ژوي او بوټي

Tylototriton dabienicus

عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم یادیږي. د تریتون یو ډول دی، په مرکزي چین کې پیدا کیږي. مخکې د وینکس موړې لرونکي تریتون فرعي ډول ګڼل کېده. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون

Tylototriton broadoridgus

عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم یادیږي. د تریتون یو ډول دی او د چین د هیونان ولایت په غرونو کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل تیلوتوتریتون

Black knobby newt – تور موړې لرونکی تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton asperrimus) دی. په چین او وېتنام کې پیدا کیږي. د معتدلو او نیمه معتدلو سیمو، د ټیټو ځمکو په لندو ځنګلونو کې پیدا کیږي. د غرنیو سیمو د ځنګلونو په اوبو کې د ژوند یوه برخه تېروي. د بې کچې زیاتې ځنګل وهنې له امله یې د ژوند لپاره… read more »

Angular-headed newt – د زاویه اي سر لرونکی تریتون

د زاویه اي سر لرونکي کروکوډایل تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Tylototriton anguliceps) دی. په تایلنډ، لاوس او ویتنام کې پیدا کیږي او ممکن د چین په سوېل او د برما په لوېدیځ کې هم شته وي. په لاوس کې د تریتون له څلورو ډولونو یو دی. د بدن د… read more »

Tylototriton – تیلوتوتریتون

د ټولو ډولونو لپاره یې عام نوم کروکوډایل تریتون (crocodile newts) نوم کاریږي او د نسل ساینسي نوم یې تیلوتوتریتون دی. د موړې لرونکي تریتون (knobby newts) په نامه هم یادیږي (د پوستکي سطحه یې هواره نه ده نو ځکه موړې لرونکی تریتون نوم ورته اخلي). تر اوسه یې ۳۶ ډولونه پېژندل شوي. د هند… read more »

Southern marbled newt – د سوېل مرمر تریتون

د لنډي مرمر تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Triturus pygmaeus) دی. په پرتګال او هسپانیا کې پیدا کیږي. د معتدلو سیمو په ځنګلونو کې، د مدیترانې سیمې ته ورته بوټو کې، سیندونو کې، ډنډونو کې، د کلیوالو سیمو په باغچو کې او څر ځایونو کې ژوند کوي. مخکې ګمان کېده… read more »

Marbled newt – مرمر تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Triturus marmoratus) دی. د لوېدیځې اروپا په اېبېرین ټاپوزمه او فرانسه کې پیدا کیږي. په غرنیو ځنګلونو کې ژوند کوي. تل هڅه کوي چې داسې ځای کې وي چېرې چې په اسانۍ پنا ځای موندلی شي. د ژوند لپاره چاپېریال یې موقتي وي او د سیمې له اقلیم بدلېدو سره… read more »

Macedonian crested newt – د مکدونیا تاج لرونکی تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Triturus macedonicus) دی. په بوسنیا، البانیا، یونان، بلغاریا او مکدونیا کې پیدا کیږي. څو ځلې ډلبندي شوی : په پیل کې د سوېل د تاج لرونکي تریتون مختلف ډول ګڼل کېده، وروسته د ایټالیا د تاج لرونکي تریتون فرعي ډول وګڼل شو خو په ۲۰۰۷ کال کې د مالیکولي فیلوجنتیک… read more »

Danube crested newt – د دانوب تاج لرونکی تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Triturus dobrogicus) دی. د دانوب سیند په اوږدو کې، په مرکزي او ختیځه اروپا کې پیدا کیږي. په تریتوروس نسل کې د نورو تاج لرونکو تریتون د ډولونو په پرتله زیات ګرد او کوچنی بدن لري. د مثل په موده کې یې نر په ملا کې او د لکۍ له… read more »

Northern crested newt – د شمال تاج لرونکی تریتون

د غټ تاج لرونکي تریتون او زخې لرونکي تریتون په نومونو هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Triturus cristatus) دی. په انګلستان کې، شمالي او مرکزي اروپا کې او د سایبریا په لوېدیځ کې پیدا کیږي. غټ تریتون دی. ښځه یې تر شپاړس سانتي متره پورې اوږدوالی لري. د ملا رنګ یې تور ته… read more »

Italian crested newt – د ایټالیا تاج لرونکی تریتون

په تریتوروس نسل کې د تریتون یو ډول دی. د ډول ساینسي نوم یې (Triturus carnifex) دی. د بالکان په ځینو برخو او ایټالیا کې پیدا کیږي. د کال تر څلورو میاشتو پورې موده د مثل د تولید لپاره په اوبو کې تېروي. په فعاله توګه لامبو وهلی شي او له همدې امله په ژورو… read more »

Southern crested newt – د سوېل تاج لرونکی تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Triturus karelinii) دی. د شمال له تریتون سره ورته والی لري، خپله کې یې توپیر غټوالی او څوربوالی دی. په ۲۰۱۳ کال کې د بالکان تاج لرونکی تریتون د سوېل له تاج لرونکي تریتون جلا شو او د جلا ډول په توګه ډلبندي شو. همداسې د بالکان له تاج لرونکي… read more »

Anatolian crested newt – د اناتولیا یا کوچنۍ اسیا تاج لرونکی تریتون

د ډول علمي نوم یې (Triturus anatolicus) دی. د ترکې د اناتولیا په شمال کې پیدا کیږي. په ۲۰۱۶ کې له مطالعه کېدو مخکې ګمان کېده چې د سوېل له تاج لرونکي تریتون او د بالکان له تاج لرونکي تریتون سره تړاو لري. جنتیکي مالوماتو ښودلې چې د اناتولیا تریتون له نورو یادو دوه ډولونو… read more »

Triturus – تریتوروس

تریتوروس د تریتون نسل دی. تاج لرونکي او مرمر تریتون پکې شامل دي. په ټول انګلستان کې، تقریبا ټوله اروپا کې، د سایبیریا تر لرې لوېدیځ پورې، اناتولیا یا کوچنۍ اسیا او د کسپین سمندر په سیمه کې پیدا کیږي. مرمر نوم یې شین او تور رنګ کوم چې مرمر ته ورته والی لري رجوع… read more »

Paramesotriton longliensis

عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم پېژندل کیږي په پارامېزوتریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. اصلي ځای یې د چین سوېل دی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پارامېزو تریتون

Paramesotriton zhijinensis

عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم پېژندل کیږي په پارامېزوتریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د چین په سوېل لوېدیځ کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پارامېزو تریتون

Paramesotriton maolanensis

عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم پېژندل کیږي. په پارامېزو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د نسل تر ټولو نورو غړو زیات اوږد دی او اوږدوالی یې تر ۲۱ سانتي متره پورې رسیږي. د چین په ګویجو ولایت کې پیدا کیږي. د مطالعې لپاره نیول شوی ډول یې په… read more »

Yunwu warty newt – یو نو زخې لرونکی تریتون

مخکې یې عام نوم نه لره او په خپل ساینسي نوم پېژندل کېده خو اوسمهال پرې یو نو زخې لرونکی تریتون نوم ایښودل شوی. یو نو په چین کې د غرونو نوم دی. د ډول ساینسي نوم یې (Paramesotriton yunwuensis) دی. د چین په سوېل کې د ګوانګډونګ ولایت په یو نو غرونو کې پیدا… read more »

پایډل ته ورته لکۍ لرونکی بې خالو تریتون

په سیمه کې په مختلفو عامو نومونو یادیږي : لکه د انټرشټاین تریتون، پڅ بې څوکې بې خالو تریتون، بې خالو هوار زخې لرونکی تریتون، د ژاو اېرمي هوار زخې لرونکی تریتون، پایډل ته ورته لکۍ لرونکی تریتون. د ډول ساینسي نوم یې (Paramesotriton labiatus) دی. هواره پراخه شوې تنه او پایډل ته ورته لکۍ… read more »

Hong Kong warty newt – د هانګ کانګ زخې لرونکی تریتون

د هانګ کانګ تریتون نوم هم ورته اخلي. په پارامېزو تریتون نسل کې د تریتون ډول دی. په هانګ کانګ کې پیدا کیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Paramesotriton hongkongensis) دی. د چین د ګوانګډونګ ولایت له سمندر غاړو سره نږدې سیمو کې هم پیدا کیږي. که چېرې وګواښل شي نو ځان رغړوي او خپله… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons