تریتون

Eastern newt – د ختیځ تریتون

Eastern newt – د ختیځ تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Notophthalmus viridescens) دی. د شمالي امریکا په ختیځ کې پیدا کیږي. بدن یې ټېټروډوټوکسین تولیدوي او له همدې امله یې بشپړ ودې ته رسېدلی کبان نشي ښکار کولی. تر ۱۵ کالو پورې عمر لري. تر ۱۳ سانتي پورې اوږدیږي. یوازې لاروای بچیان یې کبان او د تریتون نور ډولونه ښکار کولای شي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای نسل نوتو فتالموس
Striped newt – کرښې یا پراډې لرونکی تریتون

Striped newt – کرښې یا پراډې لرونکی تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Notophthalmus perstriatus) دی. د متحده ایالتونو په سوېل ختیځ کې پیدا کیږي. د ختیځ له تریتون سره نږدې تړاو لري. تر ۱۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. د بدن رنګ یې زېړ رنګه شین، زیتونو ته ورته شین یا نسواري خړ وي. په ملا کې روښانه نارنجي یا د سور رنګ کرښې لري. د ګېډې رنګ یې زېړ وي او په یاد رنګ کې تور خالونه موجود وي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای نسل نوتو فتالموس ...
Black-spotted newt – د تورو خالو تریتون

Black-spotted newt – د تورو خالو تریتون

تریتون
د تکزاس تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Notophthalmus meridionalis) دی. دمکسیکو په شمال ختیځ او د متحده ایالتونو د تکزاس په سوېل کې پیدا کیږي. په ۲۰۲۲ کال کې یې د ډول غړي تر پخوا ډېر کم شوي وو. په نوتوفتالموس نسل کې تر نورو ډولونو اوږده دي. ښځه یې تر نر غټه وي. تر لس سانتي متره پورې اوږدوالی لري. د بدن رنګ یې زیتون ته ورته شین رنګ وي او په دې رنګ کې تور خالونه لري. د ګېډې رنګ یې زېړ وي. په داسې اوبو کې ژوند خوښوي چې کمې ژورې وي او ګڼ واښه پکې وي. د ځمکې لاندې پټیږي. که چېرې تودوخه زیاته شي او اوبه وچې کړي نو د ډبرو او یا هم د خوسا شوې ګیا لاندې وي. د مثل تولید په باراني موسم کې کوي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای نسل نوتو فتالموس ...
Corsican brook salamander – د کورسیکا د لښتیو سالامېنډر

Corsican brook salamander – د کورسیکا د لښتیو سالامېنډر

تریتون
د کورسیکا غرنی تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Euproctus montanus) دی. په اوپروکتوس نسل کې د تریتون یو ډول دی. د فرانسې په کورسیکا ټاپو کې پیدا کیږي. په ډبرو لرونکو لښتیو، چینو او سیندونو کې ژوند کوي. د سردینیا د لښتیو سالامېنډر سره نږدې تړاو لري. تر ۱۳ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. کله چې اوبو کې د ژوند پړاو ترسره کوي پوستکی یې نرم وي خو کله چې وچه کې ژوند پیل کړي پوستکی یې زیږوالی پیدا کوي. د بدن رنګ یې نسواري یا زیتونو ته ورته وي خو ځینې وخت دې رنګ کې نارنجي رنګ او سوروالی هم لري. سږي یې ډېر واړه یا نشته وي، په داسې اوبو کې ژوند کوي چې کافي اکسیجن پکې وي. په خپل پوستکي د سا اخیستلو لپاره اکسیجن جذب کوي. کله چې اوبو کې د مثل تولید وکړي بېرته وچې ته ځي او همداسې د ژمي خوب هم په وچه کې کوي. خواړه یې واړه بې شمزي او حشرې دي. تر ۳۰ پورې هګۍ اچوي. ساینسي ډلبندي ډومین ...
Notophthalmus – نوتو فتالموس

Notophthalmus – نوتو فتالموس

تریتون
د تریتون نسل دی. درې ډولونه پکې شامل دي. نوم یې د یونانۍ ژبې له (ὀφθαλμός) کلیمې اخیستل شوی، د یونانۍ کلیمې تلفظ اوفتالموس دی او مانا یې سترګه ده. په ختیځه امریکا کې پیدا کیږي. په فزیکي جوړښت کې د اروپا تریتوروس نسل ته ورته والی لري. نرم پوستکی لري او لکۍ یې پراخه شوې وي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای نسل نوتو فتالموس ډولونه انځور ساینسي نوم عام نوم سیمه Notophthalmus meridionalis د تورو خالونو لرونکی تریتون د مکسیکو شمال ختیځ او د تکزاس سوېل Notophthalmus perstriatus کرښې لرونکی تریتون د جورجیا سوېل او مرکزي فلورېډا Notophthalmus viridescens د ختیځ تریتون د شمالي امریکا ختیځ ...
Sardinian brook salamander – د سردینیا د لښتیو سالامېنډر

Sardinian brook salamander – د سردینیا د لښتیو سالامېنډر

تریتون
د سردینیا غرنی تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Euproctus platycephalus) دی. په اوپروکتوس نسل کې د تریتون یو ډول دی. تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. نر یې تر ښځې کوچنی وي. د کورسیکا دلښتیو له سالامېنډر سره ورته دی خو تر یاد تریتون یې سر ډېر پراخ دی، همداسې یې غاړه ترې ډېر خالونه لري او پاراټوایډ مرغړي یې هم ترې واړه دي. لاندینۍ ژامه یې د پاسینۍ په پرتله لنډه وي. د پوستکي رنګونه یې زیتونو ته ورته، خړ، سور رنګه نسواري وي. د بدن په اوږدو کې یې اوږدې زېړې یا نسواري کرښې موجودې وي. د ګېډې رنګ یې روښانه وي او منځ یې تور یا زېړ خالونه لري. په ژمي کې خوب کوي خو که چېرې تودوخه بې کچې زیاته وي اوړي کې هم د اوړي خوب کوي. جنسي اړیکه په اوبو کې نیسي. ډېر فعال نر یې ارامه ښځه په خوله کې نیسي او د جنسي اړیکې لپاره یې د خپلې خوښې سیمې ته وړي. په څو اونیو کې یې ښځه تر ۲۲۰ پورې هګۍ اچوي. خ...
Euproctus – اوپروکتوس

Euproctus – اوپروکتوس

تریتون
د تریتون نسل دی. دوه ډولونه پکې شامل دي. عام نوم یې د اروپا غرنی سالامانډر دی. د ایټالیا په سردینیا او کورسیکا ټاپوګانو کې پیدا کیږي. مخکې د پیرینې د لښتیو تریتون هم پکې شامل وو خو اوسمهال په کالو تریتون نسل کې ډلبندي شوی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای نسل اوپروکتوس ډولونه انځور ساینسي نوم عام نوم سیمه Euproctus montanus د کورسیکا د لښتیو سالامانډر کورسیکا Euproctus platycephalus د سردینیا د لښتیو سالامانډر د ایټالیا سردینیا ...
Montseny brook newt – د مونټ سېني د لښتیو تریتون

Montseny brook newt – د مونټ سېني د لښتیو تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Calotriton arnoldi) دی. په کالو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د هسپانیا په شمال ختیځ کې، د کتلونیا سیمې په مونټ سېني غرونو کې پیدا کیږي. مخکې په اوپروکتوس نسل کې ډلبندي شوی وو خو په ۲۰۰۵ کې له پراخې مطالعې وروسته په کالو تریتون کې ډلبندي شو. بدن یې هګۍ ته ورته ګردوالی لري. پراخ شوی سر لري. که چېرې په لاس کې واخیستل شي پوستکی یې شیدو ته ورته د بد بوی لرونکې او د حشرو وژونکې مایع ترشح کوي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای نسل کالو تریتون ...
Pyrenean brook salamander – د پیرینې د لښتیو تریتون

Pyrenean brook salamander – د پیرینې د لښتیو تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Calotriton asper) دی. په کالو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د فرانسې او هسپانیا ترمنځ د پیرینې غرونو کې پیدا کیږي. تر ۱۶ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. لکۍ یې پراخه شوې وي. په پوستکي کې د زهرو ترشح کوونکي پاراټوایډ مرغړي نه لري. د ملا رنګ یې زیتونو ته ورته، خړ، تور او یا خټې ته ورته رنګ کې وي، د ملا په اوږدو کې د زېړ رنګ کرښه لري. د ګېډې یو بل څنګ کې د خیره رنګ خالونه لري او منځ یې زېړ، نارنجي او یا سور وي. د نر مقعد یې ګرد خو د ښځې مخروطي وي. د ورځې او شپې دواړو لخوا فعالیت کولای شي. په اوړي کې تر ډېره په اوبو کې ژوند کوي. په وړو بې شمزیو او حشرو ځان تغذیه کوي خو خپله د کبانو خواړه دي. که چېرې د حشرو یا بل افت ضد توکي اوبو کې وي ډېر ژر حساسیت ورسره ښي ځکه چې یاد توکي یې پوستکی جذب او زخیره کوي. که چېرې تودوخه ډېره زیاته شي د اوړي خوب کوي. د ژمي خوب په وچه کې کو...
Calotriton – کالو تریتون

Calotriton – کالو تریتون

تریتون
د اروپا د لښتیو تریتون نوم هم ورته اخلي. د تریتون نسل دی. دوه ډولونه پکې شامل دي. د پېرینې غرونو او مرکزي کتلونیا کې پیدا کیږي. مخکې په اوپروکتوس نسل کې ډلبندي وو خو په ۲۰۰۵ کې په کالو تریتون نسل کې ډلبندي شول. د اوپروکتوس په پرتله له تریتوروس نسل سره زیات نږدې تړاو لري. تر ۶.۶ انچه پورې اوږدوالی لري. د مخکینۍ پښو ګوتې یې څلور او د ورستیو پنځه وي. په ملا کې یې تاج وده نه کوي. سږي یې ډېر واړه او یا نشته وي. ګمان کیږي چې ۸ میلیونه کاله مخکې له تریتوروس نسل رامنځته شوي دي. د غرني چاپېریال له امله یې بدن له چټکې منډې سره تطابق پیدا کړی، یاد چاپېریال په اکسیجن غني دی او ممکن له همدې امله یې فزیکي ورته والی ډېر اوپروکتوس ته شوی وي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای نسل کالو تریتون...
California newt – د کلیفورنیا تریتون

California newt – د کلیفورنیا تریتون

تریتون
دنارنجي ګېډې تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Taricha torosa) دی. د متحده ایالتونو په کلیفورنیا کې پیدا کیږي. تر ۲۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. پوستکی یې ټېټرو ډو ټوکسین زهر ترشح کوي. پوستکی یې زیږوالی لري. د ملا رنګ یې خړ سلیټي او د ګېډې رنګ یې زېړ رنګه نارنجي وي. د زیږ پوستکي تریتون ته ډېر ورته والی لري. د ډسمبر او مې میاشت ترمنځ د مثل تولید کوي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای نسل تاریچا ...
Sierra newt – سیرا تریتون

Sierra newt – سیرا تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Taricha sierrae) دی. د متحده ایالتونو په سیرا ناوېډا کې پیدا کیږي. پوستکی یې زهر ترشح کوي. اوږدوالی یې له ۱۳ تر ۲۰ سانتي متره پورې رسیږي. د زیږ پوستکي تریتون په پرتله زیات وچ چاپېریال خوښوي. یوازې د مثل د تولید لپاره بېرته اوبو ته تګ کوي او د کال نوره موده په وچه کې تېروي. په وچه کې تر ډېره د ونو او ډبرو په غارونو کې پټیږي. خواړه یې مختلف ډوله حشرې، چونجیان، د کبانو هګۍ او واړه حلزون دي. د جنوري او فېبروري تر منځ بېرته اوبو ته ځي. خپلې هګۍ د غنچې شکل کې کوي او په یوه غنچه کې له ۵ تر ۳۰ پورې هګۍ موجودې وي. په ورو بهېدونکو اوبو کې خپلې هګۍ په ریښو، څانګو او ډبرو پسې نښلوي. د مثل د تولید په ټوله موده کې په اوبو کې پاتې کیږي. د اوړي په پیل کې یې له هګیو لاروای بچیان پیدا کیږي خو پیدا کېدل یې له تودوخې سره هم تړاو لري معمولا له ۱۴ تر ۵۲ ورځو پورې موده کې هګۍ په لاروای بدلی...
Red-bellied newt – سور ګېډی تریتون

Red-bellied newt – سور ګېډی تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Taricha rivularis) دی. په کلیفورنیا کې پیدا کیږي. د کال لویه برخه په وچه کې تېروي. د بشپړ ودې ته رسېدلي اوږدوالی یې له لکۍ سره تر ۷.۵ انچه پورې وي. زیږ پوستکی لري. د ملا رنګ یې تور ته ورته نسواري او د ګېډې سور رنګ وي. لاروای بچیان یې خپل ژوند په اوبو کې پیل کوي. له څلور تر شپږو میاشتو پورې موده کې یې بدن بدلون مومي او په واړه تریتون بدلیږي. له بدلون موندلو وروسته په وچه کې د اېفټ په توګه ژوند پیل کوي. له څلور تر شپږو کلونو پورې موده کې جنسي بلوغ ته رسېږي. له ۲۰ تر ۳۰ کالو پورې ژوند کولای شي. کوم نران یې چې جنسي بلوغ ته رسېدلي وي په جنوري یا فېبروري کې اوبو ته ځي او دوه یا درې اونۍ پس یې ښځې هم ورسره یو ځای کیږي او له دې وروسته جنسي اړیکه نیسي. خپلې هګۍ په تېزو بهېدونکو یا د ډبرو لرونکو روانو اوبو په سیندونو کې اچوي. هګۍ د اوبو په تل کې په ډبرو، ریښو او څانګو پسې نښ...
Rough-skinned newt – د زیږ پوستکي تریتون

Rough-skinned newt – د زیږ پوستکي تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Taricha granulosa) دی. په شمالي امریکا کې د تریتون ډول دی. پوستکی یې د زهرو ترشح کوونکي مرغړي لري. ګرد شوی پوز لري، بدن د زیتونو رنګ نه نیولې تر خړ رنګه تور پورې وي. د بدن د لاندې برخې رنګ یې له زېړ رنګه تر نارنجي پورې وي. پوستکی یې زیږوالی لري خو د مثل تولید په موده کې یې د نر پوستکی نرموالی پیدا کوي. له لکۍ سره یې ټول اوږدوالی له ۱۱ تر ۱۸ سانتي متره پورې رسیږي. د مثل د تولید موده کې یې د نر او ښځې توپیر په ګېډه د پړسېدلو نرمیو شکل باندې کېدلای شي. که چېرې یې زهر د انسان بدن ته تذریق شي نو انسان وژلی شي. که چېرې یاد تریتون په لاس کې واخلي او له مینځلو پرته لاس په سترګو یا خوله کې ووهي نو زهر یې اغیز پرې کولای شي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای نسل تا...
Taricha – تاریچا

Taricha – تاریچا

تریتون
د تریتون نسل دی. بې کچې زیات زهرجن څلور ډولونه پکې شامل دي. په عامه ژبه کې ورته د ارام سمندر تریتون نوم اخلي، ځینې خلک یې د لوېدیځ تریتون په نوم هم یادوي. څلور واړه ډولونه یې د ارام سمندر سیمه کې د الاساکا له سوېل تر د کلیفورنیا سوېل پورې پیدا کیږي. دوه ډولونه یې چې یو یې د کلیفورنیا تریتون دی او بل یې د زېږ پوستکي تریتون دی ډېر سره ورته والی لري او له یو بل سره یې توپیر کول اسانه چاره نه ده. د دواړو ډولونو ملا نسواري رنګ کې وي، د ګېډې رنګ یې له زېړ تر نارنجي پورې وي. د دواړو د پوستکي سطحه زیږه وي. د بدن اوږدوالی یې تر اته انچه پورې رسیږي. د کلیفورنیا تریتون غټې سترګې لري او سترګې یې چوغې وي خو د زیږ پوستکي لرونکي تریتون سترګې وړې او پراخې پرانیستې وي. د زیږ پوستکي لرونکي تریتون پاسني غاښونه V ته ورته شکل کې وي خو د کلیفورنیا د تریتون پاسني غاښونه Y ته ورته شکل لري. د سور ګېډي تریتون د ت...
Chinhai spiny newt – چینهای اغزن تریتون

Chinhai spiny newt – چینهای اغزن تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Echinotriton chinhaiensis) دی. په ایکینو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د چین په ختیځ کې پیدا کیږي. د معتدلو سیمو په ځنګلونو او ډنډونو کې ژوند کوي. کوم چې بندو ځایونو کې ساتل شوي په ځنډ سره بشپړ ودې ته رسیږي او د ډېر عمر کوونکي دي. په ۱۰ کلنۍ کې جنسي بلوغ ته رسیږي او تر ۲۰ کلونو پورې ژوندي پاتې کېدای شي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای نسل ایکینو تریتون ...
Anderson’s crocodile newt – د انډرسن کروکوډایل تریتون

Anderson’s crocodile newt – د انډرسن کروکوډایل تریتون

تریتون
د انډرسن تریتون، ریوکیو اغزن تریتون، د جاپان زخې لرونکی تریتون نومونه هم ورته اخیستل کیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Echinotriton andersoni) دی. په ایکینو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. په جاپان کې پیدا کیږي مخکې په تایوان کې هم شته وو خو اوس ګمان کیږي چې تایوان کې له منځه تللي. بې څوکې څورب تریتون دی. پراخ مثلث ته ورته سر لري. په څنګونو کې له ۱۲ تر ۱۵ پورې موړې ته ورته بهر وتلي مرغړي لري. د ملا رنګ یې تور یا تور ته ورته نسواري وي. یوازې د لکۍ لاندې برخه او د پښو تلي یې زېړ ته ورته نارنجي رنګ کې وي. د ژوند لپاره طبیعي چاپېریال یې د پراخو پاڼو ځنګلونه دي کوم چې کال ۱۲ میاشتې شینوالی لري، د مثل د تولید لپاره ډنډونو ته ځي. په غیرې قانوني توګه د کورني ژوي په توګه د ساتنې سوداګرۍ لپاره نیول کیږي او یادې چارې یې د غړو شمېر بې کچې زیات کم کړی دی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پا...
Echinotriton – ایکینو تریتون

Echinotriton – ایکینو تریتون

تریتون
د انګرېزي نوم تلفظ یې اېکاینو ټریټون دی او لاتیني تلفظ سره توپیر لري. د تریتون نسل دی ټول درې ډولونه پکې شامل دي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای نسل ایکینو تریتون انځور ساینسي نوم سیمه Echinotriton andersoni د جاپان ریوکیو ټاپو او د تایوان شمال Echinotriton chinhaiensis د چین ژېجیانګ ولایت Echinotriton maxiquadratus چین
Alpine newt – الپین تریتون

Alpine newt – الپین تریتون

تریتون
د ډول ساینسي نوم یې (Ichthyosaura alpestris) دی. د اروپا تریتون دی او یو وخت یې نسل انګلستان او نیوزلنډ ته هم انتقال شوی وو. بشپړ ودې ته رسېدلی یې له ۷ تر ۱۲ سانتي متره پورې وي. د ملا رنګ یې له خړ تر نیله پورې وي او د ګېډې رنګ یې نارنجي وي. د نر رنګ یې د ښځې په پرتله ډېر روښانه وي په ځانګړې توګه د مثل د تولید په موده کې. اوسمهال یې د ډول غړي له منځه تللي خو مخکې د سمندر له سطحې په دواړو لوړو او ټیټو سیمو کې شته وو. د کال ډېر وخت په ځنګل کې تېروي، یوازې د مثل د تولید لپاره ډنډونو ته تګ کوي. له القاح وروسته ښځه هګۍ اچوي او خپله هره هګۍ د اوبو د بوټو په پاڼو پسې نښلوي. لاروای بچیان یې په اوبو کې تر ۵ سانتي متره پورې وده کوي او له دې مودې وروسته یې بدن بدلون مومي او د واړه تریتون په شکل کې په وچه کې ژوند پیل کوي. ځینې وخت تر بشپړ ودې پورې هم خپل برانشونه لري او بدن یې بدلون ځنډوي. په وړو بې ش...
Ichthyosaura randeckensis

Ichthyosaura randeckensis

تریتون
عام نوم نه لري او په خپل ساینسي نوم پېژندل کیږي. د میوسین دورې د تریتون فوسیل ډول دی او په جرمني کې، په فوسیلي انبار کې موندل شوی. اوږدوالی یې تر ۴ سانتي متره پورې اټکل شوی. فیلو جنتیک مالوماتو موندلې چې له الپین تریتون سره نږدې تړاو لري خو ځینې دا مالومات نه تایدوي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای نسل اېکتیو سورا
Share
Hide Buttons