جمعه, مې 30News That Matters

عملي ساینس

Applied science – عملي ساینس

Applied science – عملي ساینس

عملي ساینس
د موجودې ساینسي پوهې استعمال ته وایي تر څو عملي موخې پرې ترلاسه کړي لکه ټکنالوجي او د اختراع لپاره د موجودې ساینسي پوهې کارونه. په طبیعي ساینس کې د ساینس بنسټیزې رشتې هغه بنسټیز مالومات چمتو کوي کوم چې د ممکنه پېښو وړاندوینه کوي. عملي ساینس د ساینسي بهیرونو او ساینسي پوهې کارونه ده تر څو یوه ګټوره پایله پرې ترلاسه شي. په دې کارونه کې د طب او انجنیري په شمول د ساینس پراخې رشتې شاملې دي. عملي ساینس رسمي ساینس هم کارولی شي لکه احصایه، احتمالي نظریه، اپیډیمولوجي. همداسې د جنتیک اپیډیمولوجي یو عملي ساینس دی او دواړه احصایوي او بیولوجیکي طریقې کاروي. عملي څېړنې Applied research عملي څېړنې په عملي توګه د ساینس کارونه ده. په عملي څېړنو کې د ځانګړي ایالت، سوداګرۍ او یا د پېرودونکو لپاره د نظریاتو، پوهې، طریقو او تخنیکونو ته لاسرسی او راغونډونه کیږي. عملي څېړنې د کره څېړنو (بنسټیزو څېړنو) متضاد ...
Share
Hide Buttons