ټولې لیکنې

Guadalcanal rat – د ګودال کانال موږک

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Uromys porculus) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. ګودال کانال په سولومون ټاپو کې یوه سیمه ده چېرې دا ژوي پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل یورومیس

Great Key Island giant rat – د ګرېټ کي ټاپو غټ موږک

ټولې لیکنې
د (Great Key Island uromys) په نامه هم یادیږي. د ډول علمي نوم یې (Uromys siebersi) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل یورومیس

Giant white-tailed rat – غټ سپین لکی موږک

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Uromys caudimaculatus) دی. د استرالیا شخوند وهونکی ژوی دی اصلي ځای یې د استرالیا د کوین لنډ معتدل باراني ځنګلونه دي. په نیو ګیني او ارو ټاپو کې هم پیدا کیږي. وزن یې تر یو کیلو ګرام پورې رسیږي. د تنې پاسه برخه یې خړه نسواري او د تنې لاندې برخه یې کریمي سپینه وي. لکۍ یې لوڅه او د پای خوا یې سپین رنګ لري. د مثل تولید په اکتوبر او نومبر کې پیل کوي خو په ډسمبر او جنورۍ کې زیاتیږي. د بلاربښت له ۳۶ ورځو وروسته له دوه تر درې پورې بچیان زېږوي. بچیان یې تر درې میاشتو پورې له مور سره پاتې کیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل یورومیس...

Emperor rat – امپراتور موږک

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Uromys imperator) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. اصلي ځای یې سولومون ټاپو دی. نسل یې ډېر کم وو او ممکن اوس له منځه تللی وي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل یورومیس

Emma’s giant rat – د اېما غټ موږک

ټولې لیکنې
بل نوم یې د اېما یورومیس (Emma's uromys) ده. د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Uromys emmae) ده. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې شخوند وهونکی ژوی ده. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل یورومیس

Giant naked-tailed rat – غټ لوڅ لکی موږک

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Uromys anak) دی. د پاپوا په لوېدیځ، اندونیزیا او پاپوا نیو ګیني کې پیدا کیږي. په معتدلو او لندو ځنګلونو کې ژوند کوي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۲۰ تر ۳۴ سانتي متره پورې اوږدیږي. وزن یې له ۳۵۰ ګرامه تر یو کیلو ګرام پورې رسیږي. مختلف رنګونه لري کوم چې په خړ، تور او نسواري برګوالي کې وي. د لکۍ رنګ یې تور او له تنې څخه اوږده وي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل یورومیس...

Biak giant rat – بایک غټ موږک

ټولې لیکنې
د بایک ټاپو یورومیس نوم (Biak Island uromys) هم ورته اخلي. د ډول علمي نوم یې (Uromys boeadii) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. یوازې یو ډول یې د اندونیزیا په بایک ټاپو کې موندل شوی. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل یورومیس

Uromys – یورومیس

ټولې لیکنې
د شخوند وهونکو نسل دی. په مېلانېزیا او استرالیا کې پیدا کیږي. عام نوم یې غټ لوڅ لکي موږک (giant naked-tailed rats) دی. په نسل کې ټول ۱۱ ډولونه شامل دي کوم چې په ۲۰۱۷ کال کې تشرېح شوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل یورومیس په یورومیس نسل کې لاندې ۱۱ ډولونه شامل دي Biak giant rat, Uromys boeadii Giant naked-tailed rat, Uromys anak T Emma's giant rat, Uromys emmae Emperor rat, Uromys imperator Giant white-tailed rat, Uromys caudimaculatus Great Key Island giant rat, Uromys siebersi Guadalcanal rat, Uromys porculus King rat, Uromys rex Masked white-tailed rat, Uromys hadrourus Bismarck giant rat, Uromys neob...

Vernaya – وېرنایا

ټولې لیکنې
د موریډای کورنۍ (family Muridae) په مورینای فرعي کورنۍ (subfamily Murinae) کې د شخوند وهونکو نسل دی. د چین په سوېل او د برما په شمال کې پیدا کیږي. په دې نسل کې مختلف له منځه تللي ډولونه او ۸ اوسمهال ژوندي ډولونه شامل دي. نوم یې د (Arthur Stannard Vernay) له نوم څخه اخیستل شوی او همدې کس یې نسل له برما راغونډ کړی. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل وېرنایا  

Rock-dwelling rat – په ډبرو کې ژوند کوونکی موږک – زېنورومیس

ټولې لیکنې
د زېنورومیس نسل (genus Xenuromys) کې یوازینی ډول دی. د ډول علمي نوم یې (Xenuromys barbatus) دی. نور نومونه یې (mimic tree rat, rock-dwelling giant rat) دي. د موریډای کورنۍ شخوند وهونکی ژوی دی. په اندونیزیا، ختیځ پاپوا او پاپوا ګیني کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل زېنورومیس
Xeromys – زیرو میس

Xeromys – زیرو میس

ټولې لیکنې
په زیرومیس نسل کې یوازې یو ډول شامل دی. عام نوم یې (False water rat) دی, د ډول علمي نوم یې (Xeromys myoides) دی. اصلي ځای یې استرالیا او پاپوا ګیني دی. پراخ سر، غټې سترګې، واړه ګرد شوي غوږونه لري. په هره ژامه کې پورته اوښکته دوه د ژرندې غاښونه لري. د ثنایا پورته غاښونه یې زېړ نارنجي او لاندې سپین رنګ لري. د بدن وېښته یې د اوبو ضد دي او تېز خړ رنګ لري. د وېښتو لاندې برخه سپین رنګه وي. څلور واړه پښې یې په سپینو وېښتو پوښل شوي وي.   خواړه یې چنګاښونه، د خټو استوانه اي چنګاښ، صدفي کب، حلزون او چونجیان دي. د شپې لخوا خپلو خوړو پسې تګ کوي او د ورځې لخوا خوب کوي. په یوه شپه کې تر درې کیلو متره پورې واټن وهي. د کال په اوږدو کې هر وخت د مثل تولید کولای شي، په یو ځل تر دوه پورې بچیان زېږوي. په یوه ځاله کې تر ۸ پورې د مختلف جنس او عمر غړي ژوند کوي. ساینسي ډلبندي کې...

Woosnam’s broad-headed mouse – د ووسنام پراخ سرې مږه

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Zelotomys woosnami) دی. بل نوم یې (Woosnam's zelotomys) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په انګولا، بوتسوانا، نامبیا او سوېلې افریقا کې پیدا کیږي. په بې ونو دښتو کې ژوند کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل زیلوتومیس

Hildegarde’s broad-headed mouse – د هیل ډېګارډ پراخ سرې مږه

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Zelotomys hildegardeae) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په انګولا، مرکزي افریقا، کونګو، کینیا، مالاوي، روانډا، سوډان، تانزانیا، یوګاندا او زامبیا کې پیدا کیږي. د معتدلو او نیمه معتدلو د ټیټو ځمکو په لندو ځنګلونو او بې ونو وچو دښتو کې ژوند کوي. په سیلابي وښیزو سیمو کې هم شته وي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل زیلوتومیس...

Zelotomys – زیلوتومیس

ټولې لیکنې
د موریډای کورنۍ (family Muridae) په مورینای فرعي کورنۍ (subfamily Murinae) کې د شخوند وهونکو ژو نسل دی. د زړې نړۍ مږې دي. عام نوم یې پراخ سرې مږې (broad-headed mice) ده. اصلي ځای یې افریقا ده. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل زیلوتومیس په زیلوتومیس نسل کې لاندې دوه ډولونه شامل دي Zelotomys hildegardeae – Hildegarde's broad-headed mouse Zelotomys woosnami – Woosnam's broad-headed mouse

Kimberley rock rat – د کیمبرلي سیمې د ډبرو موږک

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Zyzomys woodwardi) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. یوازې په استرالیا کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل زیزومیس
Central rock rat – مرکزي د ډبرو موږک

Central rock rat – مرکزي د ډبرو موږک

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Zyzomys pedunculatus) دی. په (central thick-tailed rock-rat, Macdonnell Range rock-rat, Australian native mouse) نومونو هم یادیږي. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی او یوازې په استرالیا کې پیدا کیږي. په ډبرو، وښو، کوچنیو بوټو کې ژوند کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل زیزومیس

Carpentarian rock rat – کارپېنټرین د ډبرو موږک

ټولې لیکنې
کارپېنټرین په مرکزي او شمالي استرالیا کې د قوم نوم دی. د دې شخوند وهونکي ژوي نوم هم له همدې خلکو اخیستل شوی. د ډول علمي نوم یې (Zyzomys maini) دی. یوازې په استرالیا کې پیدا کیږي. د تنې د پاسه برخې رنګ یې خړ نسواري او د تنې د لاندې برخې رنګ یې روښانه زېړ دی. په خپله لکۍ کې شحم ذخیره کوي او د شحمو ذخیره یې لکۍ ته د ګازرې شکل ورکوي. د لکۍ پوستکی یې نازک دی او که لمس شي ډېر ژر ماتیږي. وزن یې تر ۱۲۰ ګرامه پورې رسیږي. د ډول غړي یې تر ۲۰۰۰ کم دي او لامل یې اوږد ګرم موسم او اور لګېدنه ده. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل زیزومیس...

Arnhem rock-rat – ارنهم د ډبرو موږک

ټولې لیکنې
د ډول علمي نوم یې (Zyzomys maini) دی. بل نوم یې (Arnhem Land rock rat) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. اصلي ځای یې استرالیا ده. تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږدیږي، له ۱۰۰ تر ۱۵۰ ګرامه پورې وزن کوي. اوږده برېتونه او پړسېدلې لکۍ لري. په ځمکه د شپې لخوا ژوند کوونکی دی. خواړه یې تخمونه، میوې او ځینې شنه دي. کله چې خواړه پیدا کړي د خوړو لپاره یې داسې ځای ته وړي چېرې چې محفوظ احساس کوي. د کال په اوږدو کې هر وخت د مثل تولید کوي خو ډېر کم وخت بلاربه یا اومېندواره ښځینه په وچ موسم کې پیدا کیږي. د استرالیا په (Arnhem Land) سیمه کې پرېمانه دي او نوم یې هم د سیمې له نوم څخه اخیستل شوی. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل زیزومیس...

Common rock rat – عام د ډبرو موږک

ټولې لیکنې
د ډول ساینسي یا علمي نوم یې (Zyzomys argurus) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په استرالیا کې پیدا کیږي. د وښیزو سیمو او ځنګلونو په ډبریزو برخو کې ژوند کوي. د شپې لخوا ژوند کوونکی دی او ورځ د ډبرو په سړو غارونو کې تېروي. که چېرې د لمر وړانګې وویني نو ډېر ژر مړ کیږي.   د بدن رنګ یې سرو زرو ته ورته زېړ نسواري او د تنې د لاندې برخې رنګ یې سپین وي. جنسي بلوغیت ته په ۵ یا ۶ میاشتینۍ کې رسیږي. ښځه یې څلور تیان لري او له دوه تر درې پورې بچیان زېږوي. د بلاربښت موده یې تر ۳۵ ورځو پورې وي. له پیدا کېدو وروسته یې بچیان په ۱۰ ورځو کې په وېښتو پټیږي، تر ۱۲ ورځو پورې یې سترګې خلاصیږي، په څلورو اوونیو کې په ګرځېدا پیل کوي. په بند ساتل شوي ځای کې تر ۴ کالو پورې ژوندي پاتې کیږي. خواړه یې د بوټو تولید، تخمونه، واښه، مرخیړي او حشرې دي. ساینسي ډلبندي ...

Zyzomys – زیزومیس

ټولې لیکنې
د ډبل لکیو اوږد لکیو شخوند وهونکو نسل دی. پنځه ډولونه پکې شامل دي. په استرالیا کې پیدا کیږي او د استرالیا خلک یې ډبل لکي موږک (thick-tailed rats) او د ډبرو موږک (rock rats) بولي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ موریډای فرعي کورنۍ مورینای نسل زیزومیس لاندې پنځه ډولونه پکې شامل دي. یو وخت ګمان کېده چې له پنځو ډولونو یې د (Zyzomys pedunculatus) ډول له منځه تللی خو په ۱۹۹۶ کې بیا وموندل شو. Silver-tailed rock rat, Zyzomys argurus Arnhem Land rock rat, Zyzomys maini Carpentarian rock rat, Zyzomys palatilis Central rock rat, Zyzomys pedunculatus Kimberley rock rat, Zyzomys woodwardi...
Share
Hide Buttons