Catherine East – کترین ایسټ
د مې میاشت په ۱۵ نېټه، کال ۱۹۱۶، متحده ایالتونو کې زېږېدلې او د اګسټ په ۱۷ نېته، کال ۱۹۹۶، د نیویارک په اېتاکا کې مړه شوې. د امریکا فیمینسټه او د عامه ادارې رسمي کار کوونکې وه، د ۲۰ پېړۍ په منځ کې یې د ښځو پر خوځښت خپل لوی تشکیلاتي اغیز لره.
په کال ۱۹۴۳ کې کترین ایسټ د لوېدیځې وېرجینیا له مارشال پوهنتون (Marshall University) څخه په تاریخ کې ډګري ترلاسه کړه. تقریبا ۲۴ کاله یې په (Civil Service Commission) اداره کې خدمت وکړ خو کله چې دا اداره په دوه برخو ووېشل شوه نو له کال ۱۹۶۳ تر ۱۹۷۵ پورې یې له (Labor Department) ادارې سره د څېړونکې په توګه دنده پر مخ یوړه. همداسې په کال ۱۹۶۳ کې د ښځو د وضعیت په اړه د جمهور رئیس د مشاورتي کمیسیون اجرایوي مسوله شوه کومه دنده یې چې تر کال ۱۹۷۷ پورې په بریالۍ توګه پر مخ یوړه. په امریکایي ټولنه کې یې د جنسیت پر بنسټ تعصب له منځه وړلو کې د ټولنې لارښونه وکړه. په ورته وخت کې ایسټ د ښځو د مسایلو په اړه په (George Washington University) پوهنتون کې زده کړو ته ادامه ورکړه او د ۱۹۸۳–۸۶ کلونو ترمنځ د ( National Women’s Political Caucus) ادارې اجرایوي مدیره وه.
Comments
So empty here ... leave a comment!