
د رایو سیستم کې
د ډېرو رایو ترلاسه کوونکی یو بریالی کاندید (First Past the Post) د انګریزانو سیستم دی، په دې کې یوې ډلې ته، یوه کلي، یوې ولسوالۍ او یا یوه ولایت ته د نوماندانو نوملړ ورکول کیږي او ټول پکې د خپلې خوښې د نوماند تر څنګ چلیپا نښان رسموي. له رایو شمېرلو پس چا چې ډېرې رایې ګټلې وي ګمارل کیږي.
له یوې سیمې یوازې یو کاندید ګمارل کیږي. که چېرې د خلکو د یادې ډلې دوه کسان یا درې کسان استازیتوب کوي نو هر وګړی حق لري چې په یاد نوملړ کې د دوه یا درې استازو تر څنګ چلیپا رسمه کړي ځکه چې استازیتوب یې یو کس نه کوي. په دې سیستم کې تر ډېره له یوې سیمې یوازې یو استازی ټاکل کیږي. انګریزانو ویسټمنسټر ته په دې سیستم د پارلمان غړي ټاکل. د انګرېزانو په مستعمرو کې همدا سیستم کارېده، ځینو لکه استرالیا، نیوزلنډ، ایرلنډ، قبرس، مالټا او سوېلې افریقا یاد سیستم لغوه کړی خو د انګرېزانو ځینې کالونۍ لکه متحده ایالتونه، کاناډ...