Catholic Church – کتولیک کلیسا

رومان کتولیک کلیسا (Roman Catholic Church) هم ورته وایي. اسماني کتاب یا مقدس کتاب (Scripture) یې انجیل (Bible) دی. مذهبي عقاید یې کتولیک دي، د ادارې طرز یې اېپیسکوپال (Episcopal) دی، د پاپ نوم یې فرانسیس (Francis) دی، د ادارې نوم یې رومان کیوریا (Roman Curia) دی، څلوریشت ځانګړې لاتیني کلیسا ګانې او درویشت د ختیځ ځانګړې کلیساګانې لري. مذهبي کتابونه یې په لاتیني او د هر هیواد په سیمه ایزه ژبه کې دي. د مرکزي دفتر نوم یې هالي سي (Holy See) دی د روم سي (Rome see) نوم هم ورته اخلي. کتولیک ګمان کوي چې د مذهب بنسټ اېښودونکی یې عیسی ع دی او پیل یې د لمړۍ پېړۍ څخه شوی. په ۲۰۱۷ کې یې ۱.۳۱۳ بیلیونه غړي لرل. روحانیونو ته یې انګرېزۍ کې (Bishops, Priests and Deacons) نومونه اخلي او رسمي وېبپاڼه یې هولي سي http://w2.vatican.va/content/vatican/en.html ده.
 
کتولیک کلیسا د عیسویانو تر ټولو لویه کلیسا ده. د غرب په تمدن کې یې اړین رول لرلی. کلیسا د روم د بیشاپ لخوا رهبري کیږي او همدې بیشاپ ته د پاپ (Pope) نوم اخلي. د دې کلیسا د باورونو بنسټ (the Nicene Creed) جوړوي او پیروان یې ګمان کوي چې هر پاپ یې د عیسی ع معاون یا استازی دی او پاپ یې د رسول (apostle) مقام لري. کتولیک ډله په دې باور دي چې پاپ د سنټ پېټر ځایناستی دی او سنټ پېټر ته د فضلیت مقام د عیسی ع له لوري ورکړل شوی وو. همداسې باور لري چې په عیسویانو کې کتولیک اصلي عیسویان دي لکه په مسلمانانو کې چې ځینې مسلمانان نور له اسلام څخه لرې او مشرک ګڼي دوي هم ځینې عیسویان ګمراه ګڼي. دا کلیسا په دې باور ده چې که چېرې یو کشیش د کلیسا پیروانو ته ډوډۍ او د انګورو شراب ورکړي او دوي یې وخوري له دې څخه د عیسی ع وینه او تنه جوړیږي (په دې باور ندي چې له دې خوړو له هاضمې وروسته ادرار او غایطه مواد جوړیږي). د خرافاتو تر څنګ ځینې انساني چارې هم پر مخ وړي چې له دې څخه یوه د نړۍ تر ټولو لویه اداره ده کومه چې په زده کړو او روغتیا کې مرسته کوي. له دې پرته یې د غرب په هنر، کلتور او ساینس کې هم اړین رول لرلی.
 
کتولیک عیسویان په ټوله نړۍ کې ژوند کوي. له کله چې اروپا سیکولر شوه نو ډیری یې د سوېلې نیمې کرې ته کډوال شول. تر ۱۰۵۴ کال پورې له اورتودوکس عیسویانو سره ګډ وو خو له کله چې د لوېدیځ او ختیځ تفرقه (East–West Schism) رامنځته شوه له اورتودوکس څخه جلا شو او تفرقه یې هم د پاپ پر واک باندې رامنځته شوې. په څوارلسمه پېړۍ کې چې کله مذهبي اصلاحات رامنځته شول نو د دواړو ترمنځ توپیرونه نور هم زیات شول. په ۲۰ پېړۍ کې په کتولیک کلیسا سختې نیوکې هم وشوې او نیوکې یې پر کوچنیانو د کشیشانو جنسي تېری او د کلیسا په مقرراتو کې د ښځو د نشتوالي له امله وې.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons