Caucasian smooth newt – د قفقاز هوار تریتون

د ډول علمي نوم یې (Lissotriton lantzi) دی. په روسیه له ډون سیند سره نږدې، جورجیا، ارمنستان، ازاربایجان او د ترکې شمال ختیځ کې پیدا کیږي. د سمندر په سطحه کې او د سمندر له سطحې تر ۲۵۰۰ متره پورې لوړو سیمو کې ژوند کوي. مخکې د هوار تریتون فرعي ډول ګڼل کېده اوس جلا ډول ګڼل کیږي. بشپړ ودې ته د رسېدلي نر ځانګړنې یې د هوار تریتون له د نر له ځانګړنو سره توپیر لري.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل لیسوتریتون

 

Sidebar



Share
Hide Buttons