اروا پوهنه

د مثبت فکر ګټې

مثبت فکر لوی ځواک دی خو که چېرې مناسب ځای کې، په مناسب وخت کې په سمه توګه وکارول شي. د مثبتې اروا پوهنې او خوشبیني په مناسبه توګه کارول یو هنر دی او هر انسان یې زده کولای شي. کومې ستونزې چې د مثبتې اروا پوهنې چار چاپېره حل شوي د خلکو پام یې… read more »

په خپلې وړتیا شک

په ځان شک کول د انساني طبیعت یوه برخه ده خو که چېرې بې کچې زیات وي نو هغه وړتیاوې مو له منځه وړي کومې چې تاسې د موخې لاسته راوړنو لپاره کاروئ. له دې پرته په اړیکو (له مېرمن یا مېړه سره اړیکې، له ملګرو سره اړیکې، له کورنۍ سره اړیکې، له همکارانو سره… read more »

مثبت فکر خپل فکر په کړنو بدلول دي

په ډېرو کتابونو کې ممکن تاسې دا لیدلي وي چې مثبت فکر لرل ښې پېښې رامنځته کوي او مثبت فکر کوونکي ښه روغتیا لري، ډېر فعاله وي او تولید یې تر نورو زیات وي. چارلي چاپلین وایي چې : “که تاسې لاندې ګورئ نو د بوډۍ ټال یا زرغونه به هېڅکله پیدا نه کړئ.” په… read more »

د ستونزو حل څه ته وایي ؟

د ژوند په اوږدو کې هر انسان له ستونزو سره مخ کیږي او دې ته اړ کیږي چې ستونزې هوارې کړي. ډېری خلک ګمان کوي چې یو مدیر او ناظر د ستونزو حل کې مخکښ وي خو دا ریښتیا نه دي. هر انسان د مدیر په څېر ژوند کې له مختلف ډوله ستونزو سره مخ… read more »

مثبت فکر او مثبتې کړنې یو لوی ځواک دی

لاندې یاد شوي تاسې کې د مثبت فکر وړتیا اضافه کوي : _ په مناسبې طریقې د نه ویلو زده کول یا هم د نه ویلو لپاره مناسبه تشریح زده کول – له یوازې کار کولو ډډه کول او له نورو سره په ګډه د کار زده کول – سهار وخته قدم وهل – په… read more »

د مثبت فکر لرلو لپاره نهه لارې چارې

مثبت فکر داسې ځواکمن ابزار دي کوم چې د روغتیا په ښه کولو او ساتلو کې ونډه لري، د سټرس په مدیریت کې مرسته کوي، تاسې سره مرسته کوي چې په ننګونو برلاسي شئ او خوښې مو ښې او مناسبي وي. هر انسان کولای شي چې د مثبت فکر وړتیا په ځان کې اضافه کړي…. read more »

د شخړو هوارول

کار ځای، ټولنه او کورنۍ درېواړه باید داسې ځای وي چې له سولې ډک وي. په یادو درېواړو ځایونو کې تاسې له ستونزمنو حالتونو سره مخ کیږئ او تاسې په ستونزمن حالت د برلاسه کېدو هڅه کوئ. تر ټولو غوره لار د ستونزې هواری دی. مهاتما ګاندي وایي : “هغه بدلون په خپله واوسه چې… read more »

په خبرو کې د خپل نظر بیان او برید

د اغیزمنو خبرو اترو له لارې تر بل د پیغام رسولو لپاره ډېرې لارې چارې شته چې ځینې یې تر نورو ډېرې اغیزمنې او ښې دي. خو اړینه داده چې خبرو کې بل کس خپلې اړتیاوې درک کړي. دا چاره په مسلکي طریقه د خپل نظر د بیان له لارې امکان لري او هغه هم… read more »

د مذاکرې او تشویق وړتیاوې

تشویقول داسې وړتیا ده کوم چې په ټوله نړۍ کې سوداګر کاروي. ډېری وخت خلک د تشویقولو له لارې نورو کې د توافق لپاره او یا یوې موخې ته د رسېدو لپاره انګېزه پیدا کوي. که دا موخې لویې وي او یا وړې وي په ټولو حالتونو کې د بل د تشویقولو لپاره درې شیانو… read more »

په عامه ځای کې خبرې

یوه تر ټولو عامه وېره په عامه ځای کې د خبرو ده خو په ورته وخت کې داسې هېڅ کوم بد پکې نشته چې تاسې یې باید په اړه وېره ولرئ. د ژوند په ډېرو برخو کې په عامه ځایونو کې خبرې ډېرې اړینې دي او له همدې امله تاسې باید په دې وېرې برلاسي… read more »

د فزیکي ژبې رازونه

انسان دوه ژبې لري یوه د خبرو ژبه ده او یوه د زهن ژبه ده. د خبرو په ژبې تاسې ته ټول هغه څه نه وایي د څه په اړه چې فکر کوئ خو فکر کې چې څه ځان سره پټ بیانوي د بدن په ژبې ترې ویل کیږي. تاسې په بشپړ توګه د بدن… read more »

خبرې اترې او سوداګري

ستاسې اغیزمنې خبرې اترې ولې سوداګري ته اړینې دي ؟ لاندې جملو ته فکر وکړئ او په دې ځان پوه کړئ چې سوداګري کې له اغیزمنو خبرو اترو پرته تاسې مشري کولای شئ او د مشر په توګه یو څه لاسته راوړلای شئ ؟ – لویو پانګه اچونکو ته د سوداګرۍ په اړه مالومات ورکول… read more »

په سوداګري کې مشري څه ته وایي ؟

د هر ډول مشري لپاره تر هر څه لمړی خپلمنځي وړتیاوې زده کول او تمرین کول اړین دي. که چېرې تاسې کې د اغیزمنو خبرو اترو وړتیا نشته وي نو له ځانه د باور وړ شریک، د تکیې وړ لوړ پوړی او یا هم د اعتماد رامنځته کوونکی مسلکي کس نشئ جوړولای. خپلمنځي وړتیاوې څه… read more »

د باور وړ اړیکې جوړول

په کار ځای، ټولنې او کورنۍ کې د باور وړ کېدنه له نرمو وړتیاو یوه اړینه نرمه وړتیا ده. د باور کېدنې لپاره باید تاسې له ځانه داسې شخصیت جوړ کړئ کوم چې هره دقیقه بدلون نه مومي او ثابت قدمه یا بدلون نه موندونکی، د تکیې وړ کس وي. د باور وړ کېدو کس… read more »

چوکاټ کې کول

چوکاټ کې کول له موجودو مالوماتو سره تړاو لري. چوکاټ کې کوونه د دې لپاره وي چې ته پرې له خلکو د خپلې خوښې غبرګون ترلاسه کړې. د بېلګې په توګه که چېرې تاسې په خوړو ولیکئ چې ۷۵ % بې غوړو دي نو د خلکو غبرګون به دا وي چې بې زیانه خواړه دي… read more »

احساساتي زیرکتیا ته وده ورکول

احساساتي زیرکتیا ته وده ورکول هغه وخت امکان لري کله چې تاسې په خپلو کړنو او چلند تمرکز ولرئ. که چېرې تاسې په خپلو کړنو او چلند تمرکز وکړئ نو دا چاره مو د اړیکو مدیریت ته، ځان پېژندنې یا له ځان خبرېدنې ته، د ټولنې پېژندنې ته او د ځان مدیریت ته اړ کوي…. read more »

فکري وده او بریا

ستاسې د زهن وړتیا هغه وخت محدوده کیږي کله چې تاسې د خپل ځان په اړه د ټولنې او کلتورونو نظرونه په خپل زهن وتپئ، په دې مانا چې د هغه څه منل کوم چې کلتور او ټولنه ستا په اړه تاته وایي. ټول انسانان د دې وړتیا لري چې د نورو له نظرونو بهر… read more »

د ځان خیال ساتنه او ناڅاپه بدلون

ته او هر بل انسان په ژوند کې بدلون تجربه کوي. ممکن بدلون د تمې خلاف وي، ممکن ناڅاپه بدلون وي، بدلون ممکن په کاري چاپېریال کې وي، ممکن ستاسې شخصي ژوند کې وي، ممکن په تنظیم کې بدلون وي، ممکن د کومې ناروغي تشخیص وي او یا هم ممکن د وبا له امله بدلون… read more »

خلاقیت او ماته خوړل

د نوښتګر یا خلاق کس یوه ځانګړنه دا وي چې که چېرې یوه کړنه یې له ماتې سره مخ شي پروا یې نه کوي. مونږ له مور او پلار، د ښونځي له استادانو او ټولنې دا زده کړي چې ماته خوړل یا تېروتنه کول بد دي. یو کس کیسه کوي وایي چې ښونکي د انګرېزۍ… read more »

خبرې اترې او خلاقیت

ته د خپلو خبرو په اندازه ځواکمن یې په دې مانا چې هر څه مو خبرې کوي او که مو چېرې خبرې اترې د خبرو اترو له هنر سره برابرې نه وي او یا ورسره په ټکر کې وي نو تاسې واک او ځواک نشئ لرلای. له خلاقیت نه بریا جوړول د خبرو اترو هنر… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons