پښتو

زامبیا

د نوم املا یې زامبي هم لیکل کیږي. په وچه کې ګیر هیواد او د مرکزي، سوېلې او ختیځې افریقا لپاره درې لارې جوړوي. په شمال کې یې د کونګو له دیموکراتیک جمهوریت سره، شمال ختیځ کې تانزانیا، ختیځ کې ملاوي، سوېل ختیځ کې مزمبق، سوېل کې زمبابوې او بوتسوانا، سوېل لویدیځ کې نامیبیا او… read more »

زامبو انګا

د فلپاین ښار او بندر دی. نفوس یې په ۲۰۲۰ کې ۹۷۷۲۳۴ وو. په فلپاین کې د نفوس له مخې پنځم او د مساحت له مخې درېم لوی ښار دی.

زاوجوانګ

چینایي تلفظ یې زاوزوا دی. د چین په شان ډونګ ولایت کې ښار دی. په ۱۹۳۸ کې د چین او چاپان ترمنځ د دوېمې جګړې ډګر وو.

زپوټېک

د مکسیکو اصلي خلک دي. تر ټولو زیات نفوس یې د واهاکا (او اشاکا) ایالت په سوېل کې دی خو ورسره پوله لرونکو ایالتونو کې هم شته دي. د وګړو شمېر یې په مکسیکو کې تر ۶۵۰۰۰۰ پورې رسیږي.

پیټر زیمن

د هالنډ فزیک پوه وو. د ۱۸۶۵ – ۱۹۴۳ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د رڼا په خپرېدو یې د مقناطیسي سیمې اغیزې وموندلې. موندنې ته یې “د زیمن اغیز” نوم اخلي.

د اېلیا زېنو

د اېلې زېنو نوم هم ورته اخلي. د سقراط له دورې مخکې یونان کې فیلسوف وو. له زېږېدیز کال څخه وړاندې یې د ۴۹۰ – ۴۳۰ کلونو ترمنځ ژوند کړی. د خپل استاد د نظر مدافع پاتې شوی. د استاد نظر یې “د ټول حقیقت جوړونکي بنسټ یوازې یو دی” وو. د اېلې زېنو د… read more »

فېردیناند فون زېپلین

د جرمني جنرال وو وروسته یې هوایي بېړۍ اختراع او تولید کړې. د ۱۸۳۸ – ۱۹۱۷ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی.

ارنسټ زېرمېلو

د جرمني ریاضي پوه او منطق پوه وو. د ۱۸۷۱ – ۱۹۵۳ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د سیټونو تیوري ته یې وده ورکړې.

زیوس

زوس هم تلفظ کیږي. د پخواني یونان په مذهب او افسانو کې د تلندې او برېښنا خدای وو، د مکدونیا په اولیمپ غره کې د خدایانو پاچا وو. زیوس یا زوس د روم د خلکو مشتري هم دی.

چنګ ایمو

د نوم چینایي تلفظ یې چنګ ایموا دی. په ۱۹۵۰ کې زېږېدلی. په چین کې د پنځم نسل د فلمونو جوړونکی ډاریکټر دی. د ډاریکټر په توګه یې په ۱۹۸۸ کې دنده پیل کړې.

د جې جیانګ بندر

په طبیعي توګه په جوړ شوي سیند کې بندر دی (د انسان لخوا جوړ شوی کانال نه دی). د سوداګریزو توکو د انتقال لپاره لوی بندر ګڼل کیږي.

جې جیانګ

چینایان یې “شیا شا” تلفظ کوي. په چین کې له سمندر سره لاره لرونکی ولایت دی. مرکز یې هنګچو دی. نفوس یې ۶۴.۶ میلیونه دی او په چین کې اتم د ډېر نفوس لرونکی ولایت دی. د چین د اقتصاد لویه برخه جوړوي او د چین د ملت پالو سیاست پوهانو زېږدونکی ولایت هم دی… read more »

چنګچو

په چین کې د هېنان ولایت ښار او مرکز دی. له نهو ملي مرکزي ښارونو یو دی. د هېنان ولایت اقتصادي، سیاسي، پوهنیز او د ټکنالوجي مرکز دی.

چو ان لی

د چین سیاست پوه، دیپلومات او انقلابي وو. د ۱۸۹۸ – ۱۹۷۶ تر منځ یې ژوند کړی. کله چې ماو زېډونګ په واک کې وو په دې وخت کې ریس وو او په ورته وخت کې یې د کمونیستانو تنظیم واک ته ورسوه، له واک ته رسېدو پس یې مستحکم کړل، بهرنۍ پالیسي یې ورته… read more »

زیبو

د چین په شانډونګ ولایت کې ښار دی. مساحت یې ۵۹۳۸ کیلو متر مربع دی.

زین الدین یزید زایدان

اصلیت یې د الجیریا دی. د فرانسې په مارسی کې په ۱۹۷۲ کې د جون په ۲۳ نېټه زېږېدلی. د فرانسې فوټبالر دی. خپل ځان یې په اسلام عمل نه کوونکی مسلمان معرفي کړی.

زیګونګ

د چین په سیشون ولایت کې ښار دی. د دوه پخوانیو ښارونو (کونګ چینګ او زیولیوچینګ) له یو ځای کېدو جوړ شوی.

لویه زمبابوې

لویه زمبابوې د اوسني زمبابوې په سوېل کې د یوه پخواني ښار سیمه ده.

زمبابوې

مخکینی نوم یې د سوېل روډېزي دی، رسمي نوم یې د زمبابوې جمهوریت دی. د سوېل ختیځې افریقا په وچه کې ګېر هیواد دی. یو او بل څنګ ته یې زامبېزي او لیمپوپو سیندونه دي. په سوېل کې له سوېلې افریقا سره، په سوېل لوېدیځ کې له بوتسوانا سره، په شمال کې له زامبیا سره… read more »

جان زیزکا

بشپړ نوم یې د چالیس او تروکنوف جان زیزکا دی. د ۱۳۶۰ – ۱۴۲۴ کلونو ترمنځ یې ژوند کړی. د هوسیت په نامه د عیسوي ډلې پوځي مشر وو او د بوهېم اتل ګڼل کیږي. د روم امپراتوري سره یې جګړه کړې او په کورنیو جګړو کې یې هم ونډه اخیستې، د هنګري پاچایي ته… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons