ژوي او بوټي

Greyman cattle – ګرې مېن غوییز

په ۱۹۷۰ لسیزه کې د استرالیا په کوین لنډ کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. په نسل کې یې د مورې ګرې او براهمن نسل ځانګړنې سره ګډې شوي تر څو د کوین لنډ له تودې هوا سره مقاومت کوونکی نسل رامنځته کړي. رنګ یې له تېز خړ تر سلوري پورې امکان لري، په… read more »

Greek Shorthorn – د یونان لنډ ښکري غوییز

د یونان د شمال لوېدیځ په غرنیو سیمو کې د غوییزو ډېر کم پیدا کېدونکی نسل دی. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۹۷ تر ۱۱۴ سانتي متره پورې لوړیږي. واړه سرونه او لنډ ښکرونه لري. د غویي وزن یې تر ۳۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۲۰۰ کیلو ګرامه پورې… read more »

Old Gloucester – کلوسټر غوییز

د زړو ګلوسټر غوییزو په نوم هم یادیږي. نسل یې د انګلستان په ګلوسټر شېر کې اخیستل شوی. مخکې د کار، غوښې او شیدو لپاره کارېدل خو اوسمهال یوازې د شیدو او غوښې لپاره ساتل کیږي. اوسمهال یې نسل ډېر کم پاتې دی او د نسل اخیستنې چارې یې پیل شوي. د غویي وزن یې… read more »

Glan cattle – ګلان غوییز

د جرمني په غین اېلاند پلاتینات سیمه کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. نسل یې ډېر کم شو او د ورکېدو له خطر سره مخ وو خو د نسل اخیستنې چارې یې بېرته پیل شوې او اوسمهال تقریبا تر ۲۰۰۰ پورې غوییز شته دي. مخکې د مختلفو موخو لپاره ساتل کېدل خو اوسمهال یې… read more »

Glamorgan cattle – ګلا مورګان غوییز

د انګلستان د غوییزو نسل دی. مخکې په ګلامورګان، من موت او برېکون سیمه کې پرېمانه وو. ګمان کېده چې ټول نسل یې له منځته تللی وي خو په ۱۹۷۰ لسیزه کې له یوه پادوان سره لویه پاده پیدا شوه. د بدن رنګ یې د څېړۍ میوې ته ورته تېز سور رنګ وي او د… read more »

Gyr cattle – ګیر غوییز

د زیبو غوییزو نسل دی. د هند په ګجرات ایالت کې په کاتیوار ټاپوزمې کې یې نسل اخیستل شوی. نوم یې ګیر په نامه له غونډۍ اخیستل شوی. په بودا، دېسان، ګجراتي، کاتیواري، سورتي نومونو هم پېژندل کیږي. د شلمې پېړۍ په پیل کې برازیل ته انتقال شول او اوسمهال په برازیل کې تر پنځه… read more »

German Red Pied – د جرمني سره او سپین غوییز

په جرمني ژبه کې په (Deutsche Rotbunte, Rotbuntes Niederungsvieh or Rotbuntes Niederungsrind) نومونو یادیږي. په ۱۹ پېړۍ کې یې نسل اخیستنه د جرمني په مختلفو سیمو کې ترسره شوې. د غوا وزن یې تر ۷۰۰ کیلو ګرامه او د غویي تر ۱۰۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.

German Black Pied cattle – د جرمني تور او سپین غوییز

د شیدو لپاره اخیستل شوی د جرمني په شمال او هالنډ کې د غوییز نسل دی. مخینه تر اتلسمې پېړۍ پورې په سیمه کې د مختلفو رنګونو د غوییزو نسلونه اخیستل شوي خو له ۱۷۵۰ وروسته د تور او سپین رنګ غوییز تر نورو ټولو رنګونو زیات وو، په سیمه کې تر اوسه هم یوازې… read more »

German Angus – د جرمني انګس

په جرمني کې یې نوم (Deutsch Angus) لیکل کیږي. د غوښې لپاره په جرمني کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. په ۱۹۵۰ لسیزه کې یې ابېرډین انګس د جرمني له تور او سپینو غوییزو سره، د جرمني له سرو غوییزو او فلېک وي غوییزو سره دوه رګه کړ تر څو د جرمني نسل رامنځته… read more »

Georgian Mountain cattle – د جورجیا غرني غوییز

په جورجیایي ژبه کې یې نوم (ქართული მთის საქონელი) لیکل کیږي. رنګ یې تور، تور سپین او یا سور او سپین وي. د قفقاز غرونو له سړې او خرابې هوا سره بلدتیا لري. د بدن کچه یې وړه ده او د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر یو متر پورې وي. د غويي… read more »

Gelbvieh – ګېل بېس وي غوییز

په جرمني ژبه کې “ګېلبېس وي” د زیړ رنګ غوییزو ته وایي. نسل یې د جرمني په فرانکونیا سیمه په اتلسمه پېړۍ کې اخیستل شوی. د درې موخو لپاره (غوښې، شیدو او کار) یې نسل اخیستل کارېده خو اوسمهال یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي. د غویي وزن یې تر ۱۲۰۰ کیلو ګرامه پورې او… read more »

Gasconne – ګاسکون

د نوم املا یې که مذکر وي نو (Gascon) هم لیکل کیږي. د غوښې لپاره د فرانسې د غوییزو نسل دی. د فرانسې د پاچايي په ګاسکوني سیمه کې یې نسل اخیستل شوی. دوه ډولونه لري او هر یو په (Gasconne à muqueuses noires and the Gasconne aréolé) نومونو یادیږي. دواړو ډولونو یې په ۱۹۵۵… read more »

Garvonesa – ګارونېزا

په پرتګال کې د غوییزو نسل دی. سور یا نسواري رنګ کې وي، اوږده پورته لور ته منحني شوي ښکرونه لري. د پرتګال په سوېل ختیځ کې یې شمېر زیات دی.

Gaolao – ګاولاو غوییز

په هند کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. د بوس اینډیکوس غوییزو فرعي ډول دی. د کار او شیدو لپاره ساتل کیږي. غټه تنه لري او رنګ یې له سپین تر خړ پورې امکان لري.  

Gangatiri – ګنګاتیري

په هندي کې یې نوم (गंगातिरी) لیکل کیږي. د لویدیځ هاریانا یا شاهداري په نومونو هم یادیږي. د هند، د ګنګا سیند په اوږدو کې یې د اوتر پرادېش په ختیځ کې نسل اخیستل شوی. د هند په شمال کې د دوه موخو لپاره ساتل کېدونکي غوییز دي.

Galloway cattle – ګالووې غوییز

د غوښې لپاره د سکاټلنډ په ګالوې سیمه کې، په ۱۷ پېړۍ کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. تور رنګ لري او په طبیعي توګه بې ښکرو وي. بدن یې ډبله وړۍ لري او سړو سیمو کې د ساتل کېدو وړ دي. په ۲۰۲۲ کې په ټوله نړۍ کې ۲۶۸۰۰ غوییزو موجود وو او… read more »

Rubia Gallega – روبیا ګالېګا

د هسپانیا په شمال لوېدیځ کې، د ګالیسیا په خودمختاره سیمه کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. نسل یې د غوښې لپاره ساتل کیږي. د غواګانو له شیدو یې د ټېټيلا په نوم پنېر جوړېږي. غویان یې ارام چلند لري او په کرنه کې د کار لپاره مناسب دي. د ګالیسیا په ټولو سیمو… read more »

Fribourgeoise – فري بورجواز

په (Freiburger) نوم هم یادیږي. نسل یې د سویس په فریبورګ کانټون کې اخیستل شوی. له ۱۹۶۶ کال په سیستماتیکه توګه له واردو شوو هولسټاین غوییزو سره دوه رګه شوي. په ۱۹۷۳ کې یې نسل ټول مړ شو او کوم چې له هولسټاین سره دوه رګه شوی وو د سویس هولسټاین ترې جوړ شو. نسل… read more »

French Simmental – فرانسوي سیمېنټال

د فرانسې د غوییزو نسل دی. په نسل اخیستنه کې یې د سویس سیمېنټال غوییز کارېدلي کوم چې د ۲۰ پېړۍ په پیل کې فرانسې ته وارد شوي وو. رنګ یې سور او سپین وي. د غویي وزن یې تر ۱۱۰۰ کیلو ګرامه او د غوا وزن یې تر ۷۰۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د… read more »

Florida Cracker cattle – د فلوریډا کراکر غوییز

فلورېډا کراکر د هغو انګرېزانو کلتور وو کوم چې پیل کې په فلورېډا کې مېشت شول او د یادو غوییزو نوم له همدې کلتور اخیستل شوی. د فلورېډا سکرب (Florida Scrub) نوم هم ورته اخلي. د کریولو غوییزو په ګروپ کې یو ډول دی او نسل یې له هغو هسپانوي غوییزو رامنځته شوی کوم چې… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons