
Nuclear power – اټومي انرژي
اټومي انرژي د برېښنا د تولید لپاره اټومي تعامل دی. دا ډول اټومي انرژي د تعامل په درې طریقو (nuclear fission, nuclear decay and nuclear fusion) ترلاسه کیږي. د لمړۍ طریقې (nuclear fission) په تعامل کې د یوه اټوم هسته په دوه یا ډېرو وړو هستو وېشل کیږي، د تعامل په دوېمه طریقه (nuclear decay) کې د اټوم بې ثباته هسته دوړانکو په ذریعه انرژي له لاسه ورکوي، د تعامل په درېمه طریقه (nuclear fusion) کې د اټوم دوه یا ډېرې هستې سره یو ځای کیږي تر څو غټه هسته جوړه کړي. په اوس وخت کې د برېښنا لویه برخه په اټومي پلنټ کې، د یورانیمو او پلوټونیم د تعامل له (nuclear fission) طریقې ترلاسه کیږي. همداسې د تعامل (nuclear decay) طریقه ډېری وخت په راډیو ایزوتوپي تېرمو ایلېکتریک جنراتور بیټریو کې کاریږي، دا ډول بیټرۍ په ځینې فضایي بېړیو کې کارېدلي لکه وایاجر ۲. له ۱۹۵۸ کال را په دیخوا داسې ریاکټرونه کوم چې د تعامل (...