
د ډېپرېشن پیدا کېدو لاملونه
د ډېپرېشن پیدا کېدل مختلف لاملونه لري لکه د ګېډې روغتیا کې ستونزې، لکه د بلې ناروغي په علایمو کې یو ډېپرېش او یا هم د بدن په کیمیاوي توکو کې د توازن نشتوالی. لاندې یې په هغو لاملونو خبرې کوو کوم ته چې تر ډېره پام نه دی شوی.
ستاسې ګېډه سېروټونین تولیدوي. په ورته وخت کې اکسیټوسین هم تولیدوي. اکسیټوسین ډېر ځواکمن هورمون دی او مختلفې دندې لري، له تاسې سره په سټرس او ډېپرېشن کې مرسته کوي، په ښځو کې چې کله یوه مور اولاد وزېږوي نو د مور او اولاد اړیکه د اکسیټوسین هورمون په ذریعه جوړیږي، مور دې ته اړ باسي چې خپل اولاد ته تی ورکړي، د اولاد پیدا کېدو پرمهال د رحم په ازادولو کې مرسته کوي او بلاخره اکسیټوسین همداسې نور دندې هم لري او یاد هورمون ستاسې ګېډه کې تولیدیږي. که چېرې ستاسې د ګېډې روغتیا ناسمه وي نو د سیروټونین کوم چې تاسې سره ارام کې مرسته کوي او اکسیټوسین کوم چې سټرس او ډېپرېشن کې مرسته ک...