Chambers – د قاضي رسمي دفتر

په حقوقو کې چمبر د قاضي یا قضایي افسر هغه رسمي دفتر ته وایي چېرې چې وړاندیزونه اوري، سندونه لاسلیک کوي، او یا نورې رسمي چارې سرته رسوي. په ۱۷ پېړۍ کې د انګلستان قاضیانو ورته دفترونه لرل خو تر ۱۸ پېړۍ پورې یې کومه قانوني بڼه نلرله. د ۱۸ پېړۍ په پېل کې قاضیانو ته واک ورکړل شو چې یوازې د محکمې د ناستو په منځ کې په چمبر یا خپل دفتر کې کیني خو وروسته قاضایانو دا واک پیدا کړ چې هر کله ناسته نلري خپل دفتر کې کیناستی شي.
 
په انګرېزۍ کې چمبر ډېرې ماناګانې لري لمړی مانا یې لوی تالار یا لویه خونه چېرې چې رسمي یا عامه لمانځنې کیږي. دوېمه مانا یې شخصي کوټه ده په ځانګړې توګه د خوب کوټه، د وسلې هغه برخه هم د چمبر په نامه یادیږي چېرې چې مرمۍ د ډز کولو لپاره تېره شوې وي، د زړه جوف ته هم وایي.