ټولې لیکنې

MBB/Kawasaki BK 117 – اېم بي بي / کاواساکي بي کې ۱۱۷

MBB/Kawasaki BK 117 – اېم بي بي / کاواساکي بي کې ۱۱۷

ټولې لیکنې
وړه د دوه ماشینونو لرونکې، د ټرانسپورټ لپاره چورلکه ده. د جرمني اېم بي بي شرکت او د جاپان کاواساکي شرکت په ګډه جوړه کړې. اېم بي بي شرکت وروسته ډیملر بېنز واخیسته او ممکن وروسته د یوروکاپټرز برخه شوې وي، د یورو کاپټرز اوسنی نوم اېربس هیلیکوپټرز دی. د ۱۹۷۷ کال د فېبروري په ۲۵ نېټه کاواساکي او اېم بي بي شرکتونو د همکارۍ تړون لاسلیک کړ تر څو دواړه د وړې، دوه ماشینونو لرونکې چورلکې جوړلو یوازې هڅې بس کړي او په ګډه د یوې نوې چورلکې جوړولو پلان جوړ کړي. د پروژې لګښت دواړو سم نیم په غاړه اخیستی وو. په چورلکه کې چارې یې په دوه برخو ووېشلې او هر شرکت چې په کومو برخو کې تجربه لرله د جوړولو بهیر یې په غاړه واخیست. اېم بي بي شرکت مخکې بي او ۱۰۵ په نوم چورلکې څرخ جوړ کړی او تجربه یې پکې لرله، همداسې یې د ډاینامیک سیستمونو او د الوتنې د کنټرول سیستمونو د جوړولو دنده په غاړه واخیسته. کاواساکي یې د تنې، د...
Child sexual abuse in Nigeria – په نایجریا کې له ماشومانو جنسي ګټه اخیستنه

Child sexual abuse in Nigeria – په نایجریا کې له ماشومانو جنسي ګټه اخیستنه

ټولې لیکنې
د نایجریا په قانون کې د ۲۱ فصل په مختلفو برخو کې له ماشوم جنسي ګټه پورته کول جرم دی. د جنسي اړیکې لپاره د رضایت عمر ۱۸ کاله لرل قانون کې ټاکل شوي. خو د ۲۰۱۵ کال په راپورونو کې په هرو ۴ انجونو کې یوې او هرو لسو هلکانو کې یوه جنسي تېری تر ۱۸ کلنۍ مخکې تجربه کړی دی. بل راپور کې ۳۱.۴ % انجونو ویلي چې لمړۍ جنسي اړیکه یې د لویانو لخوا جنسي تېری وو او یا هم یو ډول نه ډول د زور بڼه پکې کارېدلې وه. یوازې په ۲۰۱۲ کال کې، د نایجریا په رېورس ایالت کې، په ۱۲۰۰ انجونو جنسي تېری راپور شوې وو. بل راپور موندلې چې له هرو لسو کم عمرو انجونو یې شپږ احساساتي، فزیکي او جنسي ناوړه چلند تجربه کوي او سمې نیمایي یې فزیکي زورېدنه، وهل ټکول او توهین تجربه کوي. له کم عمرو انجونو د لویانو لخوا جنسي ګټه په ښونځیو کې، هغو شرکتونو کې چې کم عمره انجونې پکې مزدوري کوي، لارو او کوڅو کې پلور او داسې نورو ځایونه چېرې چې وړې ا...
Girl child labour in Nigeria – په نایجیریا کې کم عمره مزودرانې انجونې

Girl child labour in Nigeria – په نایجیریا کې کم عمره مزودرانې انجونې

ټولې لیکنې
په نایجریا کې د ۵ او ۱۴ کالو ترمنځ انجونې له زده کړو او تفریح بهر په کار کې بوختې دي کوم چې د ناروغیو او جرمونو لامل کیږي. له زدکړو د محرومېدو لامل یې د مور او پلار د پوهې کمه کچه ده، په کم عمر کې د انجلۍ واده کول دي، د کورنۍ او زده کړو د لوړ لګښت له امله انجونې د ګټې او کار لپاره بهر ته لیږل دي، لکه لوړ فیس، ښونځي ته د تګ را تګ لپاره ټرانسپورټ، کتابونه او د ښونځي جامې. له بلې خوا له کم عمرو انجونو سره تعصب دی او مور پلار تر ډېره د لور په پرتله زوی ته پاملرنه کوي. له کم عمرو انجونو سره په زدکړو کې، خوړو او فرصت کې تعصب کیږي. انجونې تر ډېره د کرنې او مالدارۍ چارې او د کور چارې پر مخ وړي او کم عمرۍ کې واده کیږي. واده یې له هغو وړتیاو زده کولو بې برخې کوي کومې چې د بقا یا ژوندي پاتې کېدو لپاره اړینې دي. له دې ټولو چارو هغه کسان ګټه پورته کوي کوم چې د جنسي اړیکو د کاروبار له لارې پیسې پیدا کوي...
FBA Type A – اېف بي اې د اې ډول

FBA Type A – اېف بي اې د اې ډول

ټولې لیکنې
د فرانسې د الوت کوونکو کیشتیو کورنۍ وه، د بي ډول، سي ډول، اېچ ډول او اې ډول پکې وو. له لمړۍ نړیوالې جګړې مخکې او د جګړې پر مهال جوړې شوې وې. لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۱۲ کې کړې او په همدې کال یې کارونه پیل شوې. په تنه کې یې د وزن زغمونکی سیستم یا عناصر کارېدلي وو کوم چې د درې طبقو د لرګي په تختو پوښل شوی وو. داخل کې یې اته برخې لرلې او هره برخه یې د لرګي په دیوال جلا شوې وه. لکۍ یې پورته لور ته منحني شوی جوړښت لره او د فولادو له تونل ته ورته شکل جوړه شوې وه. تنې یې کوم چت او دیوال نه لره، په تنه کې یې پیلوټ او څارونکی له یو بل سره څنګ په څنګ کېناستل. په اې ډول کې د توکو د نصب لپاره یو وزر وو خو په لویو بي او سي ډول کې د توکو د نصب لپاره دوه وزرونه وو. بل توپیر یې په ماشین کې وو د بي ډول کې ۷۵ کیلو واټه یا ۱۰۰ هارس پاوره ځواک تولیدونکی ماشین وو او په سي ډول کې ۹۷ کیلو واټه یا ۱۳۰ هارس پاوره ځوا...
FBA 10 – اېف بي اې ۱۰

FBA 10 – اېف بي اې ۱۰

ټولې لیکنې
د کشف لپاره الوتونکې کیشتۍ وه، فرانسې په ۱۹۲۰ لسیزه کې جوړه کړې وه. دوه چوکۍ یې لرلې، دوه، دوه وزره لرونکې ټوله له لرګي جوړه شوې کیشتۍ وه. لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۲۲ کال په نومبر کې کرې وه او ټولې دوه تولید شوې وې. پیلوټان : یو پیلوټ او یو څارونکی اوږدوالی : ۱۲.۶۰ متره د وزرو پراخوالی : ۱۷.۵۰ متره لوړوالی : ۴.۲۰ متره د وزرو سطحه : ۷۶ متر مربع بې وسایلو وزن : ۲۴۰۰ کیلو ګرامه له وسایلو سره وزن : ۳۲۰۰ کیلو ګرامه ماشین : یو (Darracq 12Da V-12 water-cooled piston engine) ماشین کومچې ۳۱۰ کیلو واټه ځواک تولیدوه زیات نه زیات سرعت : په ساعت کې ۱۵۰ کیلو متره...
Child soldiers in the Central African Republic – د مرکزي افریقا په جمهوریت کې کم عمره سرتېري

Child soldiers in the Central African Republic – د مرکزي افریقا په جمهوریت کې کم عمره سرتېري

ټولې لیکنې
تر اوسه تقریبا تر لس زرو زیات کم عمره ماشومان په وسله والو شخړو کې کارېدلي. د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۶ کال ترمنځ دا ستونزه په ټول هېواد کې شته وه. د سېلېکا په نوم یوې ډلې کوم چې ځانونه مسلمانان ګڼي او له پوځ سره متحد دي همداسې د انټي بالاکا په نوم د عیسویانو ډله چې یوه ملېشه ده دواړو ډلو د جګړې ډګر کې کوچنیان کارولي. ځینې یې تر ۸ کالو پورې عمر لرونکي هم وو. مخینه په ۲۰۰۵ کال کې د هیواد د ولسمشر فرانسوا بوزیزې او د وسله والو ډلو ترمنځ جګړه ونښته. یادو ډلو په ۲۰۰۳ کې، د واک په ترلاسه کولو کې د ولسمشر مرسته هم کړې وه. له واک ترلاسه کولو وروسته یې په خبرو پیل وکړ او امنیتي وضیعت کې یې سمون راوسته خو ډېر دوام یې ونه کړ او په ۲۰۱۲ کې شخړه بیا ځلې پیل شوه. د سېلېکا په نوم د مسلمانانو ډلې له پوځ سره په یووالي ولسمشر له واکه ګوښه کړ او د واک له ترلاسه کولو وروسته یې د بشر ضد کړنو ته په پراخه کچه مخه کړ...
Child marriage in the Central African Republic – په مرکزي افریقایي جمهوریت کې د ماشومانو واده

Child marriage in the Central African Republic – په مرکزي افریقایي جمهوریت کې د ماشومانو واده

ټولې لیکنې
چېرې چې پوهه نه وي هلته کورنۍ جوړول د ژوند او خوښیو لپاره نه وي بلکې د واکمن جاهل نر د جنسي اړتیاو پوره کېدو لپاره د دوه مخالفو جنسیتونو یو ځای کېدنه وي. په ۲۰۱۷ کې ۶۸% انجونې له ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې وې او ۲۹% نورې له ۱۵ کلنۍ مخکې واده شوې وې. مرکزي افریقایي جمهوریت په نړۍ کې دوېم داسې هېواد دی چې انجونې پکې په ماشومتوب کې واده کیږي.
AgustaWestland AW169 – اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۶۹

AgustaWestland AW169 – اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۶۹

ټولې لیکنې
د منځنۍ کچې چورلکه ده. د لیونارډو شرکت (مخکینې نومی یې اګوستا وېسټ لنډ) څانګې جوړه کړې. له غټې اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۳۹ او اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو۱۸۹ چورلکو سره ګډې ځانګړنې لري. دوه ماشینونه لري. په داخل کې له ۷ تر ۱۰ پورې کسانو ته ځای لرلای شي. ماشین کې یې د سرعت بدلېدو وړتیا د بهر غږ کموي او په څرخ کې د ځینو برخو په انسټالېشن لړزه کمه شوې. د ټایرونو فعالیت یې په الیکټرونیکي سیستم ترسره کیږي. په سمندر کې، په ښارونو کې د پولیسو لخوا، د امبولانس په توګه او د ټرانسپورټ لپاره د کارېدو وړ چورلکه ده. مختلف ډوله برېښنایي سیستمونه لري. د پیلوټ کابین کې بورډ د راک وېل کولین شرکت برېښنایي سیستمونه دي. درې د ښودنې سکرینونه یې په ټچ سکرین مجهز شوي. همداسې ډیجیټلي نقشه، د دوه ګوني رادار د لوړوالي یا ارتفاع ارزونکی، د څارنې لپاره اې ډي اېس - بي څارونکی سیستم، د چورلکې د روغتیا او کارونې د څارنې س...
AgustaWestland CH-149 Cormorant – اګوستا وېسټ لنډ سي اېچ – ۱۴۹ کورمورانټ

AgustaWestland CH-149 Cormorant – اګوستا وېسټ لنډ سي اېچ – ۱۴۹ کورمورانټ

ټولې لیکنې
د کاناډا د پوځ لپاره تولید شوی د اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۰۱ چورلکې د تولید ډول دی. په سمندر کې د لټون او ژغورنې لپاره کار ترې اخیستل کیږي. د انګلستان وېسټ لنډ او د ایټالیا اګوستا شرکت په ګډه جوړه کړې چورلکه ده اوسمهال دواړه شرکتونه سره ګډ شوي او نوی نوم یې لیونارډو دی. عملیاتي مخینه سي اېچ - ۱۴۹ چورلکو لمړۍ عملیاتي الوتنه په ۲۰۰۲ کال کې کړې. لمړي عملیات یې له سوداګریزې بېړۍ د ناروغ انتقال وو. بېړۍ له سمندر غاړې ۲۰۰ کیلو متره لرې واټن کې وه. په ۲۰۰۳ کې یې د عملیاتو پر مهال تقریبا ۱۲۰۰ کیلو متره بریالۍ الوتنه ترسره کړې او د الوتنې د ادامې لپاره یې دوه ځلې د تیلو اچولو لپاره ناسته کړې. د ۲۰۰۶ کال د اکتوبر په ۲۵ نېټه یې د ژغورنې تر ټولو سخت عملیات ترسره کړي. تر ۲۰۱۰ کال پورې یې ټولټال تر ۴۰۰۰۰ ساعتونو زیاتې عملیاتي الوتنې ترسره کړې وې. پېښې کله چې د اې ډبلیو ۱۰۱ کارونه پیل شو...
AgustaWestland AW149 – اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۴۹

AgustaWestland AW149 – اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۴۹

ټولې لیکنې
د څو موخو لپاره نظامي چورلکه ده. د اګوستا وېسټ لنډ شرکت د کوم چې اوسنی نوم لیونارډو دی جوړه کړې. په پروژې یې چاره په ۲۰۰۶ کې پیل شوې وې. د ۲۰۱۱ کال د جون په ۲۰ نېټه یې د همدې چورلکې د طرحې پر بنسټ د اې ډبلیو ۱۸۹ ملکي ډول اعلان کړ. د اې ډبلیو ۱۴۹ د طرحې بنسټ له اې ډبلیو ۱۳۹ څخه اخیستل شوی خو اې ډبلیو ۱۴۹ اوږده تنه اوډېر ځواکمن ماشین لري او له همدې امله زیات وزن او زیات وسایل ځان کې انتقالولای شي. د ۲۰۰۹ کال د نومبر په ۱۳ نېټه یې خپله لمړۍ الوتنه د ایټالیا په شمال کې ترسره کړې. د نظامي موخې لپاره د کارونې تصدیق یې په ۲۰۱۴ کې ترلاسه کړ. که چېرې په یوه ثانیه کې تر نهو مترو پورې سرعت کې ناسته وکړي په همدې سرعت کې یې ټایرونه په ځمکې د ناستې وړتیا لري. د ملکي ډول ټایرونه یې بیا په ثانیه کې تر دوه مترو سرعت پورې د ناستې وړتیا لري. په مارکېټ کې د متحده ایالتونو د زړو بلک هاوک او سیکورسکي یو اېچ ۶...
NHIndustries NH90 – اېن اېچ اېنډسټریز اېن اېچ ۹۰

NHIndustries NH90 – اېن اېچ اېنډسټریز اېن اېچ ۹۰

ټولې لیکنې
د منځنۍ کچې، د څو موخو لپاره، دوه ماشینونه لرونکې نظامي چورلکه ده. د ناټو لپاره جوړه شوې داسې چورلکه ده چې د جګړې په ډګر او سمندر کې کارېدلای شي. د جوړونې چارې یې اېچ اېن اېنډسټریز پر مخ وړي، اېچ اېن اېنډسټریز د اېربس او لیونارډو شرکتونو شریکه کمپنۍ ده - د لیونارډو مخکینی نوم اګوستا وېسټ لنډ دی. فوکر ایروسټرکچر یې هم د تولید چارو کې ونډه لري. لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۹۵ کال په ډسمبر کې کړې او کارونه یې په ۲۰۰۷ کې پیل شوې. تر ۲۰۲۲ کال پورې په ۱۳ هېوادونو کې یې ټولې ۳۲۷۰۵۳ ساعته الوتنې کړې وې. لمړۍ چورلکه ده چې د الوتنې د کنټرول سیستم یې په بشپړ توګه په سیم کیږي کوم چې مخکې د پیلوټ لخوا ترسره کېده. د تکتیکي ټرانسپورټ لپاره ډول یې پوځونه کاروي او په سمندر کې کارېدونکی ډول یې ناټو په خپلو جنګي بېړیو کې کاروي. هر هېواد کوم چې دا چورلکې لري خپلې اړتیا ته په کتو یې چورلکو کې د بدلون غوښتنه کړې لکه سېن...

د الوتکې برخې

ټولې لیکنې
د الوتکې د هرې برخې نوم د انتقال لپاره هره وسیله که هغه بېړۍ وي که کیشتۍ، که ټریکټر وي، که چورلکه، الوتکه او یا راکټ له مختلفو برخو جوړ وي. ځینې برخې او پرزې په ډېرو د انتقال وسیلو کې کارېدای شي او ځینې بیا د ځانګړې وسیلې او ځانګړي د تولید د ډول لپاره وي. کله نا کله یې برخې یا پرزې کې بدلون رامنځته کیږي او نوی نوم ورکول کیږي. که چېرې تاسې د الوتکې برخو او پرزو ته کتنه وکړی نو یوازې یې د پېژندلو وړتیا نه پیدا کوی بلکې په دې هم پوهېږی چې هره برخه څرنګه له بلې سره په ګډه کار کوي تر څو د فعالیت وړ الوتکه چمتو کړي. لاندې انځور کې د الوتکې د بهرنیو عمده برخو نوملړ ښودل شوی. د الوتکې ډېری بهرنۍ برخې د څو وسپنو له ترکیب جوړې شوې وي خو د ټکنالوجي له پرمختګ سره کمپوزېټ یا د مختلفو عنصرونو له ترکیب جوړې برخې لکه د کاربن فایبر او د ښیښه اي فایبر له کنډ څخه جوړیږي.    ...
Eurocopter Fennec – یورو کاپټر فېنېک

Eurocopter Fennec – یورو کاپټر فېنېک

ټولې لیکنې
د یوروکاپټر شرکت جوړه کړې چورلکه ده، د شرکت پخوانی نوم یوروکاپټر خو اوس یې نوم اېربس هیلیکوپټرز ته بدل کړی. یوروکاپټر فېنېک چورلکه د تولید مخلتف ډولونه لري کوم چې دوه لړۍ دي یا هم د دوه چورلکو د طرحې له بنست تولید شوي. . د سپک وزن د څو موخو لپاره نظامي چورلکه ده. نوم کې یې یورو کاپټرز د جوړونکي شرکت پخوانی نوم دی او فېنېک د ګېدړې د یو ډول نوم دی.. په چورلکو کې د اوبتل ضد توغندي، راکټونه او نورې وسلې د نصب کېدو وړ دي. جوړونکی هیواد یې فرانسه ده خو د فرانسې ایرو سپاسېل شرکت له اېر بس هیلیکوپټرز شرکت سره په ګډه جوړه کړې. کارونه یې په ۱۹۹۰ کې پیل شوې. د طرحې بنسټ یې له ایکوروی ۱ او ایکوروی ۲ چورلکو اخیستل شوی. په ۲۰۰۷ کال کې، هند هم د یادو چورلکو غوښتنه کړې وه خو د ترلاسه کولو بهیر کې د فساد او بډو له امله تړون وځنډول شو. اوسمهال هند له روسې څخه د دې چورلکو په ځای د کاموف کې اې ۲۲۶ ټي چورلکو...
Airbus RACER – اېربس رېسر

Airbus RACER – اېربس رېسر

ټولې لیکنې
چټکه الوت کوونکې د کم لګښت چورلکه ده. اېربس هیلیکوپټرز شرکت جوړه کړې. د طرحې بنسټ یې د (Eurocopter X³) چورلکې دی. په لمړي ځل د ۲۰۱۷ کال په جون میاشتې کې د پاریس هوایي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوه. په یو ساعت کې تر ۴۰۰ کیلو متره پورې سرعت لري او تر دودیزو چورلکو یې د الوتنې لګښت ۲۵% کم دی. له دودیزو چورلکو یې سرعت ۵۰% لوړ دی. دوه ماشینونه پکې کارېدلي. د دې وړتیا لري چې اسمان ته پورته کېدو پر وخت یې یو ماشین ګل پاتې شي او بېرته د الوتنې پر وخت ولګیږي، په دې چارې د تیلو سپما او د الوتنې واټن زیاتول کولای شي. د تنې په جوړښت کې یې وسپنیز کمپوزیټ سپک دی، د تنې وزن یې هم سپک دی، همداسې د لوړ ولټیج لپاره د مستقیم برېښنایي جریان په سیستم کې یې د وزن کموالي ته پام شوی. مخینه د ۲۰۱۷ کال د جون په ۲۰ نېټه د پاریس هوایي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې. د پاک اسمان د څېړنې د پروګرام برخه ده...
Airbus CityAirbus – اېربس سیټي اېربس

Airbus CityAirbus – اېربس سیټي اېربس

ټولې لیکنې
اېربس سیټي اېربس د څو هېوادونو ګډه پروژه ده او اېربس هیلیکوپټرز شرکت کار پرې کوي. موخه یې په عمودي توګه ناسته او الوت کوونکې برېښنایي الوتکه جوړول دي. یو پیلوټ او څلور مساپرو ته پکې ځای جوړ شوی خو پلان داسې دی چې په بشپړ توګه خودمختاره او بې پیلوټه شي. تر دې مخکې هم د ښاري هوایي بس او ټکسي پروژو باندې کار شوی لکه د سینګا پور ملي پوهنتون چې په بې پیلوټه هوایي الوتکې کار کړی، همداسې واهانا اې۳ کومه چې د یوه کس لپاره بې پیلوټه چورلکه ده، بله یې اې۳ ووم په نوم یادیږي. په ۲۰۱۵ کال کې چې کله د اېربس سیټي اېربس پروژې باندې چاره پیل کېده تر ټولو لمړی یې د تولید لګښت، د سفر لګښت او خوندیتوب ته پام وشو. د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر کې یې بشپړ ازموینې ترسره شوې. سوداګریز تولید او د کارونې تصدیق یې ۲۰۲۳ کال ته ځنډول شوی وو. برېښنایي، تېرمل ډاینامېک او میکانیکي سیستمونه یې له نصب کېدو مخکې په ۲۰۱۸ کال کې از...
Airbus A³ Vahana – اېربس اې ۳ واهانا

Airbus A³ Vahana – اېربس اې ۳ واهانا

ټولې لیکنې
په نوم کې یې د (Vahana) مانا د انتقال وسیله ده. برېښناي، په عمودي توګه الوت او ناسته کوونکې الوتکه ده. د جوړونې پروژه یې په ۲۰۱۶ کې پیل شوې. لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۱۸ کال د جنوري په ۳۱ نېټه کړې. په پروژې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې چارې پایی ته ورسېدې. ټولې دوه الوتکې جوړې شوي او دواړه تقاوت شوي. د جوړونې موخه یې په لویو ښارونو کې په بشپړ توګه خودمختاره الوتونکی ټکسي وو. الوتکه په خپله د خپل ځان پیلوټي کوي. د سپرلیو او ټرانسپورټ لپاره کار ترې اخیستل کېدای شي. د ازموینې لپاره یې ټولې ۱۳۸ الوتنې کړي. پروژه د سیټي اېربس لخوا د اروپا اېر بس شرکت ته ورکړل شوې وه او اېربس شرکت خپلې ټولې چارې د ۲۰۱۹ کال ترپایه په بریالۍ توګه پرې بشپړ کړې او له بشپړ کېدو وروسته یې سیټي اېربس ته وسپارلې.. په ۱۳۸ الوتنو کې یې ۹۰۳ کیلو متره واټن او ټولټال ۱۳ ساعته د ازموینې الوتنې پرې کړي. تر ټولو اوږده الوتنه یې ۱۹ دقیقې ۵۶...
Ammonium tetrathiomolybdate – امونیم ټېټرا تېومولیب ډېټ

Ammonium tetrathiomolybdate – امونیم ټېټرا تېومولیب ډېټ

ټولې لیکنې
کیمیاوي ترکیب دی. فورمول یې دی. د مولیب ډېنم د کیمیاوي تعاملونو او څېړنو لپاره اړینه مالګه ده. په غیرې عضوي بیولوجیکي کیمیا کې د جوړښت د کندې یا تعمیراتي بلاک په توګه کاریږي. له بدن څخه اضافي مس بهر کوي او د سرطان د ډېری ډولونو د درملنې لپاره پرې ازموینې روانې دي. که چېرې مس بدن کې کم شي نو له دې چارې سره د وینې نوي هغه رګونو نه جوړیږي کوم ته چې تومور د ودې لپاره اړتیا لري او نه جوړېدنه یې ممکن سرطاني حجره ووژني. کارونه امونیم ټېټرا تېومولیب ډېټ په پیل کې د کاپر ټاکسېکوسېس د درملنې لپاره په ژو کې کارېده. وروسته د وېلسن په نوم د جنتیکي ناروغۍ د درملنې لپاره درمل وګڼل شو. د وېلسون ناروغي په انسانانو کې د مس د مېټابولېزم د بې نظمي ارثي ناروغي ده. کلینکي مطالعو ښودلې چې امونیم ټېټرا تېومولیب ډېټ د هغو درملو په پرتله چې د مس د کچې کمولو لپاره موجود دي په اغیزمنه توګه د مس کچه کموي. ...
Airbus Helicopters VSR700 – اېربس هیلیکوپټرز وي اېس ار ۷۰۰

Airbus Helicopters VSR700 – اېربس هیلیکوپټرز وي اېس ار ۷۰۰

ټولې لیکنې
د کشف لپاره بې پیلوټه چورلکه ده. لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۸ نېټه ترسره کړې. تولید شوې خو کارونې ته تر اوسه نه ده سپارل شوې. د طرحې بنسټ یې د کبري جي ۲ چورلکې دی. د تولید لپاره یې تړون د فرانسې سمندري ځواک په ۲۰۱۷ کال کې له اېربس هیلیکوپټرز شرکت سره لاسلیک کړی. د فرانسې له (Mistral-class amphibious assault ship) بېړۍ او جنګي بېړیو عملیات ترسره کولای شي. ځانګړنې د وزن ظرفیت : تر ۱۰۰ کیلو ګرامه پورې توکي انتقالولای شي اوږدوالی : ۶.۲ متره سور : ۱.۲۴ متره لوړوالی : ۲.۲۸ متره د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۷۰۰ کیلو ګرامه د تیلو ظرفیت : ۱۸۵ لیتره ماشین : یو (Thielert Centurion 2.0 diesel engine) ماشین پکې نصب دی سرعت : په ساعت کې ۲۲۰ کیلو متره...