Ceylon spiny mouse – سیلون اغزنه مږه

د ډول علمي نوم یې (Mus fernandoni) ده. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. یوازې په سریلانکا کې پیدا کیږي. په سینهالا یا سینهالي ژبه کې (ශ්රී ලංකා කටු හීන් මීයා) نوم ورته اخلي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۹ تر ۱۱ سانتي متره پورې او د لکۍ له ۶ تر ۷ سانتي متره پورې وي. د تنې پاسه برخه یې سور رنګه خړ رنګ او د تنې لاندې برخه یې کره سپین رنګ لري. په ملا کې خړ رنګه اغزن وېښته لري. د ثنایا غاښونه یې نارنجي رنګ کې وي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل موس
فرعي نسل پیرومیس