Catherine Michelle de Maisonneuve – د مېزونف کترین میشېل

په کال ۱۷۷۴ کې مړه شوې. د فرانسې جورنالسته وه. د ۱۷۶۳–۱۷۶۶ کلونو تر منځ “د ښځو د ورځپاڼې” ریسه وه. له یادې رسنۍ یې د فرانسې یوه تر ټولو بریالۍ او نامتو ورځپاڼه جوړه کړه، د نامتوالي لامل یې په رسنۍ کې د فېمینېزم محتوا وه.

کترین میشېل د پاچا د یوه خادم خور وه او همداسې یې د جوورت په نوم له یوه شتمن کس سره واده کړی وو خو دا چې ژوند کې یې کومه ځانګړې موخه نه لرله زړه تنګې شوې وه او له همدې امله یې په ۱۷۶۳ کې د بومېر اغلې څخه د مېرمنو ورځپاڼه واخیستله. په رسنۍ کې یې د پخوا په څېر د فېمینېزم لیکنو ته ادامه ورکړه خو د بومېر د اغلې په پرتله یې د موضوع د بیان لپاره مناسبه برید نه کوونکې ژبه کاروله. په ۱۷۷۴ کال کې د مونتاکلوس ماري ایمیلي ماریون یاده رسنۍ وپېرله.

Sidebar



Share
Hide Buttons