱۸ پېړۍ کې کمه شوه. په اتلسمه پېړۍ کې د بشپړ توپو لاندې ټایرونه هم د نیمه توپو وو.
د انګلستان په درې جنګي بېړیو (HMS Sovereign of the Seas, HMS Resolution and HMS Jame) کې هم نصب وې او له هالنډ سره د انګرېزانو په جګړه کې یې کارولې وې. د ( HMS Stirling Castle) په نامه بېړۍ کې هم کارېدلې وه، یاده بېړۍ د انګلستان ګوډوېنز شګو کې موندل شوې او په سیمه کې د نیمه توپې نور ډولونه هم ورسره پیدا شوي. نیمه توپې معمولا ۳.۴ متره اوږدوالی لره او وزن یې ۲۵۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیده. د ۱۵ کیلو ګرامه سروکي توغونې لپاره به پکې اته نیم کیلو تور پوډر کارېدل. تر ۴۹۰ متره واټن کې یې هدف په نښه...

Louis-Simon Auger – لویي سایمون اوجر
لویي سایمون اوجر (لویي سایمون اوژې) د ۱۷۷۲ کال د ډسمبر په ۲۹ نېټه په پاریس کې پیدا شوی او د ۱۸۲۹ کال د جنوري په دوېمه نېټه په پاریس کې مړ شوی. د فرانسې جورنالست او ډرامه لیکونکی وو.

François-Xavier Audouin – فرانسوا زاویر اودون
د ۱۷۶۵ کال د اپرېل په ۱۸ نېټه د لېموژ په اوت وېین کې زېږېدلی او د ۱۸۳۷ کال د جولای په ۲۳ نېټه په پاریس کې مړ شوی. د فرانسې د انقلاب پرمهال روحاني او سیاست پوه وو. د جکوبین ډلې (ژکوبه) غړی وو. له انقلاب مخکې د فرانسې په لېموژ کې راهب وو.
په یوې بورجوا کورنۍ کې زېږېدلی وو. پلار یې چرم جوړونکی وو. له انقلاب مخکې مذهبي وو خو د انقلاب پرمهال یې سیاست ته مخه کړه او له جکوبین (ژکوبه) ډلې سره یو ځای شو. د ۱۷۹۳ کال د جنوري په ۱۵ نېټه یې له ماري سیلوي پاش سره واده وکړ.
لیکنې او مقالې یې لاندې دي :
- د زندان په داخل کې
- د رسنیو ازادي
- سمندري سوداګري
- د وزیرانو مسولیت
- د جګړې د هنر ادامه لرونکی تاریخ...

Abbé Aubert – ابې اوبېرت
بشپړ نوم یې ژان لویي اوبېرت (Jean-Louis Aubert) دی. د ۱۷۳۱ کال د فېبروري په ۱۵ نېټه په پاریس کې زېږېدلی او د ۱۸۱۴ کال د نومبر په ۱۰ نېټه په پاریس کې مړ شوی. د فرانسې ډرامه لیکونکی، شاعر او جورنالست وو. پلار یې ژک اوبېرت د وایلېن د موسیقي د الې غږونکی وو. تره یې لویي اوبېرت انځورګر وو.
ابې اوبېرت د نوار کالج کې زدکړې کړې وې. په ۱۷۴۱ کې د اعلاناتو او مختلفو نظرونو په نامه رسنۍ کې یې لیکنې پیل کړې او تر ډېره یې لیکنې نیوکې وې. په ۱۷۵۲ کې یې د پوهنغونډ په جوړونکو نیوکو ته مخه کړه. په ۱۷۵۶ کې د فرانسې مېرکیور په نوم مجلې کې یې د کیسو خپرونو باندې پیل وکړ. وروسته یې د ترېور ورځپاڼه کې دنده پیل کړه او د ورځپاڼې نوم یې ساینسي ورځپاڼې ته بدل کړل. په ۱۷۷۳ کې د سلطنتي کالج د ادبیاتو ریس وټاکل شو او په ۱۷۷۴ کې د فرانسې د ګزېت مدیر وګمارل شو....

François Arnaud (ecclesiastic) – فرانسوا ارنوډ
فرانسوا ارنوډ (فرانسوا ارنو) د ۱۷۲۱ کال د جولای په ۲۷ نېټه د فرانسې په کومتات وېنېسین کې پیدا شوی او د ۱۷۸۴ کال د ډسمبر په دوېمه نېټه مړ شوی. د ژبې تاریخ پوه، لیکوال او د عیسویت روحاني یا راهب وو. د پردیو په نامه ورځپاڼه کې یې لیکنې خپرولې همداسې د اروپا ادبي ګزېت کې یې هم مقالې چاپ شوي. د ۱۷۷۱ کال د اپرېل په ۱۱ نېټه فرانسوۍ اکاډمي ته کاندید شو او د همدې کال د مې په ۱۷ یې چې کله دنده پیل کوله نو استقبال یې ژان باتیست د شتوبرن ویوین کړی وو. ټولې چارې یې په درې جلدونو کې راټولې شوي....

André d’Arbelles – د اربېل اندرې
د ۱۷۶۷ کال د اپرېل په ۲۱ نېټه د فرانسې په ختیځ کې زېږېدلی او د ۱۸۲۵ کال د سپتمبر په ۲۸ نېټه د فرانسې شمال لوېدیځ کې مړ شوی. د فرانسې جورنالست او د وخت رسمي تاریخ لیکونکی وو.
یو ورور یې کلود اندرې پاریس ته ولاړ او هلته یې دنده لرله. دوېم ورور یې د ۱۷۹۲ کال د اګسټ په نېټه د انقلاب رامنځته کوونکو لخوا د پاچا د ملاتړي په توګه تورن شو او د ۱۷۹۴ کال په جنوري کې اعدام شو.
د اربېل اندرې په ۱۷۹۲ کې له فرانسې کډوال شو او له فرانسې بهر د کډوالو په نامه پوځ سره یوځای شو. د کډوالو پوځ له فرانسې بهر د فرانسویانو پوځ وو او غوښتل چې د فرانسې لمړی جمهوري نظام وپرزوي. په ۱۷۹۸ کې بېرته پاریس ته راوګرځېد او د چارلز موریس لخوا مختلفې ادبي او سیاسي چارې ور وسپارل شوې. په کال ۱۸۰۸ کې د بهرنیو چارو وزارت کې تاریخ لیکونکی وګمارل شو د ناپلیو پالیسي لیکنه یې پیل کړه او په همدې وخت کې یې خپل نوم د اربې اندرې ته ب...

غوږ ته ورته صدف، سمندري غوږ، غوږ ته ورته حلزون
د ګرمو اوبو سمندرونو کې د خوړو وړ حلزون دی، صدف یې کم ژور او غوږ ته ورته جوړښت لري، تنه یې په کرښو سینګار شوې او د سا اخیستنې لپاره سوریان لري.

کوزونه، کمونه، ټیټونه، بې ارزښته کوونه
اسم دی.
دپېټرولو د قیمت کمونه یا کمېدنه.
مترادف :
ټیټونه، کمونه
متضاد
لوړونه، زیاتونه
۲ – تحقیر کوونه، بې ارزښتنه کوونه، خپل ارزښت له لاسه ورکوونه :
د مخالف یا حریف د تحقیر یا بې ارزښته کوونې لټون یا هڅه کول.
مترادف
بې ارزښته کوونه، تحقیر کوونه
متضاد
با ارزښته کوونه

کوزول، ټېټول، بې ارزښته یا بې حیثیته کول
فعل دی.
۱ – کوزول، د لوړوالي کچه کمول یا سطحه ټیټول : دپردې کوزول.
۲ – د یو څه ارزښت یا اهمیت کمول، د یو څه کچه کمول : د تقاوت لپاره د عمر ټیټول.
کوزېدل او کوزول، ټیټول او ټیټېدل دواړه ورته مانا او کارونه نه لري. کوزول چې کله یو فاعل په مفعول عمل کوي د بېلګې په توګه زه پرده کوزوم. کوزېدل یا تیټېدل چې کله فاعل په خپله د خپل عمل مفعول وي د بېلګې په توګه زه کوزېږم.
کوزېدل
ټیټېدل، بې ارزښته یا بې حیثیته کېدل.
۱ - خپل ارزښت، حیثیت یا اهمیت له لاسه ورکول، خپل ځان بې ارزښته، بې حیثیته کول....

Pierre-Antoine Antonelle – پییر انتوان انتوانېل
د ۱۷۴۷ کال د جولای په ۱۷ نېټه د فرانسې په اریز (اري) سیمه کې زېږېدلی دی او د ۱۸۱۷ کال د نومبر په ۲۶ نېټه په اریز کې مړ شوی دی. د فرانسې سیاست پوه، جورنالست او د ژکوبین (ژکوبه ډلې) ریس او د انقلاب غړی وو. په پیل کې په دیموکراتیکه توګه د اریز ولسوال منتخب شوی وو. سره له دې چې د اشرافو د کورنۍ وو د اشرافو پر ضد یې د فرانسې د انقلاب کلک ملاتړ کوه. له فرانسې سره د کومتات سیمې په یو ځای کېدو کې یې لویه ونډه اخیستې همداسې یې له فرانسوا نوېل بابوف سره د "برابرو دسیسې" په نامه کودتا کې اړین رول لرلی.
انتونېل د اشرافو په شتمنه کورنۍ کې زېږېدلی. پلار یې د ۱۷۴۷ کال په ډسمبر کې مړ شوی او له همدې امله یې روزنه او پالنه کې تر ډېره مور او یو راهب ونډه اخیستې. د راهب لخوا په وهلو ډبلو لارې ته سمونې په لویوالي کې دې ته وهڅوه چې د روحانیت ضد دریځ ولري. په ۱۷۶۲ کې یې پوځي زده کړې پیل کړې خو له پوځي ژوند سره ...

هواره شوې پېړه یا زغاله
په هوارونکي د اوړو هواره شوې ټوټه په تنور، تبخي، کړایي کې پخیږي یا له پاسه پرې خوږ، مالګین د سبزي یا غوښې سینګار کېښودل کیږي او ډوډۍ، پېرکی، اشکې، پېزا، پراټه او داسې نور ترې جوړیږي.

پېړه، زغاله، لغولۍ، ځواله
اسم دی. ځینې لهجې د زغالې املا ځواله لیکي او تلفظ کوي. اخښکل شوي ګرد شوي اوړه کوم چې په لاس او په هوارونکي هواریږي. په هوارونکي د اوړو هواره شوې ټوټه په تنور، تبخي، کړایي کې پخیږي یا له پاسه پرې خوږ، مالګین د سبزي یا غوښې سینګار کېښودل کیږي او ډوډۍ، پېرکی، اشکې، پېزا، پراټه او داسې نور ترې جوړیږي.

چوټ
پخوانی او عام نوم یې "چوټ" دی کوم چې هندۍ ریښه لري او پښتو کې له ډېره پخوا کاریږي. چوټ، د حساب چوکاټ، د شمېرنې چوکاټ، حسابګر، شمېرګر

د ژبې ښکته کوونکې کاشوغه، ستونګوری، ژبکوزی
اسم دی.
هواره کاشوغه په کومې چې ژبې ته د خولې او مرۍ د ازموینې لپاره فشار ورکول کیږي.