Chafer – پاڼې او ریښې خوړونکې ګونګټې

فرعي کورنۍ یې مېلولونتینای (subfamily Melolonthinae) ده او په انګریزۍ کې ورته (June Beetle, May-June Beetle, or June Bug) نومونه هم اخلي. د سکارابایدای (family Scarabaeidae) کورنۍ غړي دي. د ډلې نوم یې کولیوپتېرا (insect order Coleoptera) ده. غټې یې پاڼې خوري او واړه لاروا بچیان چې د ګرب (grub) نوم ورته اخلي د بوټو ریښې خوري. ښځه یې هګۍ په خاوره کې اچوي او لاروا بچیان یې چې کله پیدا شي تر دوه یا درې کلونو پورې د خاورې لاندې ژوند کوي خو په هر ډول کې دا موده توپیر لري. پوپای دوره یې په مني کې وي خو که غټ هم شي تر پسرلي پورې د ځمکې لاندې وي.
تر ټولو زېات مضر یې هغه ډول ده چې د انګور تاک او ګلاب پاڼې او ریښې خوري. که چېرې یې کورني مرغان لاروا بچیان وخوري ممکن زهر جن وي او مرغان له منه ویسي.
 
Sidebar



Share
Hide Buttons