ټولې لیکنې

د اېلیا زېنو

د اېلیا زېنو

ټولې لیکنې
د اېلې زېنو نوم هم ورته اخلي. د سقراط له دورې مخکې یونان کې فیلسوف وو. له زېږېدیز کال څخه وړاندې یې د ۴۹۰ - ۴۳۰ کلونو ترمنځ ژوند کړی. د خپل استاد د نظر مدافع پاتې شوی. د استاد نظر یې "د ټول حقیقت جوړونکي بنسټ یوازې یو دی" وو. د اېلې زېنو د فضا، وخت او خوځښت شتون رد کړی وو.
زیوس

زیوس

ټولې لیکنې
زوس هم تلفظ کیږي. د پخواني یونان په مذهب او افسانو کې د تلندې او برېښنا خدای وو، د مکدونیا په اولیمپ غره کې د خدایانو پاچا وو. زیوس یا زوس د روم د خلکو مشتري هم دی.
چنګ ایمو

چنګ ایمو

ټولې لیکنې
د نوم چینایي تلفظ یې چنګ ایموا دی. په ۱۹۵۰ کې زېږېدلی. په چین کې د پنځم نسل د فلمونو جوړونکی ډاریکټر دی. د ډاریکټر په توګه یې په ۱۹۸۸ کې دنده پیل کړې.
جې جیانګ

جې جیانګ

ټولې لیکنې
چینایان یې "شیا شا" تلفظ کوي. په چین کې له سمندر سره لاره لرونکی ولایت دی. مرکز یې هنګچو دی. نفوس یې ۶۴.۶ میلیونه دی او په چین کې اتم د ډېر نفوس لرونکی ولایت دی. د چین د اقتصاد لویه برخه جوړوي او د چین د ملت پالو سیاست پوهانو زېږدونکی ولایت هم دی لکه چیانګ کې شېک او د چین میلونر سوداګر جک اېم اې او له همدې امله ورته د چین شمزی وایي.
چنګچو

چنګچو

ټولې لیکنې
په چین کې د هېنان ولایت ښار او مرکز دی. له نهو ملي مرکزي ښارونو یو دی. د هېنان ولایت اقتصادي، سیاسي، پوهنیز او د ټکنالوجي مرکز دی.
چو ان لی

چو ان لی

ټولې لیکنې
د چین سیاست پوه، دیپلومات او انقلابي وو. د ۱۸۹۸ - ۱۹۷۶ تر منځ یې ژوند کړی. کله چې ماو زېډونګ په واک کې وو په دې وخت کې ریس وو او په ورته وخت کې یې د کمونیستانو تنظیم واک ته ورسوه، له واک ته رسېدو پس یې مستحکم کړل، بهرنۍ پالیسي یې ورته جوړه کړه او په ورته وخت کې یې د چین اقتصاد ته وده ورکړه.
زمبابوې

زمبابوې

ټولې لیکنې
مخکینی نوم یې د سوېل روډېزي دی، رسمي نوم یې د زمبابوې جمهوریت دی. د سوېل ختیځې افریقا په وچه کې ګېر هیواد دی. یو او بل څنګ ته یې زامبېزي او لیمپوپو سیندونه دي. په سوېل کې له سوېلې افریقا سره، په سوېل لوېدیځ کې له بوتسوانا سره، په شمال کې له زامبیا سره او په ختیځ کې له مزمبق سره پولې لري. تر ټولو لوی ښار او مرکز یې هرارې نومیږي او تر ټولو لوی دوېم ښار یې د بولاوایو په نوم دی. په شپاړس ژبو خبرې پکې کیږي، اووه توکمه لري او ۹۹.۳۸ یې یوازې د افریقا تور پوسته خلک دي. مساحت یې ۳۹۰۷۵۷ کیلو متر مربع دی، د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې یې نفوس ۱۶۸۶۸۴۰۹ وو او د نړۍ ۷۳ تر ټولو زیات نفوس لرونکی هیواد وو....
جان زیزکا

جان زیزکا

ټولې لیکنې
بشپړ نوم یې د چالیس او تروکنوف جان زیزکا دی. د ۱۳۶۰ - ۱۴۲۴ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د هوسیت په نامه د عیسوي ډلې پوځي مشر وو او د بوهېم اتل ګڼل کیږي. د روم امپراتوري سره یې جګړه کړې او په کورنیو جګړو کې یې هم ونډه اخیستې، د هنګري پاچایي ته یې هم ماته ورکړې.
زوهر

زوهر

ټولې لیکنې
سېفېر ها زوهر نوم هم ورته اخیستل کیږي. د زوهر مانا ځلا یا وړانګې ده. زوهر د کابالا ادبیات دي، د کتابونو یو ټولګه ده، د تورات په عرفاني یا تصوفي اړخ نظر دی، همداسې د خدای په طبیعت بحثونه پکې موجود دي.
زردشت

زردشت

ټولې لیکنې
پام مو وي چې زرتشت نوم یې فارسي نوم دی. نړیوال یې په زورواستر، زاراتوشترا نومونو هم پېژني. پخوا اریانا، خراسان او اوسني افغانستان کې زېږېدلی خو په هیواد کې یې د زېږېدو ځای نامالوم دی. د زېږېدو نېټه یې هم دودیزه نېټه ښودل شوې او ګمان کیږي چې له زېږېدیز کال څخه وړاندې د ۶۲۴–۵۹۹ کلونو ترمنځ زېږېدلی او په ۷۷ کلنۍ کې مړ شوی. ګمان کیږي چې شاعر - پیغام رسونکی وو. په اوېستاني ژبه یې خبرې کولې. د ګاتاس جوړونکی دی.
Share
Hide Buttons