پښتو

این چوان

په چین کې د نینګ شیا سیمې مرکز دی. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۲۸۵۹۰۷۴ وو. د چین او عربو هیوادونو ترمنځ د کلتوري او اقتصادي ادلې بدلې (تبادلې) مرکز دی. د نینګ شیا پوهنتون هم په این چوان ښار کې دی.

اي چون

چینایي تلفظ یې اي چو دی. په جیانګشي ولایت کې د چین ښار دی. د سیند او غرونو په اوږدو کې واقع دی. له بودایزم څخه اغیزمن کلتور او تاریخ لري.

اي بین

د چین د سیشوان ولایت په سوېل ختیځ کې، یو ښار دی. په داسې سیمه کې واقع دی چېرې چې مین او یانګزي سیندونه یو بل سره یو ځای کیږي. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۴۵۸۸۸۰۴ وو.

ېو ټاپو

د فرانسې ټاپو دی، د فرانسې په لویدیځ کې، له واندې کومیون سره تړاو لري. په شمال کې د جواین ویل او سوېل کې د مول په نامه بندرونه لري. د ټونا کب او استوانه اي چنګاښ نیونې لپاره مناسب ځای ګڼل کیږي.

نارسیسو یپېس

د ۱۹۲۷ – ۱۹۹۷ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د هسپانیا ګیتار غږونکی وو. د شلمې پېړۍ د کلاسیک ګیتار غږونکو ترمنځ تر ټولو مخکښ او د شلمې پېړۍ تر ټولو ښه ګیتار غږونکی ګڼل کیږي.

یمن

په لویدیځه اسیا کې هیواد دی. په شمال کې له عربستان سره، په شمال ختیځ کې له عمان سره، په لویدیځ کې له سور سمندر سره او په سوېل کې د هند له سمندرګي سره پولې لري. له جیبوټي، سومالیا او اېرېتریا سره سمندري پولې لري. مرکز یې صنعاء دی. د وګړو شمېر یې ۳۴.۷… read more »

یلوسټون سیند

د متحده ایالتونو په لوېدیځ کې سیند دی. د زېړو ډبرو سیند له میسوري سیند سره یو ځای کیږي.

یا اونډې

د کامېرون مرکز او دوېم لوی ښار دی، نفوس یې ۲.۸ میلیونه ته رسیږي.

ینتای

پخوانی نوم یې شوفو دی. د چین په شانډونګ ولایت کې ښار او بندر دی. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۷۱۰۲۱۱۶ وو. د ینتای مانا “د لوګي برج” ده. په ۱۳۹۸ کې د همدې ښار په قي غونډۍ کې د څار لپاره برج جوړ شوی وو.

ینګزي جیانګ

یوازې ینګزي نوم هم ورته اخلي. په چین کې ۶۳۰۰ کیلو متره اوږد سیند دی. په اوراسیا کې لمړی او د نړۍ درېم اوږد سیند ګڼل کیږي. د تبت په لوړې هوارې کې پیل کیږي او د چین په ختیځ کې سمندر سره ګډیږي.

ینګ کوان

د چین د شانشي ولایت په ختیځ کې ښار دی. په ۲۰۲۰ کې یې د وګړو شمېر ۱۳۱۸۵۰۵ وو. د شانشي ولایت صنعتي ښار ګڼل کیږي.

یموسوکرو

املا یې یامو سوکرو هم لیکل کیږي. د پیل غاښ سمندر غاړې مرکز دی.

یلټا

د پخواني یوکراین د اوسنۍ روسیې په کریمیا سیمه کې ښار دی. همداسې یلټا، په ۱۹۹۵ کال کې، د چرچیل، روز وېلټ او سټالین ترمنځ هوکړه ده.

ییل پوهنتون

په متحده ایالتونو کې د څېړنو ځانګړی پوهنتون دی، په ۱۷۰۱ کې یې بنسټ ایښودل شوی. په نیو هاوېن ښار کې موقیعت لري.

یاوې

په پخوانۍ لوېدیځې اسیا کې خدای وو، په بله مانا د اسرایلو د پاچایي ملي خدای وو، په انجیل کې د بني اسرایلو د خدای نوم دی.

زګروس

په فارسي کې زاګرس لیکل کیږي. په ایران، عراق او ترکیه کې د غرونو لړۍ ده

زفارین

املا یې زفاریناس هم لیکل کیږي. د هسپانیان د ټاپوګانو ټولګه ده.

زګرېب

د کرواېشیا تر ټولو لوی ښار او مرکز دی. د ساوا سیند په اوږدو کې واقع دی. په ۲۰۲۱ کال کې یې نفوس ۷۶۷۱۳۱ وو.

زایر

له ۱۹۷۱ څخه تر ۱۹۹۷ پورې د کونګو نوم وو.

زاما جګړه

له زېږېدیز کال څخه دوه سوه کاله وړاندې په اوسنۍ تونس کې رامنځته شوې جګړه وه. په جګړه کې برخه اخیستونکي د روم امپراتوري، د کارتاج پوځ او د سیپیو پوځ وو.

Sidebar



Share
Hide Buttons