ژوي

Corsican cattle – کورسیکن غوییز

کورس یا کورسیکانا نوم هم ورته اخلي. د فرانسې د غوییزو نسل دی، نسل یې په کورسیکا ټاپو کې اخیستل شوی. د کورسیکا ټاپو دودیز غوییز دي او مخکې یوازې بزګرو د کار لپاره ساتل. د فرانسې د کرنې وزارت یې د نسل په توګه پېژني خو د مالوماتو د ثبت لپاره یې کوم رسمي… read more »

Corriente – کوریانټې غوییز

په امریکا کې د وړو غوییزو نسل دی. په بنسټیزه توګه د روډیو په نامه سپورت کې کاریږي. نسل یې له کریولو مکسیکنو غوییزو رامنځته شوی او خپله کریولو مکسیکنو غوییز د اېبیریا له هغو غوییز رامنځته شوی کوم چې لمړنیو اروپایانو له ځان سره انتقال کړي وو او په شپاړسمه او اوولسمه پېړۍ کې… read more »

Cika cattle – سیکا غوییز

په سلوانیایي ژبه کې ورته (Cikasto govedo) نوم اخلي. د لوړو غرونو له څر ځایونو سره بلدتیا لري. په سیمه کې، په دودیزه توګه، د شیدو لپاره ساتل کیږي. نسل یې د سلوانیا په شمال لوېدیځ کې، د لوړو غرونو په سیمه کې اخیستل شوی. نسل یې دوه ډولونه لري یو د ټولمین سیکا او… read more »

Tipo Carora – ټیپو کارورا غوییز

په وېنزوېلا کې د شیدو لپاره اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. نسل یې له سیمه ایزو کریولو غواګانو او د نسواري سویس غویانو اخیستل شوی. نوم یې د وېنزوېلا په لارا ایالت کې د کارورا ښار له نوم اخیستل شوی. د نسل اخیستنې چارې یې په ۱۹۳۰ لسیزه کې پیل شوې وې.  

Speckle Park – خال لرونکي پارک غوییز

د غوښې لپاره د کاناډا عصري د غوییزو نسل دی. د نسل اخیستنې چارې یې په ۱۹۵۹ کې، د کاناډا په ساسکاچوان ولایت کې پیل شوې وې. نسل یې د انګلستان له ابېرډین انګس او بې ښکرو غوییزو اخیستل شوی. په کال ۱۹۹۵ کې د نسل په توګه وپېژندل شول او د کاناډا حکومت په… read more »

Camargue cattle – کمرګ غوییز

نسل یې د فرانسې په سوېل کې د رون سیند په سیمه کې اخیستل شوی. د کمرګیز په نوم د منډې په لوبه کې کاریږي. د فرانسې په یاده سیمه کې د غوییزو له دوه نسلونو یو دی کوم چې نیمه وحشي روزل کیږي، دوېم نسل ته یې براوا نوم اخلي او له ۱۹۹۶ څخه… read more »

Eastern Finncattle – د ختیځ فنلډ غوییز

په فنلنډي ژبه کې یې نوم (itäsuomenkarja or kyyttö) دی. په ختیځ فلنډ کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. نسل یې د دوه موخو (غوښې او شیدو) لپاره ساتل کیږي. غواګانې یې له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۴۱۰۰ کیلو ګرامه پورې شیدې کوي، په شیدو کې یې د شحمو کچه ۴.۴%… read more »

Eastern newt – د ختیځ تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Notophthalmus viridescens) دی. د شمالي امریکا په ختیځ کې پیدا کیږي. بدن یې ټېټروډوټوکسین تولیدوي او له همدې امله یې بشپړ ودې ته رسېدلی کبان نشي ښکار کولی. تر ۱۵ کالو پورې عمر لري. تر ۱۳ سانتي پورې اوږدیږي. یوازې لاروای بچیان یې کبان او د تریتون نور ډولونه ښکار… read more »

Striped newt – کرښې یا پراډې لرونکی تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Notophthalmus perstriatus) دی. د متحده ایالتونو په سوېل ختیځ کې پیدا کیږي. د ختیځ له تریتون سره نږدې تړاو لري. تر ۱۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. د بدن رنګ یې زېړ رنګه شین، زیتونو ته ورته شین یا نسواري خړ وي. په ملا کې روښانه نارنجي یا د سور… read more »

Black-spotted newt – د تورو خالو تریتون

د تکزاس تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Notophthalmus meridionalis) دی. دمکسیکو په شمال ختیځ او د متحده ایالتونو د تکزاس په سوېل کې پیدا کیږي. په ۲۰۲۲ کال کې یې د ډول غړي تر پخوا ډېر کم شوي وو. په نوتوفتالموس نسل کې تر نورو ډولونو اوږده دي. ښځه یې… read more »

Corsican brook salamander – د کورسیکا د لښتیو سالامېنډر

د کورسیکا غرنی تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Euproctus montanus) دی. په اوپروکتوس نسل کې د تریتون یو ډول دی. د فرانسې په کورسیکا ټاپو کې پیدا کیږي. په ډبرو لرونکو لښتیو، چینو او سیندونو کې ژوند کوي. د سردینیا د لښتیو سالامېنډر سره نږدې تړاو لري. تر ۱۳ سانتي… read more »

Notophthalmus – نوتو فتالموس

د تریتون نسل دی. درې ډولونه پکې شامل دي. نوم یې د یونانۍ ژبې له (ὀφθαλμός) کلیمې اخیستل شوی، د یونانۍ کلیمې تلفظ اوفتالموس دی او مانا یې سترګه ده. په ختیځه امریکا کې پیدا کیږي. په فزیکي جوړښت کې د اروپا تریتوروس نسل ته ورته والی لري. نرم پوستکی لري او لکۍ یې پراخه… read more »

Sardinian brook salamander – د سردینیا د لښتیو سالامېنډر

د سردینیا غرنی تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Euproctus platycephalus) دی. په اوپروکتوس نسل کې د تریتون یو ډول دی. تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. نر یې تر ښځې کوچنی وي. د کورسیکا دلښتیو له سالامېنډر سره ورته دی خو تر یاد تریتون یې سر ډېر پراخ دی،… read more »

Euproctus – اوپروکتوس

د تریتون نسل دی. دوه ډولونه پکې شامل دي. عام نوم یې د اروپا غرنی سالامانډر دی. د ایټالیا په سردینیا او کورسیکا ټاپوګانو کې پیدا کیږي. مخکې د پیرینې د لښتیو تریتون هم پکې شامل وو خو اوسمهال په کالو تریتون نسل کې ډلبندي شوی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس… read more »

Montseny brook newt – د مونټ سېني د لښتیو تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Calotriton arnoldi) دی. په کالو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د هسپانیا په شمال ختیځ کې، د کتلونیا سیمې په مونټ سېني غرونو کې پیدا کیږي. مخکې په اوپروکتوس نسل کې ډلبندي شوی وو خو په ۲۰۰۵ کې له پراخې مطالعې وروسته په کالو تریتون کې ډلبندي… read more »

Pyrenean brook salamander – د پیرینې د لښتیو تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Calotriton asper) دی. په کالو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د فرانسې او هسپانیا ترمنځ د پیرینې غرونو کې پیدا کیږي. تر ۱۶ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. لکۍ یې پراخه شوې وي. په پوستکي کې د زهرو ترشح کوونکي پاراټوایډ مرغړي نه لري. د ملا رنګ… read more »

Calotriton – کالو تریتون

د اروپا د لښتیو تریتون نوم هم ورته اخلي. د تریتون نسل دی. دوه ډولونه پکې شامل دي. د پېرینې غرونو او مرکزي کتلونیا کې پیدا کیږي. مخکې په اوپروکتوس نسل کې ډلبندي وو خو په ۲۰۰۵ کې په کالو تریتون نسل کې ډلبندي شول. د اوپروکتوس په پرتله له تریتوروس نسل سره زیات نږدې… read more »

California newt – د کلیفورنیا تریتون

دنارنجي ګېډې تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Taricha torosa) دی. د متحده ایالتونو په کلیفورنیا کې پیدا کیږي. تر ۲۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. پوستکی یې ټېټرو ډو ټوکسین زهر ترشح کوي. پوستکی یې زیږوالی لري. د ملا رنګ یې خړ سلیټي او د ګېډې رنګ یې زېړ رنګه… read more »

Sierra newt – سیرا تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Taricha sierrae) دی. د متحده ایالتونو په سیرا ناوېډا کې پیدا کیږي. پوستکی یې زهر ترشح کوي. اوږدوالی یې له ۱۳ تر ۲۰ سانتي متره پورې رسیږي. د زیږ پوستکي تریتون په پرتله زیات وچ چاپېریال خوښوي. یوازې د مثل د تولید لپاره بېرته اوبو ته تګ کوي او د… read more »

Red-bellied newt – سور ګېډی تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Taricha rivularis) دی. په کلیفورنیا کې پیدا کیږي. د کال لویه برخه په وچه کې تېروي. د بشپړ ودې ته رسېدلي اوږدوالی یې له لکۍ سره تر ۷.۵ انچه پورې وي. زیږ پوستکی لري. د ملا رنګ یې تور ته ورته نسواري او د ګېډې سور رنګ وي. لاروای بچیان… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons